کور / شعر / غزل

غزل

هم تنهايې ده او هم يم په اضطراب کې راګير
وخته ! زۀ کړمه دې لا دا په کوم عذاب کې راګير

څو به مړ کېږم ژوندى کيږم د وفا په لارو
څو به د ژوند دشته کې يمه په سراب کې راګير

نه څوک ازغي ويني . او نه څوک د خزان فکر کړي
بس هر سړى دى دلته   ِسحر د ګلاب کې راګير

ستا د ښائست په ورشوګانو کې مې خيال داسې دى
لکه چې ساز وي په تارونو درباب کې راګير

خلق شمکوره شو چې نه ويني حالت زمونږه ؟
که نه . زخمونه د وجود مو دي حجاب کې راګير

څو ورځې بند به کړو طايره  دا کتاب د الفت
شو د حالاتو د ګردش نوي ګرداب کې راګير