کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۳۰مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۳۰مه )

مکمل  غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې   ناول .
زمونږ د هیواد  ګوډ تیمور څوک  دې ؟
اوس  تاسې ددې تاریخې ناول   دیرشتمه برخه  لولئ :
پرلپسې  *****  ۵۴


د ماسپښین  لمر  هره  ګړۍ   سیورې  غوځاوه ، په  خپل  ګرموښه کې  یې  کمښت  راوست ،د تورې بحیرې  له اړخه  راتلونکې  تیزه   هوا  دکوچنیو  اوغټو غونډکیو  په   لویولو او کوچنیکولو کې   مصروف  وه  ، په همدې وخت کې د روسانو او اروپایانو  ګډ  لښکر  د تورې بحیرې په څنډو څنډو کې  سفر کاوه ، هغوې  خوشحاله و ، د خوشحالۍ  سندري یې ویلې  ، ځکه دهغوې په آند  هغوې په خپلو مقاصدو کې بریالي شوي و.  دهغوې  تر مخه د اروپا شهزاده  ایکسلا  او د روسي لښکر  جرنیل  روان  وو  او وروسته ورپسې   لښکریانو  په خپلو منځو کې ټوقي  مذاقي کولې  ،او په  پوره مستۍ  سره  مخته  تلل .
دهغوې  خوشالۍ په  خپل  ځاې  سهي  وي ، ځکه  چې دکوم  مقصد له پاره  چې هغوې  د تیمور لنګ  د عسکرو په لیکو  کې   شامل شوی و  هغه  مقصد یې  تر لاسه  کړې و ، څرنګه چې سلطان بایزید  یلدرم  د اروپا  د سوبي  له پاره  یو ستر خوزښت  پیل کړي و  نو دهغې مقصد  د شنډولو  له پاره هغوې د تیمورلنګ په څیر  یو غیرمسؤل  وګړې  خدمات  تر لاسه کړل . نو هغه کار  چې دوې  د تیمورلنګ  څخه غوښتل واخلی  په هغې  کې  بریالي شوي و ، نو په  دې اساس  خوشحاله او  خندانه  و  ، ډاډه  او مطمئن  و ، بریالي  او بریمند و و ، اوبیا په همدې  خوشحالیو کې دتورې بحیرې   په  غاړه  غاړه  باندې  د ډینس  د بیړۍ  پورې  ور رسیدل ددوې  خپل حق و .
د روسانو او اروپایانو  دغه لښکر  به د  وینس د  بحري بیړۍ  څخه  نژدې  لس  میله واټن کې و  چې  یو نا څاپه د سلطان محمد  لښکر  د تورې بحیرې په   غاړه دغرنیو سیمو  څخه  راووت او ددوې مخه یې  ونیوله ،
روسانو اواروپایانو  متحده  لښکر ته  تر اوسه  دا  تمه  وه   چې  هغوې د عثماني ترکانو  فوځ   او ځواک په مکمله توګه  له منځه وړی دې ، نو اوس  په هغوې کې دومره ځواک  نه شته  چې هغوې دې د کوم ځواک  سره زمونږ  مخې ته را ودانګي ، خوکله  چې سلطان محمد  دخپل  فوځ  سره یوځاې دهغوې لاره و نیوله  نو هغوې  ډیر حیران  شول ، ځکه  هغوې ته تر اوسه دا  ډاډ   نه و چې د ترکانو داسې یو ځواک  دې  تر اوسه پورې  لاس  خوړلې  نه وي  او دوې ته دې د جنګ  بلنه ورکړي ، په  دې  خبره د پوهیدو  له پاره  چې  لار ه نیونکي څوک دي اوڅه  غواړی  ایکسلا اوروسي  جرنیل  دواړو  د بحیري  په غاړه  دخپلو فوځونو د تم کیدو  حکم وکړ . بیا ایکسلا  خپل  دوه سالاران مخته  ور  واستول  تر څو معلومه کړي  چې  لاره  چا  بنده کړې ده ، او څه غواړي .  دغه  دوه سالاران  چې هلته مخته  ورغلي و  یو یې اروپایي او بل یې  روسي و .  دواړو  خپل  اسونه  وځغلول اوکله  چې د سلطان محمد  لښکر ته  ور نژدې  شول  نو ویي کتل  چې سلطان محمد دخپل لښکر  څخه  مخته دی او وروسته ورپسې  فوځ  په ډیره منظمه توګه  صفونه  جوړ کړی  او د جنګ  له پاره تیار ولاړ دي .
کله  چې هغوې دواړو  خپل  اسونه  ځغلول او دسلطان  لورې ته نژدې  ور  ورسیدل  نو هملته په خپلو اسونو ناست  یی  یو بل ته وکتل او بیا یي  سلطان   په لورې وکتل او  ورته یې  وویل :
 مونږ نه پوهیږو  چې تاسې څوک  یاست ؟ او دا لښکر  چې ستاسې تر شا ولاړ  دې  د کومو  سیمو پورې  اړونده دي ؟ اودا  چې  تاسې  څه غواړئ ؟ دغه  ستاسې  تر مخ   لښکر  د روسانواو اروپایانو متحده لښکر دې  ، په دې کې  یو روسی  جرنیل  دې او تر څنګ  یې د اروپا شهزاده  ایکسلا دې ،مونږ د تیمورلنګ په لښکر کې  شامل و اومونږ د بایزید  لښکر ته د ماتې ورکولو  وروسته ،د تورې بحیرې  په  غاړه  غاړه  تر دې  ځایه راغلي یو.هلته په لږ واټن کې  زمونږ  بحری  بیړه   د دینس  په  نامه ولاړه ده  چې  دډینیوب  دریاب دډیلټا  په  لور  ځي .
