کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۸)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۸)

سلطان علاؤالدین  خلجیي 
تاسو ددې  ناول  اتمه برخه  لولئ…..
پرلپسې*****۱۳


دوه  ورځې  وروسته  شهزادګۍ  کیتهل ، کنپل دیوي ، کولاب دیوي ، او کریم الدین  ټول په سالون کې ناست و  اوپه  کومې  موضوع  یی  خبرې اترې کولې . په دې وخت کې شهزادګۍ کیتهل   کنپل دیوی ته خاصه  اشاره وکړه . د اشارې  سره سم   هغه  را پورته شوه  او  دواړه  بیرون  را ووتې ، تر څنګ  یي  شهزادګۍ  کیتهل   کولاب  دیوي ته  هم اشاره وکړه   او هغه هم د سالون څخه  را ووته . درې واړه  د سالون تر څنګ  خونه کې ور ننوتې . کله چې ټولې هلته کیناستې ،نو بیا کنپل د کیتهل  په لور  و کتل او ور څخه یي و پوښتل .
کیتهل خورې ! تا ولې ماته  د بیرون  را وتلو  له پاره  اشاره وکړه  .ایا کومه  ځانګړې  خبره  شته ؟ او دا چې  له ماسره یو ځاې دې  زما ورندار  کولاب دیوي هم  را وویستله ، وایه  ته اوس  څه وایی ؟  په دې  خبره باندې کیتهل تر لږه ځنډه  پورې  کنپل ته وکتل  اوبیا یي وویل :
کنپل خورې ! دروغ  به نه وایي ، زه د تیرو دوو ورځو را هیسې  په ژوره  توګه  ستا حال ته زیریم ، تر هغه چې ما ته معلومه شوې ده  نو ما ته  دا  احساسیږي  چې  ته دورور کریم الدین  سره  خواخوږی  لرې . ګوره !  زه دا خبرې تا ته د خپلې خور کولاب دیوي  تر مخ  ځکه کوم  چې دهغې  له مخې تاته  اسانتیاوې  را پیدا شي . اوس  کنپل خورې ته ووایه  ، دروغ  به نه وایی ، په دې کې ستا د  ژوندانه  پوښتنه ده . ووایه هغه څه  چې مادرڅخه و پوښتل  او یا را ته څرګند شوي دي ، سهي دي او که نه ؟
په ځواب کې دکنپل دیوي  ورمیږ  لاندې  پریوت   ، او چپه ناسته وه ، د څه ویلو نه وه خو بیا هم  په  ډیر نرم  اواز  سره یی  وویل :
کیتهل خورې ! ددې څخه مخته  دکریم الدین له پاره  زما په زړه کې کوم خاص  ځاې نه و . خو کله  چې دا ډاګیزه  شوه  چې د جمنا ددریاب  په  غاړه زمونږ ددواړو خویندو  عزت  شاهین  نه بلکه  کمال الدین او کریم الدین ساتلې دې ، نو دهغې  وروسته مې کریم الدین ته په  خپل زړه کې ځاې ورکړې دې  اوس هغه زما  د میني مرکز او دمحبت  دایره  ده.
دهغې  په دې   خبره باندې  کیتهل ډیره  زیات خوشحاله شوه ، دخپل ځایه را پورته  شوه او په ډیر  قوت سره کنپل دیوي  په خپلو  لاسو کې را ګیر  کړه  دهغې خوله او دهغې تندې  یي بیا بیا ښکل کړل  او ورته  یي وویلې :  کنپل خورې  هغه  څه  چې تا یي اراده کړې ده په هغې کې به تاته خامخا بریاوې  درپه برخه شي . کریم الدین  به هم تاته  در په لاس  شي ، کریم الدین  ماته اوس  خپله خور ویلي دي  اوس زه هم هغه دخپل سکه ورور  په څیر  پیژنم. زه به تاته  کریم الدین خامخا په لاس درکوم .
 په دې وخت کې  کنپل  غوښتل  څه  ووایي او څه و پوښتې  چې  ورنداریی  کولاب  دیوي په خبرو کې را ټوپ کړاو ویی ویل:
کیتهل خورې  !  ستا اندازه  بلکل  سهي  ده . په بګوان  سوګند  چې زه بلکل  نه  پوهیدم  چې  کنپل دیوی د کریم الدین سره  مینه کوي ، خو ګوره کیتهلې  !  که ته  یی بده و نه  ګڼې نو زه  به دا وګڼم  چې تا هم کمال الدین د خپل محبت  او د خپل  ژوند ملګرې  ګرځولې دې . کیتهل خورې !  زه په دې هم پوهیږم  چې  په پخوا نیو ورځو کې ستا د کمال الدین سره  سلوک  ډیر کرکجن و  خو په دې  باندې  ، خورې  ، اندیښنه مه کوه . ستا ورور   راجکنور ، کنپل ، کریم الدین او زه   څلور واړه  به   یوځاې  ستا  له پاره دکمال الدین د لاسته راوړو  هڅې وکړو. د کولاب  ددې خبرو په اساس   کیتهل  تر یوه وخته  پورې  د شرمه  ډوبه  وه ، بیا دخپله ځایه را پورته شوه  او ویي ویل چې مونږ باید بیرته  ولاړ  شو او دکریم الدین سره  بیرته کینو . هسې  نه  چې هغه  خپل ځان  یواځې و  ګڼي ، او داسې  فکر وکړي  چې  مونږ په داسې کومو خبرو کې مصروف یو  چې  د هغه  را ګډول په کې نه غواړو . تر څنګ  به یی  له ځانه سره  څه وچه میوه  هم  واخلو  تر څو کریم الدین ورور ته څه  بهانه وکړو  چې مونږ هغه  ته څه وچه میوه  راوستل  غوښتل .
دکیتهل سلا ټولو منله ، بیا هغوې دڅنګ  دخونې  څخه په  لوښو کې وچه میوه  راواخسته، اوبیا درې واړه بیرته  سالون  ته راغلې  او دوچې میوو قابونه یي  دکریم الدین  تر مخه کیښودل ، اوبیا کیتهل  په ډیره نرمه  او خوږه  ژبه  کریم الدین ته وویل:
 کریم الدینه  وروره !   دا میوه  درواخله ، په دې وخت کې کریم الدین څه ویل غوښتل  چې په  همدې وخت کې  راجکنور  په یوه تیزه منډه  دحویلې  انګړ ته را ننوت ،  او نیغ د سالون په لور  ورغې ، دا داسې وخت و  چې لمر پریوتې و او د شپې تیارې نور  خپل  تور  وزرونه  غوړولي و . د راجکنور  داسې ګړندي  را ننوتلو  ټولو ته  یوټکان  ورکړ  او ټول یي حیران  کړي و . کله  چې  راجکنور  په سوزیدلې  ساه  سالون ته را ننوت  نو هلته  د ناست کریم الدین  نه علاوه   کولاب  دیوي ، کنپل او کیتهل   ټولې  را پورته شوې  اودهغه  مخته راغلې .
