کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دنظام څخه مرورتیا د پښتنو په زیان ده

دنظام څخه مرورتیا د پښتنو په زیان ده

دنظام څخه مرورتیا د پښتنو په زیان ده
په وړو کې يوعادت وي چې کله مرور شي نو بيا ډوډۍ نه خوري خو کله چې د کورکوم غړۍ ورته ست وکړي چې راځه خيردی مرور کيږه مه ډوډۍ وخوره نو دغه ماشوم په ځواب کې نه وایي خو په زړه کې وايي ،چې که يو ځل بل څوک ورته ست وکړي نو وبه يې خورم ، خو بیا ورته څوک ست نکوي او په همدی همدی کې وږۍ پاتې شي. داسې چل به د ډیرو سره شوۍ وي خوپه اوس وخت دافغانستان د پښتانو سره پر ریښتینې ژوند همدا چل روان دی او دوی له ځانه خبر هم ندي.
نهه کاله وړاندې دطالبانو حکومت ړنګ کړای شو نوامریکایان دیته اړ شول چې د شمال ټلوالې څخه د ځمکني پوځ پر ځاۍ کار واخلي تر څو په جګړه کې دخپلو پوځيانو د ډير تلفاتو مخه ونيسي، ددوۍ پر دې کار مقابل لوري(شمال ټلواله) دډيرامتیازاتو غوښتونکي شول او دوۍ هم مجبوره ول تر څو د شمال ټلوالې غوښتنې ومني، بلاخره حکومت ټول ددوی شو او پښتانه چې دهیواد اکثریت دي په حکومت کې څرنګه چې ښایي برخه ورنکړای شوه، دهیواد په ډیرو ملي پریکړو کې دتصمیم نیولوپروخت چا ددوی نظر وانخیست او پښتانه ورو ورو دنظام څخه وویستل شول، پښتنو هم دحکومت څخه فاصله ونیوله او مرورتیا یې خپله کړه په دی مینځ کې د افغانانو ځینو کورني او بهرنیو غلیمانو دشیطانت په خپلولو سره دغه فاصله دومره اوږده کړه چې مرورتیا په دښمنۍ بدله شوه.
اوس پوښتنه دا ده چې پدې لوبه کې تاوان چا وکړو؟
ځواب ښه روښانه دی، تر ټولو ډیر تاوان پښتنو ته واوښت.
ځوانان د پښتنو مړه شول، کونډی پښتنو ته ورپاتې شوی، کور او کلۍ دپښتنووران شو، ښونځي د پښتنو وسول او تر ټولو بده یی لا دا چې د نړی په سطحه نوم د پښتنو بد شو، په نړیواله کچه ترورست دوی معرفي شول او بلاخره نړی ته د دوی داسې یو انځور وړاندی شو چې پښتانه د قانون، نظام او پرمختګ په ضد یو قوم دی.
تر دوی وروسته ډیر تاوان غرب اوخاص ډول امریکا ته واوښت، پوځیان د دوی مړه شول، اعتباردوی دلاسه ورکړاو پیسې هم ددوی مصرف شوې. ګټه په کور د ننه غیر پښتنو وکړه او د کور څخه د باندې پنجاب او ایرانیانو وکړه،که دغه حال همداسې روان وي نو ګټه او تاوان به هم همداسی روان وي هیڅ بدلون به پکې نه راځي، کور او کلي به دپښتنو ورانیږي، فزیکي قوت به هم ددوی ختمیږي، پیسې او عسکر به دامریکې د مینځه ځي او ګټه به یی نورو ته ورځي. او که امریکا ماته وخوري نوبې له شکه حکومت به د طالب په لاس ورځي، نوم به د پښتون وي، اجرات به د ساده ملا او طالب وي او مِفکوره، پلان او اوامر به د پنجاب چلیږي بیا به یی دچا پلار هم ایثار نکړي خدای مکړه پنجاب به پر دی ولس داسې میچنې تاو کړي چې په تاریخ کې به سارۍ نلري. 
نو زما په فکر د حل لاره او دپښتنو ګټه پدی کې ده چې پښتانه دنظام او حکومت سره خپله فاصله له مینځه یوسي، اوپه ټول توان سره په حکومت کې برخه واخلي، دی سره به هم په حکومت کې د پښتنو ونډه ورو ورو ډیره شي او د نورو قومونو د ونډې ګراف به ورو ورو مخ پر ټیټیدو شي ، په حکومت کې به د قومونو تناسب به خپله برابریدو خوا ته روان وي، د بیاودانولو په چارو کې ددوی په برخې اخیستلو سره به ددوی خپل کور کلي هم ودان شي، په ملي او نړیواله سطحه به ددوی دا اوسنۍ انځور بدل شي.
دا کار هغه وخت امکان لري چې ورته کار وشي زه چې اکثره لیکنې ګورم نو هغه د چا خبره زړه مې ورته په چاودیدو شي، د اکثرو افغان لیکوالو په مغزو کې منفي وهم ځاې نیولی، څوک یو چاته بد وایی او څوک بل ته، څوک دتجزیی ویرې لري او څوک دپښتنو او پښتودورکیدلو ویر جاړي،قلمونه پرغلطو لارو روان دي او دټولو وار خطا شویدی، دلیکوال او شاعر نه چې وار خطا شي نو د ولس به څه حال وي.
پښتانه د افغانستان اکثریت دي او دوی باید دنظام او حکومت برخه وي، ددوی په برخه لرلو سره دهیواد دتجزیه مخه هم نیول کیږي او ددوی د ورکیدو امکان هم شنډیږي ، د دوی پخلاینه او په نظام کې داخلول د ټولو لیکوالو، شاعرانو، روڼ اندو او پوهانو تاریخي مسولیت دی چې باید ادا یی کړي.
 

