کور / تازه خبرونه / فراه : د يو وسلوال کس د نيول کېدو خبر ورکړل سو

فراه : د يو وسلوال کس د نيول کېدو خبر ورکړل سو

د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي يو وسلوال کس يې نيولى . نوموړي چارواکي وايي چي ياد کس غوښتل چي د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د امنيې قوماندان ووژني . د دې ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال محمد فقير عسکر د نوموړى د نيولو د تائيدولو ترڅنګ زياتوي چي نوموړى کس تېره شپه نيول سوى او په لومړنيو معلوماتو کي څرګنده سوې چي نوموړى د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکى دئ . نوموړى همدا ډول وايي چي ياد کس تر دې مخکي هم څو ځله و نظامي کاروانونو ته د سړک پر غاړه ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي .