افغان مقامات وايي د کابل ښار په څلورمه ناحيه د تايمنيو په سيمه کي نن ماپښين يوه زوروره چاودنه سوې ده.
عيني شاهدانو د آزادۍ راډيو ته ويلي چي حمله د موى مبارکي په کوڅه کي چي د تايمنيو پر نهم سړک واقع ده، پر يوه مېلمستون باندي د څو وسله والو ځوانانو له خوا سوې ده.
د آزادۍ راډيو خبريال د عيني شاهدانو له خولې ويلي چي درې څلور بريدکوونکي ټول د شپاړسو يا اوولسو کلونو ترمنځ وو او يوه ځان هم چاودلى دئ.
بلي خوا ته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دې حملې پخلى کړى خو په دې باب يې نور جزيات او د پېښي د قربانيانو په هکله معلومات نه دي ورکړي.
دغه حمله پر داسي مهال کېږي چي د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم تېره اونۍ د کابل امنيت د پخوا په نسبت ښه وباله.