کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه طالب د وژل کېدو او يوه بل د ژوبل کېدو خبر ورکړل سو

کندهار : د يوه طالب د وژل کېدو او يوه بل د ژوبل کېدو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي يې يو تن طالب وژلى او يو بل يې ژوبل کړى . نوموړې خبر پاڼه وايي چي ياد کسان يې تېره ورځ مازديګر شاوخوا پنځه بجې د بهرنيو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي وژلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانوڅه نه دي ويلي .