د ملي دفاع وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د هيواد په جنوب کي د بېلابيلو عملياتو په ترڅ کي درې د ملي اردو سرتيري وژل سوي دي . نوموړې سرچينه ليکي چي د ملي اردو ځواکونو د کندهار او هلمند په بېلابيلو سيمو کي يو لړ عمليات ترسره کړي چي په دې عملياتو کي د چاودنو او مخامخ بريدونو له کبله يې ياد سرتيري وژل سوي . په نوموړې خبرپاڼه کي همدا ډول ويل سوي چي په دې عملياتو کي يې پنځلس تنه شکمن کسان او يوه کچه چاودېدونکي توکي او مهمات يې نيولي .