کور / سپورټي / بارانونو د ملي لوبډلي تمرينونه زيانمن کړل

بارانونو د ملي لوبډلي تمرينونه زيانمن کړل

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تمرینونه اورښتونو په سکاټلینډ کې هم زیانمن کړل
نن په سکاټلینډ کې هم د افغان ملي لوبډلې د تمریننو مخه اورښتونو ډب کړې ده، د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وايي چې نن په سکاټلینډ کې باران و، لوبغاړي نن هغه لوبغالي ته تللي و چې په کوم باندې د افغانستان ملي لوبډله د سکاتلینډ سره څلور ورځینۍ سیالي پرې کوي خو لوبغاړي باران پرینښودل چې تمرین وکړي، نن د لوبډلې روزونکو لوبغاړو ته په جیم کې د بدني روزنې تمرینونه ورکوي او له جیم څخه وروسته به ټول لوبغاړي په اوبو کې تمرینونه کوي.
د انټرکانټینټل سیالیو لپاره افغان ملي لوبډلې په ننګرهار کې د تمرین کمپ د تېرې میاشتې په ۲۵ نېټه ترتیپ کړی و خو هغه هم اورښتونو او سیلابونو خراب کړ، داسې ښکاري چې ملي لوبډله سره اورښتونه سم ګرځي او نه يې پریږدي چې د انټرکانټینټل سیالیو لپاره تیاری ونیسي.
د افغانستان ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړاو کې لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د اګست له ۱۱ څخه تر ۱۴ اګست پورې د سکاټلینډ سره کوي دوام کوي، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ به د همدې هیواد سره په ۱۶ او ۱۷ اګست تر سره کوي.