په دې   وخت کې کولاب  په ډیرې  اندیښنې سره  د راجکنور  څخه و پوښتل ، خیریت  دې  ته دومره اندیښمن  ولې یي ؟  ایا څوک  درپسې دي  که څنګه ؟  دهغې په دې خبره باندې راجکنور  په زوره  وخندل  او  ویی ویل:
بګوان دې نه کوي  چې په  ماپسې  څوک  شاته  د راتلو جرأت وکړي . اویا زه  د داسې کوم  کار  مرتکب  شم  چې دهغې   په واسطه  څوک  ما تعقیب کړي ، ما خو تاسې ټولو ته یو  ډیر په زړه پورې او ښه خبر راوړې دې . او هغه ښه  خبر دادې  چې کمال الدین  اوس   اوس ښار ته را ننوتې دې  اوخپلې حویلۍ ته  را رسیدلې دې . دلته زما په راتګ کې  لږ څه  ځنډون  راغې ، په  حقیقت  کې سلطان د کمال الدین د ښه راغلاست  له پاره د ښار کوټوال دهغه  مخې ته ور  استولې و . د کوټوال  علاوالملک  نه علاوه د ښار  ستر ستر  وګړي  ، د سلطان  علاؤالدین د لښکر  ستر ستر مشران هم  د ښه راغلاست  په کتارونو کې ولاړ و .  د ښار  نه د باندي  د کمال الدین د لښکر  دښه راغلاست  له پاره  ددې ټولو  وګړو  هلته مخې ته ورتلل  ددې خبرې ښکاروندوې ده  چې د سلطان علاؤالدین له آنده  اوس   کمال الدین  د ستر عزت  ، د ستر مقام او ستر  ځاې خاوند دې .
زه او کمال الدین دواړه  ورونه  د لښکر ګاه  څخه  تر حویلۍ پورې  یو ځاې راغلو . کمال الدین  خپل آس  واخست او خپلې حویلۍ ته ولاړ  ما هغه ته د کریم الدین د زخمي کیدو  په اړه  لا تر اوسه نه  دې ویلي . خو ما هغه ته همدومره  ویلي  دي  چې کریم الدین  هلته  زمونږ په ځاې کې دې  او زه به  یی دلته را ولیږم .  خو ګوره کریم الدینه  وروره !  تر لږ څه وخته  پورې همدلته اوسه ، په دې وخت کې  راجنکنور  غوښتل  کریم الدین ته نور څه  هم ووایي  چې کولاب  را مخته شوه او د راجکنور  په غوږ  کي یي  څه وویل .  ددې خبرې په اوریدو سره راجکنور  تر لږه  ځنډه پورې  مسکې و او په فکر  کې  شو  اوبیا یي کریم الدین  ته مخ کړ  او ورته یي وویل :
کریم الدینه وروره  ته  دلته لږ څه  ځنډوکړه ، ما دخپلې خور کیتهل  د خبرو  څخه دا ډاګیزه کړې ده  چې اوس  هغې کمال الدین  دخپل ځان  له پاره  ټاکلي دې . نو  په دې خاطر  به زه   شهزادګۍ کیتهل ته   ووایم  چې هغه هم د کمال الدین سره د کتلو په خاطر  هملته حویلۍ ته ورشي او خبرې دې ورسره وکړی . او دخپلو تیرو  غلطیو په اړه دې دهغه  څخه   بښنه وغواړي ، زه په دې ښه پوهیږم   چې هغې ته ددې کار له پاره ددې نه  پرته  بل  ښه  موقع او فرصت  په لاس  نه  شي ور تللاې . ګوره  کیتهل خورې !  که  چیرې کمال الدین تاته  بښنه  و نه کړي  او ستا څخه خفه او ناراضه  و اوسي ، نو بیا به مونږ ټول  یوځاې د کمال الدین څخه تاته  د بښنې د کولو له پاره   غوښتنه  و کړو .
کریم الدینه !  ما همدا اوس یو  نوې خبر واورید او زه تاته د هغې خبر په ویلو کې هیڅ ډول  شرم نه احساسوم  دا ځکه چې  هغه خبر ستا  ازما د خور  کنپل دیوي په اړه دې . ماته وویل شول  چې کنپل تا خپلول  غواړي ،خو ګوره کریم الدینه ، که  ته  هم  هغه خوښوې نو سر له نن څخه  زما خور  ستا امانت دې . کله  چې ته غواړې هغه دخپله ځانه سره  وړلې شې . زه به همدا نن کنپل دیوي  ستا په نوم باندې  یاده کړم . دخپل ورور راجکنور دخبرو په اوریدو سره کنپل دیوي  خپل سر د حیا او  شرم څخه ټیټ کړ او  د خونې  څخه په تیښته و تښتیده . کیتهل  هم دهمدې  وخته  ګټه واخسته  او دسالون څخه بیرون  را ووتله ، هغه د انګړ د سترې  دروازې  په لور رهي وه  چې را جکنور  ور غږ کړ  او  ورته یی   وویل :
کیتهل خورې ! که  چیرې ته زما خبره  منې او دکمال الدین  په لور  ورځې  نو هلته د تللو په وخت کې له ځانه سره دوه  څراغونه  هم  یوسه .ځکه  چې  هلته په حویلۍ کې توره  تیاره ده .  د انګړ دروازی  ته  ته په رسیدو سره کیتهل یو دم   و دریده ، بیرته را ستنه شوه او دحویلۍ  دننۍ برخې ته  ولاړه . کله  چې بیرته  را ستنه شوه نو  په لاس کې  یي دوه  لګیدلې  مشالونه  هم نیولي و . بیا هغه د انګړ  د لویي دروازې  څخه بیرون را ووتله .  کولاب دیوي ، راجکنور ، اوکریم الدین درې واړه   هملته ناست و او په خپلو منځو کې یې سره خبرې اترې کولې . شهزادګۍ کیتهل   سوکه سوکه  تلله او   ټیټ سر  هلته دکمال الدین  حویلۍ ته  ور ننوتله .  کمال الدین لا تراوسه هملته د آسو داخور  سره ولاړ و او د  آس  څخه یي زین  را ښکته کړې و او اوبه  او دانه یي ورته  ورکوله . کمال الدین په ډیره  بېګانه توګه   په یو  سرسرې  نظر  د شهزادګۍ  کیتهل  لورې ته و کتل  ځکه د کیتهل داسې  یو نا څاپې را تلو  هغه په  تعجب  او حیرانتیا کې  اچولې و . خو ددې سره بیا هم هغه دخپل آس په  خدمت کې  مشغول  پاته شو .  شهزادګۍ  کیتهل  سمدستي  یو مشال  د حویلۍ د انګړ په دیوال  کې  را زوړند کړ او  بل یي  هلته سالون ته یوړ او  د سالونه په  دیوال  یي  را زوړند کړ  او پخپله هملته  په سالون کې کیناسته  او د کمال الدین د راتللو انتظار  یی پیل کړ.