د دې سالارانو په خبرو  سلطان  مسکې شو اوبیا یې  دې  سالارانو ته وویل:
د ډینیوب  ددریاب  ډیلټا ته  به  تاسې هغه وخت  ورسیږی  چې  ستاسې څخه کوم  یو زمونږ  نه  په څنګ  شی . خو زه به تاسې یوه ته هم  ددې ځایه د ژوندي وتلو  فرصت   درنه کړم . زه هیله  لرم  چې د دینس  هغه  بحري بیړه  چې   د تورې  بحیرې  په  غاړه ولاړه ده  هغه به هم   ډیره  ژر  زمونږ په  ولکه کې راشي ، ورځئ ، بیرته وګرځئ  ،او د اروپا شهزاده  ایکسلا او روسي  جنرال  ته ووایاست  چې د  سلطان بایزیدیلدرم  زوې  سلطان محمد هلته ولاړ دې  ، زه د بایزید  زوي  یم . دغه  لښکر دترکي مجاهدینو دې  ، بیا هم  واورئ ، مونږ  ددې د مخه د تیمور لنګ سره جنګ  کړې دې  خو دا  زمونږ بدقسمتي  وه  چې مونږ دهغې په  مقابل کې  په  شا تګ ته مجبور  شو.  دهغه سره اته لکه  فوځ  و او زمونږ سره  یولک  اوشل زره.  تاسې د اروپا  څخه په دې خاطر  را وتلي واست  چې دتیمورلنګ  سره یو ځاې  شئ  او سلطان بایزید  یلدرم ته زیان  ور  ورسوئ ، تر څو  ستاسې هغه سیمي  چې ترکانو ولکه کړي دي  بیرته  تر  لاسه کړئ .
واورئ  راغلیو سالارانو !   زه  پخوا تر دې  د سلطان بایزید یلدرم  زوې اودهغه ولیعهد محمد وم او اوس  د ترکانو دعثماني سلطنت   سلطان محمد یم ،ما خپل  ځان  په خپله  نه دې ټاکلې بلکه د ا په  بروصه کې د سلطنت د اراکینو او دسلطنت  د شورې  پریکړه ده . بیرته ولاړ شئ  او روسی  جنرال  او  اروپايي  شهزاده  ایکسلا ته ووایاست  چې  ستاسې په لار کې ولاړ د سلطان بایزید یلدرم  زوې   سلطان محمد دې . او تاسې ته دجنګ  بلنه درکوي ، او تاسې ته دا هم ډاډ درکوی چې  تاسې ته  به د  تورې  بحیرې په غاړه  د تیښتې  هیڅ  فرصت  در نه کړل شی .
دسلطان دخبرو دختمیدو سره سم د هغو  سالارانو څخه  یې  یوه وویل:
 دمسلمانانو  سلطانه!  شاید تا  د اروپا اوروسانو دمتحده  لښکر  په اړه  غلطه  انګیرنه کړي وي  ، زمونږ لښکر ستا دلښکر  څخه  څلور  پنځه وارې  زیات  دې ، اوکله  چې مونږ تاسې ته  پخوا هم ماتې درکړې  نو اوس  به دلته د تورې بحیرې  به غاړه  هم  تاسې  له ډیرې  بدې ماتې سره مخ  شئ ، هیڅکله  هم نه ، مونږ ددې څخه زیات  له تاسره   خبرې نه کوو .  بیرته  ځو او خپلو سالارانو ته وایو  چې  لاره  نیونکي  څوک دي . ددې خبرې  سره  سم هغوې دخپلو اسونو واګې  راکش کړې  او  د خپلو جنرالانو په  لور  روان شول.
خپل  لښکر  ته درسیدو سره  سم دهغوې څخه یوه یې  ایکسلا او روسي  جنرال  ته وویل :
د لاره  نیونکي  د مسلمانانو  سلطان دې ، دا  پخوا ولیعهد و ،خو اوس مسلمانانو  د خپلو ځانو  له پاره سلطان ټاکلي دې ،، خلک ورته سلطان محمد وایی ، دهغه د لښکرو  شمیره  زمونږ د لښکر  یو په څلورمه  برخه  ده . مونږ هیله لرو  چې د همدې  بحیرې په غاړه  به هغوې ته ماتې ورکړو او له  منځه به یي  یوسو.
