په پېښور کې سرپرست افغان قونصل صالح محمد شيرزي په خيبر پښتونخوا کې د سيلاب ځپلو له سيمو څخه کتنه وکړه او ځينو افغانانو سره يې چې سيلاب ځپلي وو ځان خبر کړ. نوموړي خبريالانو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا سيلاب ځپلو سره به ډېر ژر روغتيايي مرستې وشي او دا مهال يوه پنځه څلوېښت کسيزه د افغان ډاکټرانو ډله د خيبر پښتونخوا په سيمو کې په درملنه بوخته ده، ښاغلي شيرزي د يوې پوښتنې په ځواب وويل چې دوه ورځې وړاندې هم د افغان دولت لخوا د سيمې يو شمېر سيلاب ځپلو سره د کمپلو مرسته شوې وه او افغان دولت به هم د افغانانو سره د خيبر پښتونخوا د خلکو سره پوره خواخوږي ښکاره کړې او د خپلې وسې سره يې مرستو ته دوام ورکړى دى، ځکه د انسانيت خدمت زمونږ انساني او اسلامي دنده ده او له دوى سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوو، له بلې خوا يو شمېر افغان کډوالو د صالح محمد شيرزي څخه مننه کړې چې د دوى سره يې د سيلاب په دې ناورين کې ورسره مرسته کړې او د دوى له حاله يې افغان دولت خبر کړى او د ستونزو د حل دپار يې ورته لارې چارې لټولي دي.