کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د شخصي امنيتي کمپنيو د بندېدو امر وکړ

ولسمشر کرزي د شخصي امنيتي کمپنيو د بندېدو امر وکړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هيواد کي د ټولو شخصي امنيتي کمپنيو د بندېدو حکم کړى دئ.
د ولسمشر کرزي دغه فرمان پر داسي مهال صادرېږي چي په افغانستان کي د نيژدې ټولو بهرنيو موسساتو او د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو ساتنه ټول د دغسي شرکتونو له خوا کېږي.
پر شخصي امنيتي کمپنيو باندي د هيواد په ګوټ ګوټ کي له قانون څخه د سرغړوني او له واک څخه د ناقانونه استفادې تورونه لګېدلي دي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د شخصي امنيتي کمپنيو ډېرى مشران يا پخواني جنګسالاران دي او يا د حکومت په وزيرانو کي د يوه او بل وروڼه دي.
دوې مياشتي دمخه د نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو د هغو شخصي امنيتي کمپنيو نومونه واخيستل چي د ولسمشر کرزي په وروڼو او د اکا په زامنو پوري يې اړه درلوده.