کور / تازه خبرونه / کندز : د درو تاجکستاني طالبانو د نيولو خبر ورکړل سو

کندز : د درو تاجکستاني طالبانو د نيولو خبر ورکړل سو

د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې درې تنه تاجکستاني طالبانو نيولي . نوموړي چارواکي وايي چي ياد تاجکستاني طالبان او څلور نور وسلوال يې په خان آباد ولسوالۍ کي نيولي . د کندز ولايت د امنيت آمر سمونوال عبدالرحمن د يادو کسانو نيول تائيدوي او وايي چي ياد کسان د طاهر يلداش د ډلي سره تړاو لري . نوموړى همدا ډول زياتوي چي څه موده وړاندي د امام صاحب د ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې باندي په بريد کي هم نوموړو لاس درلود .
نوموړي همدا ډول وويل چي د يادو کسان سره يې يو ميل کلاشنکوف او يو ميل پيکا ترلاسه سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه يادو ډلو څه نه دي ويلي .