کمال الدین  خپل آس ته د دانې ، وښو او اوبو  ورکولو  تر څنګ  د هغه  په  ملا  او شا  باندې  لاس  را ښکود او پاکوه  یي ، تر څو د آس  ستړتیا  له منځه ولاړه  شي  تر څنګ  یي دا  هیله هم درلوده  چې  شهزادګۍ کیتهل  به د مشالونو د  نښلولو نه وروسته بیرته ووځي . خو کله  چې شهزادګۍ  هملته  تم شوه نو بیا  هغه  د اس د اخور څخه  د  سالون په لور  روان  شو . هغه وکتل  چې شهزادګۍ  کیتهل  د سالون  په یوه  ځآې کې  منتظره  ناسته ده . څنګه  چې کمال الدین  سالونه  ته ور ننوت  نو شهزادګۍ د خپله  ځایه  پورته شوه او کمال الدین ته  یي وویل :
ته زما دلته په کتلو سره  مه حیرانیږه . په اصل کې زه  دلته  ددې  له پاره راغلې یم  چې ستا  څخه  دخپلو پخوانیو کړنو په اړه  معافي اوبښنه و غواړم.  کمال الدین تر یوه وخته پورې د کیتهل په دې خبرو باندې  ډیر حیرانه و او دکتيل په لور یی  په ډیر غور سره کتل  او بیا یي ورته وویل :
ګوره  شهزادګۍ کیتهل !  تا ته زما څخه د بښنې د غوښتلو  څه اړتیا نه شته  او نه تا زما  په اړه کوم  جرم  یا ګناه کړې ده . هیله ده  چې ددې ځایه ولاړه شې.  ستا له ما څخه  د بښنې دغوښتلو ضرورت  څه دې ؟  ستا دنیا بیله ده او زما بیله . زمونږ د دواړو د دنیا تر منځ د زمکې اود اسمان  توپیر دې . نو بیا به تا ته  له ما څخه د بښنې د غوښتلو  اړتیا څه وي ؟ ورځه ، بیرته ور  ستنه شه ،  چې یو څوک  به ستا  انتظار کوي .
د کمال الدین په دې خبرو باندې  شهزادګۍ تر یوه وخته  پورې  تروه  شانته  شوه خو ډیر ژریي  ځان  سنبال کړاو یو ځل بیا یي وویل :
کمال الدینه  !  زه  د بیرته  تللو له پاره نه یم راغلې ، زه د یوې داسې میني  په لټه کې یم  چې زما روح  یي  د ډیرې مودې  راهیسې  پلټنه کوي . دهغې پرته   را ته د ژوند ټولې  لارې  اغزنې ګرزیدلې اوزما په پښو کې  را نښتې دي ، او دهغې پرته   زما دویني  جریان ،  او زما د ساه  او زړه  تیګاه  نا مکمله ده . او دهغې  نه پرته ما ته  د سپوږمۍ شپې بې سپوږمۍ  او په آینوکې   راته  خپل انځور     بې  خط و  خاله  ښکاري .  
کله  چې  شهزادګۍ د لږ څه دمې له پاره تم شوه   نو  کمال الدین  یي په خبرو کې  را ټوپ کړ او ورته یي وویل :
ګوره  شهزادګۍ !  د کوم شخص  په لټه کې  چې ته را وتلې یي  هغه  شخص  تاته  په حویلیوکې نه بلکه په شاهې ماڼۍ کې  په لاس درځي . شهزادګۍ د کمال الدین دا خبرې  په پوره  زغم واوریدې  او یو ځل بیا یي  وویل :
کمال الدینه ! ما ته په قصر او  ماڼۍ کې څه را کول کیږي ؟ زه خو اوس  په یوه داسې  موړ  باندې  ولاړه یم  چې هلته را ته خپله پیژندګلو ې   سپکاوې او خندا  را ته  زهر  ګرځی . چیرې  چې راحتځاې په زندانو او عقوبت ځایوباندي  بدلیږي . چیرې  چې د خپل اواز   اوریدل د قتل او وژلو سبب ګرځي ،……
کیتهل تر یوه  وخته پورې خپلې خبرې وکړې  بیا یي  لږه  دمه وکړه  او بیا یی خپل  زړه  را وسپړود :
کمال الدینه !  زما محترمه !  زه  شهزادګۍ  کیتهل   دمیني په منډو کې  وښویدم ، واي  چې  لمړنۍ  کتنه  همغه لمړنۍ مینه ده  خو زه  دا محسوسوم    چې  زه د همغې  لمړنۍ میني څخه تږې  راغلې یم . بس ستا حویلۍ ته لکه د ګلونو دخپرو شو  پاڼو  په  لټون  پسې  راغلې یم . دشهزادګۍ په دې خبرو کمال الدین خپل سر ښکته کړ او تر یوه  وخته  پورې  په  چرت  کې پریوت .  خویو ځل بیا یی کیتهل ته  په کتلو سره  وویل :
واوره  کیتهل !  ستا د سپوږمۍ په څیر روڼ اوښایسته  صورت  اوستا د ګلانوپه څیر دا  معصومې سترګې ، ستا دمخ  څخه  راخپریدونکې  خوشبوې  او……. دا ټول  هر څه  د یو چا  امانت دی ، اوس  ورځه  او له ماسره تر ډیره   پورې  دلته مه  پاته کیږه . او که  نه  یاد ساته ، چې دهغه چا چې ته امانت یی ، هغه  به په تا شکمن شي .  په ځواب کې ورته  شهزادګۍ کیتهل  سمدستې وویل :
کمال الدینه !  هغه وختونه  تیر  شول . زه په دوکې او فریب کې  پریوتې  وم . د سرابونو  تر شا  مې  ځغستل. زه اوس  دهیچا امانت  نه یم . او نه  څوک  محبوب او میمون  لرم . ما خو تا ته د یوې پاکې او پاک نفسې  پیغلې په څیر  د خپل زړه  احوال  راوړې دې . کمال الدین یو ځل بیا هغې ته  په ډیر غور  سره وکتل  او ورته یي وویل :
ګوره  کیتهلې !  د شپو او ورځو په دې  اوښت را اوښت  کې  او د بې شمیره خوبونو  د سرابونو په دې چاپیریال کې  زما په څیر انسان د زندان  د ماښامې په څیر وي ، له ماڅخه به  ته دلته  د ستونزو ،کړاونو او تکلیفونو پرته  نور څه و نه  ګورې ، ورځه !  او دخپلو هیلو په لور  ورشه ، خلک تاته د ګل او ګلاب    په سترګو ویني ، ته خپل ځان په زوره  په خاورو ایرو  باندې مه بدلوه . شهزادګۍ د کمال الدین په دې خبرو  باندې  یو نا څاپه  په ژړا شوه  او یو ځل بیا یی کمال الدین  ته وویل :
کمال الدینه ! ما  مخته   درته وویل  چې  زه نه د چا امانت یم او نه د چاسره مینه کوم او نه  څوک  زما د خپلولو غوښتونکې دې . زه خو همدا اوس د خپل  ځان  له پاره د یوې تکیه د پیدا کولو په خاطر  ستا حضور ته راغلې یم.  زه اوس  د تیاره  غارونو او د جوړکړل  شوو قبرونو دتیارو څخه  راوتلې  یم او دخپلو ژوندیوجذبو ، راپاریدلو احساساتو …او د ریښتونو لوریو    په لور د لټون  له پاره  روانه شوې  یم . د  یوه  چاپیریال  نه په راوتلو سره او بل چاپیریال ته زما را تګ  زما له پاره داسې دې  لکه  څوک  چې د ویني اچونکي حالت  څخه  را وځي او د خپلو غوښتنو په مندر  کې   د میني  په  نغمو کې  دریږی .
