د يوې امنيتي کمپنۍ څلور امنيتي ساتونکي ووژل سول . نوموړى ساتونکي هغه وخت ووژل سول چي کله يې موټر د سړک د غاړي پر يوه ځاى پر ځاى سوي ماين ور برابر سو . د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړى کسان د سيدآباد ولسوالۍ د سالارو په سيمه کي د کابل کندهار پر لويه لاره باندي د يوه ځاى پر ځاى ماين له کبله ووژل سول . د طالبانو وياند قاري يوسف د يادي پيښي مـسئوليت مني او وايي چي په دې چاودنه کي يې د صرف موټر ټوله امنيتي ساتونکي وژلي .