د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چي د تيري شپې راهيسي په پيل سوو عملياتو کي څلور وسلوال وژل سوي او د وسلوالو سره د تړاو په تور شپږ تنه نيول سوي دي . د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر د يادو کسانو وژل کېدل تائيدوي او وايي چي ياد عمليات تېره شپه د امريکائي او ملي اردو ځواکونو له لوري پيل سوي او تر اوسه دوام لري . نوموړي همدا ډول وويل چي د وژل سوو وسلوالو مړي تر اوسه پوري د جګړې په ډګر کي پراته دي . او په ياده سيمه کي د وسلوالو طالبانو له لوري هم مقاومت روان دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو يا کومي بولي ډلي څه نه دي ويلي .