د ایکسلا په اشارې  سره دواړه  سالاران  بیرته خپل لښکر ته ورغلل ،  بیا ایکسلا  روسی  جرنیل ته وویل :
دوسته !  داسې  بریښې چې د مسلمانانو   سلطان مونږ ارام  ته نه   پریږدي ، باید سمدستي پر هغوې  یرغل وروستل شی  او دخپل لښکر سره   یو ځاې د تباهۍ کندي ته ور خطا کړل شي . هسې نه چې د تورې بحیرې  په غاړه دا شخص  زمونږ  له پاره د مصیبتونو او ستونزو  سبب  وګرځي.
روسي جرنیل  د ایکسلا ددې وړاندیز  سره اتقاق  وکړ  او بیا دواړو په پټه د جنګ  یو پلان  جوړ کړ او بیا یې خپل لښکر نور  هم ورمخته کړ  اوبیا  د  سلطان  محمد په فوځ  باندې  لکه  تورې  سیلې  او توپان  په څیر  ورغلل.:
سلطان محمد  هم  په حملی کې ځنډ و نه کړ  . لمړۍ  یې  ددښمن حمله   تم کړه ، او بیا يي دخپلې  لورې  سخته  حمله  پیل  کړه . او د تورې  بحیری  د ساحل  په غاړه  ددواړو  لښکر و  د تورو  بریښنا توره  شپه  سبا کوله ،کله  چې جنګ  په پوره  عروج کې و  یو  بل  انقلاب  منځته راغې  اودغرونو دمنځه    علي پاشا دخپل لښکر سره  راووت  اوپه اروپایانو اوروسانو یې  د  شا  له  اړخه  داسې  بریښانې  اوبرقي  یرغل وکړ چې دهغوې د فوځي  لیکو  تر منځه  یوه تباهی  را منځنته کړه.
د تورې بحیرې په  غاړه  ددواړو  خواو تر منځ   سخت  خونړې جنګ روان و ، هغه وخت چې علی پاشا د شا  له اړخه په  روسي او اروپایي  ځواکونو باندې یرغل نه وکړې  نو روسانو او  اروپایانو ته  دخپلې  سوبي  په  اړه  پوره  ډاد  موجود و  او  فکر یې  کاوه چې سلطان محمد به د خپلو  ډیرو  لږو  عسکرو  سره ډیر ژر  تر پښو لاندي کړي .
خو دغرنیو  لړیو  څخه  دشا  له   لورې   کله  چې  علي پاشا  د خپل  لښکر  سره یو ځاې  د روسانو او اروپایانو پرخلاف  توپاني  حمله وکړه  نو  په  متحده لښکر  کې  غوغا   جوړه شوه ، روسي  جنرال او  اروپایي  شهزاده  ایکسلا  چې کله  دا حال  وکوت  چې  په  مخکې ورته سلطان  محمد  ولاړ دې او  ددینس د بحري بیړۍ  پورې یې رسیدل  شونې   نه دې  او د شا  له لورې پرې   علي پاشا  یر غل کړي  او د شا  لورې ته هم د وتلو  شان  نه شته  نو ډیر  زیات  وارخطا  شول ، او بیا کله  چې هغوې دعلي پاشا  څخه خبر شول  چې  هغه   پخپله ددې  حملي  قومانده    په   غاړه  لري  نو  دهغوې  دا حال  اوس  درحم وړ وګرزید،  ځکه چې   دعلي پاشا نوم هغوې ته  په  خپله  دهیبت او  ویرې   سببب ګرځیده .
په  اروپایي  صلیبي  جنګونو کې علي پاشا  په ټوله  اروپا کې یو نوم  درلود،او دنوم  څخه به یې صلیبیان  لړزیدل. خو کله  چې  علي پاشا  د تیمورلنګ  لمسي  هلته  په انقره  کې وواژه  نو دهغه په هیبت کې نور  هم ډیرښت راغې ، په دې  اساس  روسي  جنرال او اروپایي  شهزاده  فکر  وکړ  چې که  چیرې  جنګ اوږود  شي نو  دوې  به دعلي پاشا  په لاسو  د فنا سره مخ  شی ، دواړو په  خپلو منځو کې  سلا  و  مشوره وکړه  او بیا یي  خپل  عسکر  په  دوو  برخو وویشل  چې  یوه برخه یې   دسلطان  محمد او بله به یې  د علي  پاشا  په مقابل کې  جنګ کوي ،تر څو  په یوه ډول  نه یوه ډول  یو  لورې ته  لاره  پرانستل  شی .او دوې  د بحري  بیړۍ  پورې  ور سیږي .