د شهزادګۍ ددې  خبرو  سره  کمال الدین بې چاره په سوچونو او فکرونو کې  ډوب  شو . دهغه دهمدې  سوچونو  کې د ډوبیدو د وخت  نه په ګټې اخستلو سره  شهزداګۍ کیتهل  یو ځل بیا  په خبرو پیل وکړ.
درونده کمال الدینه ! زه دهغو خلکو څخه په تیښته راتښتیدلې یم چې په  بی سهاره  شپو کې ګلونه تر پښو لاندې کوي ، د هغې پاڼي  په زمکه   مښې ، زه خو دلته ستا څنګ ته له تا څخه د پناه غوښتنې له پاره راغلې یم  او ته ما لکه دپردیوی  په څیر  بیرته د اور لمبو ته  ور ټیلوهې . دهغې په دې خبره باندې کمال الدین  وویل : ګوره  شهزادګۍ ! ته یو اسمان یي  او زه د زمکې  او خاورو  اوسیدونکې  انسان یم . زما اوستا تر منځ  به څه جوړ  راشي . ورځه  او دخپلې نړۍ په لور   له مانه لرې ولاړه  شه . ستا تر مخه دژوندانه بې  شمیره لارې شته ،بې  شمیره ګودرونه  مخته لرې ، دلته له ماسره تا ته د کرکې او نفرت  نه پرته نور څه په لاسو نه درځی.
دکمال الدین ددې خبرو څخه شهزادګۍ د زړې  هډیرې د مات  شوې  قبر  په څیر ، په ویرانه  زړه  ، ….سلګۍ وهونکې  کیناسته ، خو دهغې په سترګو سترګو کې د کمال الدین څخه یوه  غوښتنه وه ، یو التماس و ،اوکمال الدین هم  په ډیر غور  سره  دهغې ددې  غوښتنې  جایزه  اخستله .  ددې وروسته کمال الدین یو ځل بیا ورته وویل : شهزادګۍ کیتهل ، واوره !  زه کمال الدین دلته د دهلي په  ښار کې د ویرانو  یو مسافر یم ، تا ته به له ماڅخه د درد ، تکلیف ، کړاو او ستونزو  پرته نور څه  په لاس  درنشي ، ورځه اودخپلې هغه نړۍ لورې ته بیرته ورستنه شه ، چې دهغې په کوڅو کې  ستا  ځواني  ده اودهغې په غوښتنو کې تاته  تازه والې دې ، خوکیتهل سمدلاسه د کمال الدین ددې خبرو په ځواب کې وویل:
درونده کمال الدینه !  دکومو کوڅو په لور  چې ته  ماته د بیرته ستیندو سلا راکوې  ، هلته خلک  زما د ناتوانه  جسم  دخوندورو  سندرو  او زما د وجود  د ښایسته  ښکته  پورتوالې   غوښتونکې اوشیدایان  دي . هلته نه ریښتیانې  مینه او خلوص  شته او نه کومه  مینه ناکه ځاریدونکې .
ددې خبرو وروسته  د لږ څه وخت  له پاره  چپه چپتیا شوه ، خو په دې وخت  کې کیتهل  خپله خبره بدله کړه  اوویی ویل : 
درونده کمال الدینه  ! زه پوهیږم  چې په دې وخت کې  ستا په زړه کې  ، ستا په هیلو کې  زما له پاره د نفرت ،کرکې او ناهیلۍ پرته  نور  څه نه شته . او همداسې  باید هم وي . ځکه  زما  کړچار  له تاسره  همدا ډول و . او دا کړچار د پردیو له لورې  نه و بلکه  ستا د لورې  هم  و . هغه څرګنده کارونه  چې تا زما او زما دخور  کنپل دیوي په خاطر  دکریم الدین سره یو ځاې  د جمنا ددریاب  په  غاړه کړي ونو هغه تا له مونږه  پټ  کړی و او هغه دې ټول د شاهین  په لمن کې ور واچول . کله چې  زما د عزت ، زما دپت  او زما  د عصمت  ساتنه  تاکړې وه نوبیا دې  ولې  په خپل ځاې  مونږ ته  شاهین  را مخته کړ . هغه  خو  یو فریبي  ، دوکه  باز او چلوټي  انسان دې ، تا پر ما ظلم او تیرې وکړ . کله چې تا زما  عزت او پت  خوندي ساتلې و نو بیا خو ته باید زما د محسن په څیر  زما مخته راغلې وې . تر څو زه پوهیدلې واې  چې زما  دعزت او زما د پت ساتونکې   څوک دې ؟   تا ولې   د غلو په  څیر خپله لاره پریښې او دهلي ته په غلنیو  لارو باندې  را ستون  شوې وې  او شاهین  دې مونږ  دواړو خویندو ته  راولیږه .
کیتهل تر لږه  وخته پورې  چپ شوه  اوبیایي  په خبرو پیل وکړ او ویي ویل :
کمال الدینه !  زه پوهیږم  چې ستا په  وجود کې زما له پاره  د نفرت اوکرکې  پرته نور څه نشته .ستا فکر ماته دداسې نفرت  څخه ډک  دې لکه په طغیان کې  راغلې  سیلاب .  خو یاد ساته  چې دکیتهل  په زړه کې، دکیتهل په هیلو کې  تاته  د محبت ، میني  او ستا دخواخوږۍ د تر لاسه کولو پرته نور څه نه شته. ته که ما هر څومره  پورې وهی  او ومې  شړې ، خو ددې ټولو سره سره  بیا هم ما  هوډ کړې دې  چې یا به  ځان وژنم اویا به ستا مینه او محبت  تر لاسه کوم .  تر څنګ  به یي  زه تاته یوه  بله  خبره  هم ډاګیزه کړم  چې ستا په  نشتوالي کې  شاهین په کریم الدین باندي برید کړې و، دکیتهل په دې خبره باندې کمال الدین د کیتهل په لور وکتل  او غوښتل یي  چې څه ترې وپوښتي  چې کیتهل په خپله په خبرو پیل وکړ .
