په کندهار ولايت کي د شپږمي ناحيې اړونده سيمه محله نجات ، شين کارېز ، شېرين جان پير او رېګي کلاچه کي عمليات پيل سول . د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي نن خبريالانو ته د دې عمليات په اړه وويل چي په دې عمليات کي ملي پوليس ، ملي امنيت او د عامه نظم پوليس ونډه لري او په محله نجات ، شين کارېز ، شېرين جان پير او رېګي کلاچې په سيمه کي تصفيوي عمليات پيل کړي دي . نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي يې يوه کچه چاودېدونکي توکي او مهمات نيولي دي او دوه نپره چي وسلوالو طالبانو د دولت سره د همکارۍ په تور نيولي ول خوشي کړي . نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي يې تر اوسه د دولت مخالفين نه دي نيولي .