ددې پریکړې وروسته ایکسلا د خپلو  فوځونو سره یو ځاې د سلطان محمد پر خلاف   جنګ پیل کړ .او روسي  جنرال  دعلي پاشا په لور  مخ کړ . اروپایانو اوروسانو یوځل بیا د خپل  پوره ځواک   څرګندونه وکړه   خو دا  دهغوې  بدقسمتي وه  چې د خپل  ټول  ځواک  په جنګولو  سره یې بیا هم  نه  خو سلطان محمد او نه علي پاشا دخپله ځایه  و خوځول ،هغوې  فکر کاوه  چې د یوه په  ځغلولو او په شاتللو  به دوې ته د بحري  بیړۍ په لور  دتیښتې  لاره پرانستل شي  خوداسې و نه  شول . اوس  نو سلطان محمد اوعلي پاشا دتکبیر  ږغ   پورته کړ اوځوابي  حمله یي  پیل کړه ،
د تورې بحیري  په ساحل  د سرو  وینو  لښتي بیدل ،  روسانو اواروپایانو  د  سلطان او علي پاشا  تر مخه خپل ځانونه  بې وسې  وګڼل ځکه دهغوې  دلښکرو مخکنی  صفونه یو په بل پسې  له منځه ولاړ ل . او هر یو د مرګ د تورې  تیارې نه د ژوند د رڼا  په لور د تیښتې  لاره   لټوله، علي پاشا او سلطان محمد  دواړو  ددواړو  اړخونو  څخه دهغوې  صفونه   یو په بل پسې  څیرې کول او ان تر  منځنۍ  برخې  پورې  را ورسیدل . ان تر دې  چې د تورې بحیرې  په غاړه  چې   د روسانو او اروپایانو  څومره لښکر و  هغه  نژدې  ټول  دوې  له تیغه  تیر کړ . په دې جنګ  نه یوازې  روسي  سالار  بلکه  داروپا  شهزاده هم  ووژل  شول.
کله  چې  دښمن په  مکمله توګه  له منځه ولاړ  نو سلطان محمد  د اس  په ځغاسته  تر علي پاشا  پورې  ځان  را ورساوه ، دعلي پاشا مخته را ورسید ، دخپله آسه  ښکته شو ، سلطان دې حالت کتلو سره  علي پاشا هم دخپله اسه  راښکته شو  ،بیا سلطان محمد  ورمنډه کړه اوعلي پاشا یې په  خپله غیږ  کې و نیو .دهغه  تندي  یې   ښکل کړاو بیا  یې په ډیره  مینه  ورته وویل:
علي پاشا وروره ! د تورې  بحیرې  په   غاړه  تا ددښمن  متحده لښکر ، دهغوې  بغاوت او  سرکشی ، دهغوې تمرد اوسازش  ،  په څومره ښه توګه  له منځه  یوړ .  زما وروره !  په  واقعي توګه  دښمن دهمداسې  سزا وړ و . تا چې   د تورې بحیرې  تر څنګ  د غرنیو لمنو څخه  د را وتلو په وخت کې به  دښمن  باندې کوم ناتار  ګډ کړ نو زه ستا  هغه جرأت  ، بهادرۍ او میړانې ته  دسلام کولو پرته نه شم  پاته کیداې .
دسلطان  دچپتیا وروسته علي پاشا په ډیر درنښت  سره سلطان ته مخ کړ او ورته یي  وویلې .
درونده سلطانه !  ته خو زما  داسې صفت کوې  لکه  دغه  ټول   جنګ  چې ما په  ځانته ځان  تر سره کړې وي . کوم  ډول  کار  چې ما کړې  تا دهغه  څخه زیات  په  میړانې  سره  هغه  کار تر سره کړې دې ،نو درونده سلطانه !  که  ته زما  د میړانې  له پاره  سلام کوې  نو  زه  به هم ستا دمیړاي او جرأت  له پاره  سلام وکړم. که  چیرې دواړو  یو ځاې په دښمن  باندې همداسې وار نه وې  کړې نو داسې ستر کامیابي مو نه په برخه کیده .
علي پاشا !  دا یو حقیقت دې   چې هغه  څه  چې  همدا اوس مونږ تر لاسه کړي  دا زما د جرأت د کمښت  او  ستا د زیاتي  زړه ورتیا ، ستا د میړانې ،  ستا د ځان ځارني   او ستا  د شجاعت  پایله  ده . زما درونده وروره !  هغه  ماتې  چې  مونږ د تیمورلنګ   څخه وخوړه  ،په هغې کې زما پلار و نیول  شو ،  او مونږ دواړه د هیلس  ددریاب  څخه دیخوا  را پورې  وتلو ، او په  دې  غرنیو سیمو کې  ور ننوتو . نو زه خو رښتیا وایم وروره ، زه  د خپل  راتلونکې  څخه  نا هیلې  شوې  وم . په دې  غرنیو لمنو کې دمحصور کېدو په وخت   کې  به  مي تل دا  فکر کاوه  چې هغه شان  و شوکت  او دبدبه  چې  مونږ  ته په  تیرو  وختو  کې  را په  برخه  شوې وه  هغه به  بیا هیڅکله هم مونږ ته بیرته را ونه ګرځي ،او  عثماني  سلطنت   به  ټوټه  ټوټه  او له منځه ولاړ شي .