شاهین ته  له تا او کریم الدین څخه دا ګواښ  تر مخه و چې هسې نه چې تاسې دواړه  ما ددې  راز  څخه خبره  کړئ،او په دې ترتیب  هغه زما د وصال  څخه  بې برخې  شي . دهمدې اندیښنو  د له منځه وړلو له پاره هغه خپل څو کسه  لوله پوکو ته  دنده  ورکړې وه  تر څو دشپې  له اړخه  په کریم الدین باندي  حمله وکړی . خو کریم الدین دخپل ځان  په خوندي ساتلو کې بریالې شو، لږ څه معمولې زخمي شوې و . او  زما ورور راجکنور  هغه له ځانه سره خپلې حویلۍ ته راوست. دهغه خدمت  یي وکړ .  اوس  هغه روغ دې ، خو بیا هم دشاهین ارادې  ماته  ښه نه ښکاري ، ځکه هغه غواړی تا او کریم الدین دواړه د خپلې مخې   لرې کړي . هغه زما تر لاسه کول خپل  منزل ګڼي ، خو کمال الدینه !  زه دهغې منزل نه یم . بلکه زما منزل  همدا ته  یي .
کمال الدین ددې ټولو خبرو په  جریان کې  چپه خوله ناست و . د لږ څه وخت  له پاره کیتهل هم خپل سر ټیټ کړې و او چپه خوله ناسته وه . اوبیا یي په همغه  ټیټ  سر   یو ځل  بیا  په خبرو پیل وکړ.
درونده کمال الدینه ! په دې کې  هیڅ  شک نه  شته  چې  زما څخه  خطا شوې ده ، زما څخه  تیرې  شوې دې  نو که  چیرې  ته له ماڅخه همداسې  ناراضه او خفه  و اوسې  نو زه به داسې و ګڼم  چې زما  وجود  کوم  پړکیدونکې محبت  نه لري ، زما دښکلیتوب  په  پورته  اوښکته   کې د ستورو د ژیړو وړانګو  پرته  نور  څه نه شته . که چیرې تا زه و نه بښلم نو زه  به پوه  شم  چې کیداې شې د امبر په  څوکه  زما د ژوند په  اړه  کومه پریکړه  شوي  وي . که چیرې ته له ما څخه خوا بدې اوسې  نو یاد ساته  چې د کیتهل د خوبونو غنچې  به په ټول  ژوند کې و نه سپړل شي او دهغې د ژوند هر  موړ  به تل د ستونزو اوکړاونو ډک  وي  ، که ته ماته  د محبت غیږه  پرانزې او که نه ، خو زه به  ستا د درګاه  خدمتدګاره  و اوسم  اوټول  عمر به  ستا د خوشحالۍ په خاطر   خندانه  اوسم .
شهزادګۍ تر دې ځایه د خبرو وروسته  چپ  شوه ، ددې خبرو  وروسته هغه بې چاره   د خړو  ستورو او دخپرو شوو ملغلرو  په څیر  خفه او غمژنه وه . لږه  شیبه  مخته  چې دهغې په  څیرې باندې د  تازه  روڼو څړیکو ، په سترګو کې د کوچنیو کوچنیو  ستور شکله  قندیلونو  نڅا کوله  اوس  هلته د  ماسپښین  دژیړیدونکې  لمر  په څیر غمژنتیا وه . هغه لکه د شپو په  خړو تیارو کې دماښام ډوبیدونکې  رڼا ،  او د پاټکي پاټکي په څیر  دکیوتونکې  تیارو په څیر  ورانه  ویجاړه  وه . تر لږه  ساعته  هغه همداسې  بې حسه  وه . خو کله چې یې د کمال الدین له اړخه کوم  ځواب  و نه موندنو دکمال الدین په لور    په کتلو سره  حیرانه  پاته شوه   ځکه دهغه په مخ او څیره باندې  دمیاشتې او کال  دزنځیرونو د  ماتیدلو په واسطه د هغه  څیره د وینو څخه  ډکه را مخته کیده . تر یوه وخته  پورې همدا  شان حال و خوبیا  شهزاداګۍ کیتهل هغه وخت  ډیره  حیرانه  شوه چې کمال الدین  ورته مخ کړ او ورته یي وویلې  :
شهزادګۍ کیتهل : زما تر را تلو پورې به له دې  ځایه  نه خوزیږې ، همدلته اوسه ، چې زه راشم بیا تا ته وایم  چې زما د ګران ورور  کریم الدین پر خلاف د شاهین د کړنې  پایلې  څه ډول دی . په ځواب کې کیتهل  غوښتل څه ووایي  چې کمال الدین یو نا ځاپه د اخور په لور  منډه کړه او آس ته یي  قیضه  ور وا چوله او بیا په لوڅ آس کیناست او د حویلۍ  څخه بیرونه  ووت .
څرنګه  چې کمال الدین کیتهل ته ویلې و  چې دهغه د راتګه پورې به همدلته  پاته کیږي  نو هغه  هم دیوه فرمانبرداره  کوچني په څیر هملته   په  سالون  کیناسته ، د لږ ځنډ وروسته  ګورې  چې کنپل دیوي په یوه منډه حویلۍ ته را ننوتله خوهغه وخت ډیه حیران  شوه  چې  کیتهل یي  هلته   ځانته  ناسته  ولیده .
کیتهل خورې !  څه شوي دي ته خو دلته ځانته ناسته یي . ایاکمال الدین  له  تا څخه ناخوالې  شوې او بیرون  وتلې دې . هغه چیرې  ولاړ ؟ په  ځواب کې کیتهل  ورته  ټوله  قصه  واوروله ، دکیتهل  په دې  څرګندونو سره  کنپل بیا منډه  کړه  اودحویلۍ څخه ووتله ، اولږ  ساعت وروسته بیرته را ستنه شوه  خو داځل  دهغه سره کریم الدین ، راجکنور  او کولاب دیوي  هم ملګری و . کله  چې هغوې ټول  سالون  ته  را ننوتل نو هغوې  غوښتل  کیتهل ته  څه ووایی  چې بیرون   ټک ټک  تر  غوږو  شو . کله  چې  هغوې ټول د سالون څخه  بیرون  را ووتل  نو ویي کتل  چې  کمال الدین د خپل آس  واګې په لاسو کې نیولې  اوحویلۍ ته را ننوت ، او تر شایي  د  اس  په  لوڅه  شا  باندې ګل بهشت  او شاهین دواړه  را اچولی  . 
