کور / تازه خبرونه / اسلامي حزب د هالنډي سرتيرو د وتلو هرکلى وکړ

اسلامي حزب د هالنډي سرتيرو د وتلو هرکلى وکړ

د انجنېر ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندي د اسلامي حزب ګوند د هالنډي سرتيرو د وتلو هرکلى وکړ . او د نورو هيوادونو څخه يې هم وغوښته چي خپل سرتيري د افغانستان څخه وباسي . هالنډ چي په افغانستان کي ١٩٥٥ سرتيري لرل او د ناټو په چوکاټ کي يې فعاليت کاوه تېره يکشنبه يې خپل سرتيري د افغانستان څخه وېستل . د اسلامي ګوند يو تن وياند انجنېر هارون زرغون له لوري رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي امريکا د خپلي ګټي دپاره په افغانستان کي د ترهګرۍ په نامه جګړه پيل کړېده .
د اسلامي حزب په خبرپاڼه کي همدا ډول د اروپايي او نورو هيوادونو څخه چي په افغانستان د امريکا تر فشار لاندي په جګړه کي شکېل دي غوښته کړې چي خپل سرتيري د افغانستان څخه وباسي .
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي وسلوالو طالبانو هم د هالنډي سرتيرو د وتلو هرکلى کړى وو