خو وروره !  هغه  بریالیتوبونه  چې   مونږ ته  تر لاسه شول ، دا ټول  ستا د اخلاص  په پایلو کې  و .  د لمړۍ کامیابیو  پیل  د انقرې  د  دشاوخوا څخه هغه وخت  وشو  چې  تا  ددښمن  دوه  لکه  فوځونه د تیغه تیر کړل او د تیمور لنګ  د لمسي سر  دې  پرې کړ  او بیا دې دهغې په وینه  باندې    د هغه  دادا   تیمورلنګ   ته لیک و  لیکه  او  روته   دې  ور  واستاوه ، او هغه ته دې  دوه  ډوله  مصیبتونه  ور سول ، لمړۍ د خپل  لمسي د مرګ اووژل کیدو  او دویم  ستا له  اړخه  د خبر او چلنج ورکول،  په دې  اساس  تیمورلنګ  خپل بار   او بستر ه و تړله او ستا  د چلنج د منلو په ځاې  یې  د سمرقند په لور  مخه کړه . دتیمورلنګ دلمسي په وژلو  او دهغه  لښکر ته دماتې ورکولو  سره  تا دخپلو بریاو  دروازه  پرانستله ، هغه وخت  چې  ، زما وروره!  تا  هغه جنګ   و ګاټه ، نو زما  ناهیليتوب  ،   په  هیلو ،  زماویره او ترهه ،  په  هیلو او امیدونو  باندې  بدله شوه . اوپه دې  فکر کولو باندې مجبور  شوم چې مونږ  به دخپل  تیر وخت  عظمت  بیرته  تر لاسه  کولو کې بریالي  شو.
د تورې  بحیرې په غاړه   روسي او اروپایي  متحده لښکر ته په ماتې ورکولو ، او دهغوې په له منځه وړلو سره د ترکانو بله ستره  بریا ترلاسه  شوه ،او دا  د بریاو د تر لاسه کولو  له پاره ددویمي  دروازې دپرانستلو په  څیر و. زما وروره ! زه  په دې  خاطر  ستا نوم اخلم  چې ما دا ټول کارونه  په ځانته ځان  نه شو  تر سره کولې ، په دې خاطر  چې د هیلس  ددریاب  په  شاوخوا   غرنیو سیمو کې  زه دخپل  راتلونکې  او مستقبل  څخه   بلکل  نا هیلې  شوې  وم.  په  قدوس  خداې  سوګند  چې   هغه وخت ما دا  فکر هم کاوه  چې  په  کوم  ځاې کې  پټ  د کونج ناستې   ژوند  تر سره کړم . علي پاشا ! دا ته  وې  چې  ستا په  واسطه  دا  عظمت  مونږ  ته بیرته تر لاسه کیږي . د تورې بحیرې په   غاړه د روسانو او اروپایانو  د متحده  قوت  د له منځه وړلو وروسته  اوس  ما  ته د ا ډاډ   تر لاسه شوې دې  چې  زه  او ته  به یوه  ورځ  بیا ددښمن  دسترو  سترو  فوځونو او ځواکونو مقابله کولو وړ  اوسو. او لکه  څنګه  چې تا  زما دپلار  بایزیدیلدرم سره د اروپایی  هیوادونو  به  پراخه میدانونو کې  د صلیبیانو متحده  ځواکونه  مات کړل  او هلته دې هم دخپل  حرب او ضرب د فن  څرګندونه  وکړه .
تر دې  ځایه  سلطان محمد  ودرید  او څه  فکر یې  وکړ  او بیا یې  علي پاشا  ته وویل :
 علي پاشا!  زما وروره  !  ما هلته دهیلس  ددریاب په  غاړه په  غرنیو سیمو کې  دا فکر هم کاوه  چې زه  به  څه ډول د ولیعهد په څیر د بروصې  ښار ته ور  ننوځم ،خو د انقرې  دښار  نه  بیرون  دتیمور  لنګ  لښکر ته  ماتې  او بیا  د تورې  بحیرې  په ساحلونو کې د روسانو  او  اروپایانو    متحده  لښکر ته ماته ورکولو نه وروسته   اوس  زه  دا  محسوسوم   چې  زه د و لیعهد په څیر  نه بلکه دیوه سلطان په څیر  د بروصې  ښار ته د  ورننوتلو  وړګرځیدلې یم. زما وروره ! ددې  لښکر  د  له منځه  تللو وروسته ، اوس  ته   را ته ووایه  چې  مونږ  دواړه ورونه   به په راتلونکې  په  کوم  عملي  پلان  باندې کار کوو .
دسلطان محمد  ددې  پوښتنو په ځواب کې علي پاشا  تر لږه وخته  پورې  خپل  سر ټیټ  کړ  ، څه فکر  یې وکړ  او بیا یي  وویل:  درونده سلطانه !  اوس   به زه دخپلو  انګیرونو  په هکله  څه ووایم. به دې کې ته  ترمیم کولې شې . په دې خاطر  چې  دا  زما فرض دي  چې  ستا د  غوښتنو  درنښت وکړم . اوس  چې  څه   زما په فکر کې را ګرځي  ، هغه دادي  چې  تر هر  څه دمخه  زمونږ په لاسو  داروپایي  او  روسي  لښکرود ماتې  وروسته  دهغوې د پړاو   په هر څه   باید ولکه  وشي . ددوې سره  زمونږ د خزانې یوه برخه  هم  شته ، هغه په  خپله ولکه  کې  واخلئ ،ددې نه وروسته همدلته انتظار وکړو ، دماښام د مخه  یو  مخبر  چې په  یوناني ژبه  باندې ښه  پوهیږې ، مخته  ولیږئ ، چې  د تورې بحیرې په  غاړه ولاړې  دینس  بیړۍ   چلونوکو ته دا  زیرې ورکړي  چې  د اروپایانو  لښکر  دهغوې  د بیړۍ  سره  په لږ واټن کې  را روان دې او ډیر به  په دغه بیړۍ  کې  سپاره  او داروپا  ساحل ته به  له تاسې  سره ولاړ شي  ، نو په دې خاطر تاسې دهغوې    د ښه  راغلاست   له پاره   لاندې  و دریږئ .
