کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ترهګري په ایران او پاکستان کې او جګړه په افغانستان کې

ترهګري په ایران او پاکستان کې او جګړه په افغانستان کې

 

  دافغانستان دجګړې په اړوند دامریکا دپوځ له نوي زره زیاتو اسنادو له رسواکیدو وروسته څرګنده شوه چې دافغانستان او نړۍ خلک څومره په تیارو کې ساتل شوي وو، له ترهګرۍ سره دمبارزې مدعیانو هم زموږ او هم خپلو خلکو دغولولو هڅه کړې ده. په دغو پټو اسنادو کې څرګنده شوه چې زموږ دوه غرضي ګاونډي دافغانستان په چارو کې تر کومه حده لاس وهنه کوي او نړیواله ټولنه او په افغانستان کې دمیشتو سوله ساتو ځواکونو چارواکي له دې څخه خبر وو، خو نه یې غوښتل چې خلک هم ترې خبر کړي او په وړاندې یې پریکنده ګامونه واخلي.
په دغو پټو اسنادو کې له ترهګرو څخه دایران او پاکستان ملاتړ په ښه توګه په ډاګه شوی دی او یوځل بیا دهغو کسانو څیره هم رسوا شوې چې زموږ په ګران هیواد کې داسلام تر سپیڅلي نامه لاندې دطالب په نوم خلک ځوروي، ښوونځي سوځوي، زده کوونکي او ښوونکي شهیدانوي او زموږ عامه شتمني له منځه وړي.
اوس باید هغه کسان هم پوه شوي وي چې دطالبانو ترڅنګ ولاړ دي او دبهرنیو هیوادونو دجاسوسي سازمانونو په لارښوونه خپل وطن ورانوي.
په دغو پټو سندونو کې له طالبانو سره دپاکستان د جهنمي جاسوسي سازمان (آی، ایس،اي) پټې مرستې یوځل بیا په ډاګه شوې دي ، سره له دې چې په دې تیرو نهو کلونو کې افغانانو او آن افغان دولت تل دا چیغې وهلې چې دترهګرۍ اصلي ځالې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان او ایران کې دي او له تروریزم سره دمبارزې مدعیان چې دیوه تروریست دوژلو لپاره په لسګونو بیګناه ملکي کسان شهیدان کوي باید زموږ له خاورې دباندې په پاکستان او ایران کې پخپل مقصد پسې وګرځي خو امریکا او ملګرو یې دافغانانو په دغو فریادونو غوږونه کاڼه اچولي وو.
دوی یوازې دپاکستان په سرحدي سیمو او پښتونخواکې دبې پیلوټه الوتکو په بریدونو بسنه کوله له تروریزم سره مبارزې ته دبیلې شوې بودجې زیاته برخه یې دپاکستان حکومت په واک کې ورکوله او پاکستان هم دهغو پیسو زیاته برخه دترهګرو په روزلو او افغانستان ته په رااستولو لګوله دپاکستان دغه دوه مخی سیاست له هیچا څخه پټ نه و، آن یو عادي افغان هم په دې پوهیده او پوهیږي چې ټولې ستونزې له ایرانه او پاکستانه را ولاړیږي. خو دحیراني ځای دادی چې څنګه له تروریزم سره دمبارزې دمدعي هیوادونو استخباراتي ادارې پر دې نه پوهیدې دا هغه سوال و، چې تل ورسره مخامخ و، خو د (ویکی لیکس) دغیر دولتي سازمان له خوا ددغو پټو اسنادو له رسوا کیدو وروسته دغې پوښتنې ځواب پیدا کړ خو اوس دهر افغان او هر سوله دوست انسان په ذهن کې نورې پوښتنې راولاړیږي سره له دې چې نړیوال دایران او پاکستان په دغو دوه مخي سیاستونو پوهیدل ولې یې خلکو ته نه رسوا کول ؟ ولې یې دهغوی پر ضد غوڅ اقدام نه کاوو؟ آیا دوی په دې کې کوم مقصدونه لرل؟ اودې ته ورته په سلګونو ولې.
ددغو سندونو له رسواکیدو وروسته دایراني شوونیزم څیره هم ټولو ته بربنډه شوه د ایران په اړه آن په ۲۰۰۵ کال کې له تروریستانو سره دمرستې سندونه ترلاسه شوي دي په همدغه کال ایراني مقاماتو افغاني جګړه مارو ته لس میلیونه افغانۍ په ۱۹۹۱ نمبر ټیوټا کې ولیږدولې او دغې چارې دوام درلود دغه راز دایران او افغانستان په پوله کې دافغان جګړه مارو مرکزونه جوړ شوي چې ایراني مقامات ورته پوځي روزنه ورکوي . ایران په افغانستان کې دهر سرتیري او هر افسر دوژلو پر سر تروریستانو ته پیسې ورکوي او دغه اندازه په اسنادو کې ښودل شوې ده . دایران لاس وهنه هغه څه ده چې تل دهیواد په جنوب لویدیځ کې افغان سیمه ایزو چارواکو ورته اشاره کړې خو دافغان دولت مسولینو غوږونه پرې کاڼه اچولې او کله یې هم رد کړې ده دسوله ساتو ځواکونو ځینو قوماندانانو هم کله ناکله افغانستان ته دایراني وسلو دلیږد خبره کړې خو چا ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.
 ویل کیږي په دغو پټو اسنادو کې له دې هم پرده پورته شوې چې په ۲۰۰۷ کال کې دافغانستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر افغانستان ته دایراني وسلو او ماینونو دلیږد خبره پټه کړه ځکه هغه وخت دایران جمهور ریس احمدي نژاد افغانستان ته په یوه سفر راروان و.
له دې څرګندیږي چې افغان چارواکو هم په لوی لاس دایران دمداخلو خبره له خلکو پټوله.
په هرصورت اوس چې په دغو پټو اسنادو کې دنورو پټو موضوعګانو درسواکیدو تر څنګ دافغانستان دګاونډیو مداخلې او له تروریزم سره دمرستو خبره څرګنده شوه نړیواله ټولنه باید له تروریزم سره دمبارزې په تګلاره نوې کتنه وکړي او په دې پوه شي چې دترهګرۍ اصلي سرچینې چیرې دي تر څو چې سرچینې وچې نه شي ، ویالې نه وچیږي او تروریزم له منځه نه ځي البته دغه غوښتنه هغه وخت منل کیدای شي چې رښتیا هم له تروریزم سره مبارزه مقصد وي او که نور مقصدونه وي هغه بیا بیله خبره ده اوس افغانان او ټول سوله دوست جهانیان له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په ایران او پاکستان کې دتروریزم اصلې ریښې له منځه یوسي ځکه له همدغو ځایونو څخه دترهګرۍ نیالګیو ته اوبه ورکول کیږي.