ددې ټولو په کتلو  سره  شاهین خپل  آس  اخور ته یوړ او هلته یي و تاړه . دهغه قیضه یي  ترې لرې کړه  اوبیا یي په یوه لاس شاهین  او په بل لاس  ګل بهشت  د آسه  را ښکته کړل . او بیا یي دواړه  په بغل کې  و نیول او سالون ته یی  راوړل . اوپه ځانته ځانته ځایو کې یي واچول . ددوې دواړو لاسونه یی د شا څخه تړلي و. په ځایو کې د اچولو وروسته  هغوې خپل  ځانونه  سنبال کړل  ، کله چې په دې وخت کې د شاهین سترګې په  شهزادګۍ کیتهل ونښتې  نو هغې ته یی   په  زهر جنو سترګو  وکتل  او ورته یي وویل :
شهزادګۍ کیتهل :  داسې مه انګیره  چې مونږ په دې  حالت  د ککړولو  وروسته  به ته ژوندۍ پاته شې  ، ته ډیره  کمظرفه  او ذلیله   و ختلې ، ته د زهرو  ډک  یو جام یی ، خو یاد ساته  چې  ستا دغه طلسمي  رنګ   اوستا د جسم د غه ګلابي  تازه والې  به  زه تباه او برباد  کړم . ددهلي په ښار کې  به زه ستا حال د یاده ویستل شوو نغمو او د هوا په څپو کې  د نامیمونه   موسمونو په څیر  و ګرځوم .  یاد ساته  ، چې  زمونږ  سره    د دښمنۍ د کولو  نه وروسته  به ته هم د دهلي په ښار کې ژوندۍ و نه ګرځې .
کله  چې شاهین  چپ  شو نو دهغې په  خواخوږۍ باندې دهغې مور  ګل بهشت هم خبرې پیل کړی  او ویی ویل :  ګوره  شهزادګۍ  کیتهل  ! ته  ډیره زیاته  پسته ، او ذلیله  ثابته  شوې . تا زما د زوې محبت او مینه   هغه ته د جرم احساس   ګرځولې  دې . ته  مونږ دواړو مور او  زوې ته  ناولې  سهار،  غمژنه غرمه ، داغ کړل شوې لارې ، او دژوند  د تیارو ستړتیا  ګرځیدلې یي . خو اوس  به ته ددهلي په ښار کې ژوندۍ  و نه  شې ګرزیداې ، ستا دژوند پایله به د دهلي د ښار  شمشان   وي ، اودا  به ډیر ژر  په سترګو  وویني .
ددې مور اوزوې  دواړو  دا خبرې  کریم الدین ، ،کنپل دیوي  ، راجکنور  او کولاب دیوي  ټولو اوریدې  او دټولو په څیرو کې د قهر او غضب  نښې د ورایه  ځلیدې ، خو هلته کیتهل  بې  چاره  ځانته او غمژنه ناسته وه ، معلومه  نه ده  چې  په دې وخت کې  کمال الدین  باندې  څه وشول  چې  یو نا څاپه را پورته شو  او د توپان په څیر مخته  راغې  او  ګل بهشت او شاهین  یی په مخ  مخ  باندي  په څپیړو  و تړکول . دکمال  الدین په دې څپیړو  باندې  مور اوزوې  دواړه  دخپلو ځایو څخه  لاندې  را پریوتل  ، بیا   کمال الدین  په سالون کې  لکه  د زمري په څیړ  و غړمبید اوشاهین او دهغه  مور  ګل  بهشت ته یی په ګواښنه توګه وویل :
 تاسې دواړه  مور اوزوې  زما په کور کې اوزما په مخکې  بدمعاشې او اوباشي کوئ ، تاسې د شهزادګۍ  کیتهل سره په دې خاطر  دښمني کوئ  چې  هغه ستاسې د فریب اودوکې  څخه  راوتلې او حقیقت  ته تسلیم  شوې ده ، ګوره  شاهینه  ْ! په  هغې کې  چې  څومره ستا  غلطی ده  هماغومره  قصور وار   زه هم یم. ما ته هلته د جمنا ددریاب په  غاړه  د  شهزادګۍ  کیتهل او کنپل دیوي  په اړه پر تا  باندې باور او اعتماد کول  نه و په  کار . دواړه مور اوزوې  زما  خبرې په غور  سره واورئ ، او په پرانستو غوږونو  یی واورئ ، که  چیرې په  راتلونکو ورځو کې تاسو دواړو  زما او د کریم الدین نه  علاوه  شهزادګۍ کیتهل ، کنپل دیوي ، راجکنور اوکولاب دیوي ته  او یا ددوې دوستانو ته  کوم زیان د  ور سولو  هڅه کړې وه  نو بیا دواړه مور او زوې پخپل  زړه باندې و لیکئ  چې دا کمال الدین به ستاسو د دواړو  څټونه ووهی.
دکمال الدین  ددې خبرو  په واسطه  ښایسته اوښکلې  شهزادګۍ کیتهل   په حال کې  ډیر  بدلون راغې  ، لږ ساعت تر مخه  چې هغه د غمونو او ناخوالیو تر بار  لاندې  ویلې کیده  خواوس هغه  د ښایسته  رنګونو د باران په څیر را و ځلیده .د هغې په سترګو کې خندا  او خوشحالې نڅا کوله ، اودهغې پر مخ   نڅا کونکي خوشحالیواو رقص کونکو ډاډمنو  لمحو یو هجوم  را وستې و .
تر ډیره وخته پورې  هلته  چپه چپتیا وه ، بیا کمال الدین د ډیرې بې وسۍ په حال کې  پرتو شاهین او ګل بهشت ته وکتل   او  ورته یی  وویل :
تاسې دواړه مور او زوې  دهغو خلکو څخه یاست  چې په سرونو باندې د مقدسې  عمامې ،او په  تن  دمحبت  چپنې ،او دشر افت  لباس  لرئ  خو په زړونو کې یی د زرو  دراټولولو غوښتنه ، دهغوې په رګ  رګ کې د رقابتونو  د اورلمبې ، دهغوې  په فکرونو کې  د  ظلمتونو امواج ،  په سترګو کې یې د هوس  اور ، په ذهنو کې یې  دصلیبیانو  وینه  ….وجود لري ، ما تر اوسه پورې  تاسو دواړو ته  نه  کومه سزا  درکړې او نه  مې  ستا سو دګناهونو سزا   ټاکلې ده . خو تر ټولو لمړۍ  پوښتنه  چې زه له تاسې څخه  کوم  هغه  دا چې د ګل بهشت  زوې  شاهینه  ! تا ولې د خپلو کسانوپه لاسو  زما  ورور کریم الدین  زخمې کړې دې؟ ګوره  !  که  چیرې  ستا له اړخه ماته کوم مناسب ځواب  په لاس  را نغې نو بیا یاد ساته  چې زما توره  به ستا  په څټ  سپره وي ، او تا    به بیا بیا همغسې  زخمي  کړم  لکه  څنګه  چې دې زما ورور  کریم الدین زخمي کړې دې .