زما په فکر  د دینس  خلک  به  دې ته تیار شی ، اوکله  چې هغوې  ساحل ته راښکته شي  نو مونږ به پرې  حمله کوو او ټول  به له  یوې خوا له منځه وړو .د دینس  په بحري  بیړۍ  باندې  به ولکه کوو . بیا به دغه بیړۍ د څو دلګیو سره یو ځاې  د اسود  په  بحیره کې  ولاړې خپلې  بحری  بیړیو  سره  یو ځاې کړو ، دهغه  نه وروسته  بیا زمونږ تر مخه  دوه لارې دې ، دهغوې څخه  به د یوه  انتخاب کوو .او په  دې هکله  به تاسې په   خپله  پریکړه کوئ. زه  دواړه  لار ې درته ښایم . لمړۍ دا چې مونږ د بروصې په لور  ولاړ شو  او د  بروصې  خلک  دخپلو دغو دواړو  بریاو  څخه  خبر کړو . دویم دا چې   مونږ د بروصې په  لور  څه  مخبران ولیږو اوهغوې  دخپلو  بریاو څخه  خبر کړو خو دهغوې دخبرولو تر څنګ  مونږ باید د کرمیان په لور  حرکت  وکړو  ، ځکه دکرمیان حکمران د تیمورلنګ  په  ملاتړ  چې کوم لښکر  تیار کړې  دې  اودهمغې  لښکر  په واسطه  زمونږ په سیمو  باندې یلغار کوي   نو هغه  ته  د سبق  ورکولو  وروسته  به مونږ د فاتحینو په څیر  د بروصې  ښار ته ور ننوځو.د بروصې په ښار کې د څو ورځو  تم کیدو   او په خپل لښکري ځواک  کې د  ډیرښت   او ځواکمن  کیدو  وروسته   به   مونږ د فاسفور س  د  بحیرې څخه تیریږو او د نایکوپولس  په لور  به  کوچ کوو . او د اروپا هغه صلیبي ځواکونه  چې   هلته را ټولیږی  دهغوې  ملا  به داسې   ورماته کړو  چې په راتلونکې وختو کې هغوې  بیا زمونږ پر خلاف  د  راپورته کیدو  جرأ ت و نه کړي .
کله  چې علي پاشا چپ  شو  نو سلطان  تر ډیره  پورې هغه  ته  په حیرانونکي توګه   کتل  او دهغې په  دې  وړاندیزونو  باندې  مسکی  اوخوشاله و . بیا یي  علي پاشا ته وکتل  او ورته یې وویل :
زما وروره  !  هغه  وړاندیز  چې تا کړې  هغه  زما له پاره  اخری دي ، اوس  به مونږ دواړه  ورونه  د خپلو لښکرو سره یو ځاې د دینس د بحري  بیړۍ په لور ولاړ  شو ،خو  د تګ  نه مخته  به خپل دوه کسه مخبران هلته ور  ولیږو  چې په یوناني ژبه  باندې پوهه ولری  ، اوهغوې ته د روسي او اروپایی  لښکرو  د راتګ  خبرو رکړي .د دینس  په بحري بیړۍ باندی د ولکي کولو وروسته  هغه بیړۍ  به  دخپلې  بحری  بیړۍ  سره د یو ځاې کیدو په خاطر  هغه لورې  ته ولیږو . بیا به زه او ته دواړه دکرمیان په لور ولاړ شو . خواوس   زما وروره  !  را ځه  ، چې ددښمن  په  هر څه  باندې  ولکه  وکړو  اودهغې وروسته  بیا دخپلو بریالیتوبو نو په لور  قدم واخلو .
علي پاشا د سلطان محمد د وړاندیز سره اتفاق  وکړ  ، لمړۍ  یې  خپل دوه   مخبران  چې په یوناني ژبه  یې  خبرې کولې شوې  هلته  بیړۍ ته ور واستول ،تر څنګ  یې ددښمن  د لښکر و  په هر څه  باندې  ولکه وکړه،او بیا دواړو  د خپلو  لښکرو  سره یو ځاې  یو ځل  بیا د تورې  بحیرې  په  غاړه  غاړه   ساحلونو کې  خپل  پرمختګ  ته دوام ورکړ.
