په نيمروز ولايت کي امنيتي چاروکو د يوه طالب و ژل کېدو او څلورو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړ . نوموړي چارواکي وايي چي يادو کسانو ته يې د دې ولايت د خاشرود ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کي هغه مهال ياده مرګ ژوبله اړوله چي کله د وسلوالو طالبانو يوې درې کسيزه ګروپ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دياد ولايت د امنيې قوماندان د امنيت آمر جاجي موسى رسولي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي يادي نښتي درې ساعته دوام درلودئ چي په پايله کي يې طالبانو ته ياده مرګ ژوبله واوښته خو خپل لور ته يې د هيڅ ډول زيان د اوښتلو خبر ور نه کړ .