دکمال الدین په دې خبره باندې  شاهین  تر ډیره وخته  پورې  چپ چاپ و، نو دکمال الدین په مخ باندې د غصې او قهر  لړۍ  را تاویدې  بیا یي په یوه  تړک  سره خپله توره  را وویستله ،او د شاهین په لور ور  نیژدې کیده  چې کریم الدین  یي سمدلاسه   مخته شو  او دهغه یي تم کړ او  ورته  یي وویل :
زما کمال الدینه  وروره ! غصه دې  ایسته  لرې کړه . داسې و ګڼه  چې ماشاهین  و باښه ، که چیرې د  انسان زوې وي  نو   دا به  په راتلونکې  کې  نه زما او نه ستا پر خلاف  باندې  کوم  حرکت  وکړي . زما وروره  !  اوس ته هغه  دلته زما  په  شتون کې وبښه ، خو که په  راتلونکې  کې یې کوم  تیرې وکړ  اوبیا ته دهغې  څټ  پرې کړل غواړې  نو بیا  به  زما وروره !  ستا  مخکې خنډ نه شم . خو اوس هغه  زما په خاطر  و بښه.
دکریم الدین په دې خبرو باندې د کمال الدین په مخ کې خوښې  را پیدا شوه . او په ډیر  غور سره یي د کریم الدین په  لور  و کتل  ، خپله  توره یی  په  غلاف کې ور ننویسته ،او کریم الدین ته یي  غاړه  ورکړه  او ورته یي وویل :
کریم الدینه  وروره !  زه  دا دواړه مور او زوې  ستا په خاطر  بښم ، اوس دوې دواړو ته ووایه  چې  له دې ځآیه  ورک  شي. خو که  چیرې دوې دلته  تر ډیره  پورې د تم کیدو  هڅه وکړه  نو بیا به دوې زما په لاسو  ووژل شي . بیا کریم الدین سمدستې ور مخته شو ، خپل خنجر یی را وویست  او دهغې مور  اوزوې  چې لا تر اوسه یی لاسونه د شا   څخه تړلې  و  ، پرانستل . د لاسونو  د پرانستلو سره سم  دواړه  مور او زوې د څه ویلو پرته  د حویلۍ  څخه په تیښته ووتل . کله  چې هغوې د حویلۍ د  دروازې  څخه بهر شول   نو ویی  کتل  چې ددروازې سره  نژدې  د دهلي کوټوال  علاء الملک  ولاړ دې  ، د شپې  په تیاره کې  دهغوې په کتلو سره علاء الملک  هغوې  دواړو مور اوزوې  ته  په خندا سره  وویل :
ما تاسې  دواړو مور اوزوې ته  لا د پخوا څخه  خبر درکړې و چې د کمال الدین   سره  ټکر  مه کوئ  خو داسې معلومیږي  چې زما  خبر داري  په تاسو کوم  اغیز  نه  دې کړې . دشاهین مورې  ګل بهشت  ! که  ته دا فکر کوې  چې ته د سلطان  علاؤالدین  ډیره محبوبه  وینځه یی  نو د نن  څخه په خپل زړه دا خبره و لیکه  چې  هغه کړچار  چې ستا زوې  شاهین د کمال الدین د ملګري کریم الدین  سره د خپلو  عمالو په  واسطه تر سره کړې دې ، نو که  چیرې  په  راتلونکې کې هم  هغه همداسې کوم کار وکړي  نو بیا  یاد ساتئ  چې  په راتلونکې کې به  زه  ستا اوستا  د زوې شاهین  د څټ  د وهلو  له پاره   په خپله سلطان ته  سپارښتنه کوم . او دا هم یاد  ساتئ  چې که چیرې  داسې وکړم  نو د خداې نه پرته  به  ددنیا  هیڅ  ځواک تاسې دواړو ته د مرګ د پنجې  څخه خلاصون  درنه کړاې  شي . نن  چې  څه شوي دي  نو دا  اخري و ګڼئ ،او په  راتلونکې کې داسې کوم  حرکت  تر سره نه کړئ .
د علاء الملک په خبرو باندې دواړه مور  اوزوې  هلته  تم  شول . علاءالملک ورته  وروسته  د لږ څه تم کیدو  څخه یو ځل  بیا وویل :
شاهینه ! ته  زما  خبره  درنه  واوره  . ما ته   راجکنور  ټول  حالات  په  پوره تفصیل  سره بیان کړی دي ، تا د جمنا ددریاب  په غاړه  دواړو  شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوي  ته  دوکه  او فریب  ورکړې دې . ته ډیر  دوکه کونکې  انسان  یی . او  واوره  او  په ځانګړې توګه دا  خبره په خپل  زړه و لیکه ، چې په راتلونکې کې به یواځې کریم الدین اوکمال الدین  نه وی  خو  بیا هم  که ماته خبر  را غې  چې تا  د شهزادګۍ  کیتهل او کنپل دیوي سره  دکوم تیرې کولو  په  اړه  فکر هم کړې و، نوبیا  شاهینه  دا یاد ساته  چې ته به دخپلې مور ګل بهشت  سره یو ځاې د جهنم په لور ولیږل شې .  اوس  تاسو دواړه  تللاې شئ .
په دې وخت کې معلومه نه ده  چې ګل بهشت  باندې  څه راغلل چې  په ناڅاپه توګه   د علاء الملک په پښو کې  ور وغورزیده او په پښو کې یې د رغړیدو په وخت کې ورته وویل :
علاءالملکه  ! مونږ  و بښه ،  ته په خپل زړه کې زمونږ  په اړه کوم  خیرې  مه  ستاته ، په راتلونکې  کې به زه او زما  زوې  شاهین د  کمال الدین ، کریم الدین ، شهزادګۍ کیتهل ،  کنپل  دیوي  او نورو پر خلاف   هیڅ ډول  ناوړه  حرکت  نه کوو . ته ډاډمن اوسه ،  زه به شاهین  هم  په  کلکه و پوهوم .
علاءالملک  په دې خبره باندې و خندل ، اوبیا  یی دوې دواړو ته وویل  چې  اوس تاسې دواړه  تللې شئ . ما ته خبر  راغلې و  چې کمال الدین تاسې دواړه مور اوزوې د قصر څخه دلته راوړی یاست . زه په دې  ډاډمن وم  چې  کمال الدین به تاسې دواړه هیڅکله هم و نه وژني . یواځې  تنبیه   به موکړي . په همدې خاطر  دې لورې ته راغلې و م . ددې خبرې وروسته  شاهین او ګل بهشت  دواړه زوې او مور  له  دې ځایه ولاړل او علاءالملک د کمال الدین حویلۍ ته  ور ننوت.