*****  ۵۵
قیرات  ، ریونااو سریان درې  واړه  دکور  په کارونو کې   بوختې وې . په دې وخت کې  برهان الدین  په   خندانه  خوله  حویلۍ ته  راننوت . د هغه په کتلو سره  سم  قیرات ، ریونا او سریان  دخپلو ځایو  څخه  را منډی کړي تر څو دهغه   ښه راغلاست وکړي . د حویلۍ  انګړ  ته د  رارسیدو  سره  سم  برهان الدین  و درید او درې  واړو ته یې  مخ کړ  او ورته  یي  وویل :
قیرات  خورې !  او  ریونا او سریان  لوڼو ! هغه څه  چې  زه یې  درته وایم په  غور  سره واورئ ، نن  زه ډیر ډاډمن یم ،خوشحاله یم ، د جبرد تورې شپې  تور ظلم  نور  پاې ته رسیدلې دې  او دزندان  د تورو  سیخانو تر شا د ژوند دتیرولو  په څیر  حالت  اوس  په  پوره  توګه  تبدیل  شوې دې . زما خورې !  زما  لوڼو!  د ځانونو هوډمن  آند او د قوم   او ولس  قوي   لاس  او مټ   خپل  رنګ  را څرګند کړې دې .د سهار د شارګ  غوڅونکي  زمونږ  سالار  ، زمونږ میړنی  او  زمونږ  شجاع  خپل  قوم او ولس د بي  یقیني  د فضا څخه راوویست ، نو خورې او  لوڼو  ، داسې یي و ګڼئ  چې  دشپې په زړه کې د بې وسۍ  لمر  را وخوت .
برهان الدین تر دې   ځایه  خبرې وکړی او بیا تم شو  اویو ځل بیا یې د  ډیرې زیاتې خوشحالۍ په حال کې وویل  چې :
خورې  او  لوڼو ! ما تا سې  درې واړو  ته زیرې  او ښه خبر  راوړې ، زه غواړم  تاسې درې واړو ته دعلې  پاشا او سلطان محمد   په اړه  څه ووایم . اول  تاسې درې واړه  راځئ  له ماسره هملته په  میلمستون کې  کینئ .تر څو  په  ارام  زړه سره  درته  دهغوې  په اړه خبرې وکړم.
په دې وخت کې قیرات او ریونا د واړه د برهان الدین څخه  د څه اوریدو  له پاره نا قرارې  وې ، خو څرنګه  چې برهان الدین  د میلمستون  په  لور  روان شو نو  هغوې درې واړه  هم چپ  چاپ  دهغې تر شا  ورسره ولاړې . څلور واړه هملته په  میلمستون کې کیناستل ، تر لږه وخته پورې  چپه  چپتیا وه ، خو دا چوپتیا  ریونا  په  خپلو خبرو  باندې ماته کړه  او ویی ویل:
زما  محترمه ! زما  مشر ه ! تا مونږ درې  واړه  په  یوه  تجسس ، یوه فکر او یوه معما  کې ککړ  کړي یو. ته مونږ  ته اوس  ووایه  چې ته مونږ ته څه ډول  زیرې ،څه ډول  ښه خبر ،  څه ډول دخوشحالۍ  خبر   راکوي ، ته دکومو  ځوانانو په اړه خبرې  کوې ، چې  د هغوې  هوډمن  تیور   یو انقلاب  راوړې دې . او د چا جرأتمندۍ     د زړه په دښته کې  د بې  وسۍ  لمر را خیژولې دې . درونده  برهان الدینه  !  ایا  مونږ ته په دې اړه څه تفصیل  ویلي شې.
 ریونا  لورې !  زه پوهیدم  چې ته  یا زما خور  قیرات  به  خامخا همدا ډول  پوښتنه کوي . دا خبره  خو ما تاسو دواړو  ته  پخوا هم کړی وه  چې  د تیمورلنګ  سره د  جنګ  په دوران کې  سلطان  بایزید یلدرم  دهغه په  لاسو کې بندي  کړل شو . او علي پاشا او ولیعهد محمد  دواړه  د خپلو  فوځونو سره یو ځاې  دهیلس ددریاب  څخه راتیر او په  غرنیو  سیمو کې  یي  پناه واخسته .
اوس  چې کومې نوې خبرې ما تاسو ته راوړي دي  هغه  دا چې  علي پاشا او ولیعهد محمد..(تردې  ځایه  د خبرو په منځ کې  برهان الدین  تم شو اوبیا یی  وویل )  زه  غلط  شوم  ولیعهد نه بلکه سلطان محمد  ورته ویل  په کار دي . ځکه  چې د بروصې دسلطنت  ټولو  اراکینو  هغه د رایو په  اتفاق  سره  د ولیعهدۍ  څخه  سلطان  محمد  ټاکلي دي) . ما ویل  چې  علي پاشا او سلطان محمد هملته دغرونو په لمنو کې و چې تیمورلنګ د انقرې د نیولو  له پاره  دخپل لمسي ولیعهد محمد  په قومندې باندې  نژدې  دوه  لکه فوځونه  و استول .
هغه مخبر  چې  دا خبرونه یې  را وړی وایی  چې علي پاشا او سلطان  محمد پر هغوې باندې  یرغل وروړ  او علي پاشا  د جنګ په جریان  کې  د لښکرو  منځته ورغي او د تیمورلنګ  لمسی  يي هملته وواژه  او بیا یې د همغه  په  وینه  باندی  یو لیک  تیمورلنګ  ته ولیکه او  ور  ویی   استاوه ، په دې لیک کې يي تیمور لنګ ته بلنه  ورکړې وه  چې دهیلس ددریاب  په غاړه په غرنیو سیمو کې دمقابلې  له پاره  راشی . خو تیمورلنګ  ته دخپل  لمسی د مړیني په  اړه  دومره  غم  ورسید  چې دجشن  لمانځل  یي  هم پر ځاې پریښول  او د سمرقند په لور وخوځید.
