په کندز ولايت کي د ناټو ځواکونو يوه کشفي الوتکه رالوېدلي ده . نوموړې الوتکه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د کندز ولايت په لودينو سيمه کي راغورځېدلې ده . په ياد ولايت کي د ناټو ځواکونو يو تن جنرال وايي چي ياده الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده او کوم چاته پکښي زيان نه دئ رسېدلى . نوموړى وايي چي الوتکه يې بېرته د جوړوني په موخه مرکز ته وړې ده . بل لور ته وسلوالو طالبانو ادعا کړې چي ياده الوتکه دوى راغورځولې .