د علاءالملک  په کتلو سره  کمال الدین دهغه  مخې ته راغې، دهغه سره یي  روغبړ وکړ  ، د روغبړ په وخت کې  علاءالملک  هغه ته  غاړه ورکړه ، اوپه تندي  یي  ښکل  کړ . بیا هغه  غوښتل  څه ووایي  چې  کریم الدین او راجکنور  هم مخته  راغلل او علاء الملک  ته یی  ښه راغلاست ووایه  ، بیا کمال الدین  علاء الملک ته  وویل چې :  تشریف  راوړئ  تر څو  هلته په سالون کې  کینو  ، علاءالملک هم  چپ چاپ  د کمال الدین ،کریم الدین او راجکنور سره یو ځاې د سالون په لور ولاړ . هلته په سالون کې د کیناستو وروسته  علاءالملک  په لوړ اواز کمال الدین ته  وویل :
راجکنوره !  زما  لوڼي ، کیتهل ، کنپل دیوی او کولاب   ولې  بیرون ولاړې دې ؟ هغوې  دلته دننه  راوړئ  چې  له مونږه  سره یو ځاې کیني ، هغوې  خو پردۍ نه دی ، راجکنوره  ! ته خو زما د زوې په څیر یي ، او هغوې زما د لوڼو په  څیر ، هلته بیرون  ولاړو  کیتهل ، کنپل دیوي او کولاب  دیوي  هم د علاءالملک دا خبرې واوریدې  نو هغوې درې واړه هم خندانې  سالون  ته  را ننوتې . درې  واړو  علاءالملک  ته  ښه راغلاست ووایه او بیا د راجکنور  تر څنګ  کیناستې . ددې وروسته  علاءالملک  یوه کڅوړه  را وویسته او هغه يی د کمال الدین په لاسو کې ورکړه  او ورته یي وویل  چې کمال الدینه ! دا د سلطان   له اړخه تاته  انعام دې . تا  د منګولیانو سالار  ژوندې  نیولې  او دلته دې  راووړ. علاؤالدین د ترغې خان  څټ ور پرې کړ . او ستا ددې  میړانې او ددې  بهادرۍ او ستونزمنې دندې د تر سره کولو له پاره یي دغه انعام تاته  را لیږلې دې  . په دې کڅوړه کې کمال الدینه !  څه نقدي او څو  طلایي  تنګې  دي . او دا د یو چا  له پاره د سلطان  له اړخه  ډیر  ستر انعام ګڼل کیږي  او زه  دهمدې  انعام د   درکولو  له پاره تاته  راغلې وم. ددې  خبرې وروسته  علاءالملک  پورته  شو  او ویي ویل  چې  زه نور ځم . زه سلطان  د خپله اړخه تاسې ته را استولې وم . کمال الدین هغه کڅوړه  کریم الدین ته ورکړه او پخپله یي علاء الملک ته  وویل :
زما درونده  علاءالملکه ! ایا دا  شونې نه ده  چې   ته نن  مړۍ  زمونږ سره  وخورې اوبیا ولاړ شې . علاء الملک د کمال الدین  شا  و ټپوله  او ورته یی وویل :  کمال الدینه  زویه ! ما خو ډوډۍ  خوړلې اورا غلې یم ،  تاسې ته په دې  اړه  د زحمت  درکول  مې نه غوښتل . کله چې  علاء الملک  د سالون  څخه ووت نو ټول  ورسره  یو ځاې  د حویلۍ تر دروازې  ولاړل  او  هلته یی هغه  ته  مخه ښه   وویل ، علاءالملک په خپل  آس سپور شو او ټولو ته یي د خداې پامانۍ لاس و خوزاوه  او ولاړ .
دوې ټول  یو ځل بیا  سالون  ته  راغلل . بیا کنپل دیوي  کمال الدین ته مخ کړ   او ورته یي وویل : کمال الدینه  وروره  زه تا ته ډوډۍ  همدلته راوړم . مونږ  ټولو ډوډۍ خوړلې  یواځې ته او شهزادګۍکیتهل پاته یاست . که  چیرې  ته حکم کوې نوزه  به د خپلې خور کیتهل  برخه ډوډې هم  همدلته راوړم . دهغې په دې خبره  کمال الدین لږ خوابدې شانته شو  او ویي ویل :
کنپل :  ته خو  زما د خور په ځاې  یې ، ته زما په زړه کې دډیر  عزت او وقار  خاونده یي . خو دې  هغه مقام او ځاې  نه دې  تر لاسه کړې  کوم  کې  چې ته یي . داسې و ګڼه  چې ددې په څیر  د نجونو څخه زه کرکه کوم . دې ته زما له اړخه  هم دا ډاګیزه کړه  چې ما شاهین او دهغې مور  چې  دلته   را وستل، هغه هیڅکله هم د کیتهل په خاطر نه و . بلکه ما دا کار  د راجکنور  په خاطر و کړ  ځکه چې  کیتهل د راجکنور خور ده . او که  نه  زه دداسې  نجونو څخه نفرت او کرکه کوم . څوک چې  انسان  انسان  نه  ګڼي ،  خورې  که تاته  زحمت  نه وي  نو بیا خو به  ډوډۍ  ضرور  خورم ، او هغه هم په یوه  شرط. دهغې په دې خبره باندې کنپل ټکان وخوړ او  ورڅخه یي وپوښتل  چې څنګه شرط؟  کمال الدین په خندا د راجکنور  ښځې  کولاب  دیوی ته وکتل او ویی  ویل :
شرط  دادې  چې ډوډۍ  زما ورندار  کولاب  دیوي  پخه کړي وې ، ځکه د کولاب  د لاس  پخلې ډیر خونده ور  وي  دهغه  په دې خبره  کولاب  دیوي د خپله ځایه  را پورته  شوه  او ویی ویل  چې زه  به پخپله  د خپل ورور کمال الدین له پاره  ډوډۍ تیاره کړم . بیا یي د کنپل او کیتهل  دواړو  په لور وکتل او ورته یي وویل : تاسې دواړه هم له ماسره  یو ځاې  راشئ . کنپل په خوشحالۍ سره  او کیتهل  چپه خوله د هغې سره یو ځاې شوې ، په لاره کې په تلو تلو سره کولاب  بیرته را  ستنه  شوه او کمال الدین ته  راغله اوپه ډیره خوشحالۍ یی ورته وویل :
کمال الدینه وروره  ! مونږ ستا  په نشتوالې کې یو کار کړې   ، چې دهغې  له پاره مونږ  له تا څخه  بښنه غواړو. اوهغه کار دادې  چې  مونږه  کنپل د کریم الدین  سره  منسوب کړې ده . اوس کنپل  زمونږ سره دکریم الدین  امانت دې  او تا ته باید دا  هم ډاګیزه کړم  چې دوې دواړه یو بل سره  خوښوي هم . ددې خبرې  سره سم کولاب  بیرته ستنه شوه . دهغې په دې څرګندونو باندې کمال الدین نور هم خوښ شواوبیا یي د کریم الدین په لور  په کتلوسره وویل .
کریم الدینه ! زه تاته مبارکې وایم . سوګند په خداې  چې  ته ډیره  نیک مرغه یې   چې د کنپل په څیر نجلۍ ستا ملګرتیا ته  درغله ، په ځواب کې  کریم الدین هم په خندا کې  پاته شو . ددې خبرې  وروسته  کریم الدین او راجکنور  دواړو  په ډیر ه مینه  د  کمال الدین  څخه د منګولیانو  سره دجنګ او دهغوې دماتې قصې  اوریدې.
پرلپسې لري……