دتیمور لنګ په لښکر  کې  شامل د روس  او اروپا  فوځونه ،  چې دتیمورلنګ  څخه د تلو په وخت کې را جدا شول  د تورې بحیرې  د ساحل په غاړه  غاړه  باندې  د تګ  په حال کی و  .  هغوې  غوښتل  چې  هلته ولاړې  بحري بیړۍ  دینس کې  سپاره شي او  د اروپا په ساحل  باندې ښکته  شی  او هلته  په نایکوپولس کې د اروپایي صلیبیانو دلښکرو سره یو ځاې شی  او د مسلمانانو پر خلاف  ستر یلغار  پیل کړي.
مسلمانو  مخبرانو دا خبر  علي پاشا او سلطان محمد ته ورساوه ، دهغوې دواړو  حوصلې  د تیمورلنګ ددولکو  فوځونو د تباهۍ  او هلته د تیمورلنګ د لمسي د وژلو  وروسته ډیرې  قوي  وي  نو په دې خاطر  هغوې د غرنیو سیمو  څخه  راووتل  اوپه ډیره  چټکتیا سره یې د تورې  بحیرې  په لور  مخه کړه .
روسی اواروپایی  لښکر د سمندر  په  غاړه د سلطان محمد لخوا و درول  شو اوبیا یې ددښمن سره  ټکر  وکړ . دجنګ  په  عروج  کې علي پاشا  د شاله اړخه   پر دښمن باندی  یرغل  راوست ، دښمن  یې  له منځه یوړ ، دهغوی  یو یو عسکر او یو یو سپه سالار یی  ورختم کړ  ، بیا یې  دخپلو لښکرو سره  یو ځاې د دینس د بحري بیړۍ په لور مخه کړه  تر څو پر هغه  بیړۍ د ولکي کولو وروسته  هغه دخپلې  شاهي بیړۍ  سره  یو ځاې کړي .
قیرات خورې  !  ریونا اوسریان لوڼو! دا  دې  زیرې  ،  دادې  ښه  خبر او  داده خوشحالي ، چې ما غوښتل تاسې درې  واړو ته یې واوروم . زما خورې  ، زما لوڼو! هغه  ماتې  چې مونږ ته د تیمورلنګ په لاسو  را په غاړه  شوه اوپه هغه کې  زمونږ سلطان بایزید و نیول شو  نو په هغه وخت کې  چې  زمونږ د قوم د تذبذب  کوم حال و هغه اوس د سلطان محمد او علي پاشا  په  بریاو   له منځه ولاړ او زمونږ د ولس او قوم  سر  یو ځل بیا  راپورته شو . زمونږ  کږه  ملا  بیرته  سمه شوه . او اوس  مونږ  ددې  جوګه  شو  چې په اروپا کې  د صلیبیانو د راپورته کیدونکي  لښکر  سره خپلې  سترګي  سمي کړو.
برهان الدین چپ  شو او په کمره کې  یو ډول  چپتیا  را پیدا شوه ، بیا وروسته قیرات وویل:
زما وروره ! هغه څه  چې  تا وویل  دهغې  د ویلو  تر مخه  ما  شپه  اور ورځ دخپلې  لور  ریونا   څارنه کوله ،دا بې چاره  دعلي پاشا  په  خاطر  یوه   یوه  لمحه ،  یوه یوه ساه   شماري  ، زما او دسریان حالت  هم همداسې  در واخله ، برهان الدینه  وروره !   ستا ددې  زیرې  په واسطه   مونږ  درې واړه     د ځانته والي د عذاب  او تعذیب اوتکلیف  څخه نجات و موند . اومونږ  ته دې  په  خپلو  دغو  خبرو باندې دنوي  ژوند  زیرې  را کړ .
برهان الدین  دخپله ځایه پورته شو او ویي ویل  چې  :  قیرا ت خوری او لوڼو ! ما  چې تاسې ته څه ویل  هغه مي درته  وویل  اوس  نو زه  بیرته  ستنیږم .
 برهان الدین صیب !  ته خو زما دمور قیرات  له پاره ورور او زما او دسریان  له پاره د پلار  په څیر  یي . ته  چې کله هم  دلته را غلي یی مونږ ته د ې د سکون او ډاډ  خبر  راوړې دې ، زه به تا  پرینږدم  چې ولاړ شې. ته دلته کینه ، مونږ به ډوډۍ  تیاره کړو ، نن  ماښام به ډوډۍ   دخپلې خور او دوو  لوڼو سره یو ځاې  خورې . دهغې وروسته  بیا ولاړ شه . د ریونا  دا خبره  برهان الدین  و منله ، اوبیا  بیرته  هملته  په میلمستون کې پر خپل ځاې کیناست .
پرلپسې لري ……..