د روزګان ولايت پخوانى والي او په قومي چارو کي د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير جان محمد خان د يوې چاودني څخه روغ ووت . د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت ياده پېښه تائيدوي او وايي چي ياده چاودنه تېره ورځ پر يوه بجه په دهراود ولسوالۍ کي رامنځ سوې . هغه وويل چي پخوانى والي او په قومي چارو کي د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير جان محمد خان محمدي د يادي ولسوالۍ څخه د ولايت د مرکز پر لور روان ؤ چي په يوه موټر سايکل کي ځاى پر ځاى سوو چاودېدونکو توکو ته چي د ليري ځايه څخه د ريموټ کنټرول په وسيله سمباليدل چاودنه ورکړل سوه . د همت په وينا چي نوموړى د چاودني څخه روغ رمټ وتلى خو پر لار روان يو ماشوم پکښي وژل سوى او يو تن پوليس پکښي ژوبل سوى .
د پيښي سره د تړاو په تور د نيولو په اړه امنيه قوماندان وايي چي پلټني يې پيل کړي خو تر اوسه يې څوک نه دي نيولي .