تبصره نسته

  1. grano dustano de haqa vroor de lik po baraki likoum ji Bsrskobama ta e likli. da yaw waqt de ji zmoung paktanoo sara zyat zelim shwe de.yaw waqt ma lh kabulna mascow ta parvaz kawo no po daga parwazki zma sara mahsilin barabar shwo ji dedawlat lh kwa rusi ta ligdawelshwe wh no yaw soug mah vnilid ji de paktano semi na we.da po de waem koum waqt ji po midanki mung ra kouz shwo no halta bayatyawa waraqa khana poure kli joun zh po rusi zeba pohedim no ma wrsara koumak wklo po tolo pasportouki likli wa de pidaeht zae badakshan kabul namian parwan aw dase nour walaet. po dui bande de kal20000$ masrafedil dui dars vnh wael aw de rusina amreki ta raglil zh ham felan po amreki ki em haga mahselin jibayat dars e veli wae ma delta wledil sawal mi trena wklo dar singa sho po jawab ki mata whwael telita som koun koudam dars. da de de geri pouktano mahselino manteq. raze ji sara las warklo ka na qarq ba sho.

  2. سلامونه
    کومه کيکنه چې ( له نظام سره مرورتيا د پښتون په زيان ده ) ما ولوسته، د ليکنې ليکوال پخې خبرې کړې، منطق يې قوي دی، خو زه فکر نه کوم چې پښتون دي هوښيار شي.

  3. ګرانه په قلم دی برکت شه. بيخي سمه خبره دی کړی ده چې په يويشتمه پيړﺉ کې ستونزی په خبرو او په ګډه ناسته سره حل کيږي. مونږه د افغانستان مالکان يو نو بايد په نظام ورګډ شو او دغه نظام پياوړی کړو.

  4. عبدالله خیبر وروره سلامونه، ډېره په ځای او حق خبرې دې کړې. دا رښتېا دې که نن ورځ مونږ لاسونه سره ېو نه کړو او د دغه هېواد په نظام کې او په هره بله چاره کې د ټولو په سر کې ونډه وانخلو نو سبا به مو دغه موقع له لاسه وتلې وې لاسونه په مږو خو شی به په لاس نه راځې. هغه ورځ به د نن اکثریت پښتون د اقلیت ملتونو خولې ته ناست وې چې هغوی به څه پریکړه کوې. اوس هم وخت شته چې پښتانه سره ېو ځای په ېو اواز شې او د دغه نظام واګی په خپل لاس کې واخلې. خدای مه که چې سبا به په خپل وطن کې د بل محتاجه ېو. مننه
    یادونه: مونږ ټول پښتانه باېد د خپلو نورو پښتنو ورونو او خوېندو د پوهوې لپاره باېد ېو بل سره هغه ټولې خبرې شرېکې کړو چې مونږ پرې پوهېږو. او هر پښتون باېد د ځان ځانې فکر څخه تېر شې او باېد د ېو قوم په حیث فکر وکړې.
    (لا به ېو کېږو ګنې ورکېږو)

  5. محترم خیبرصیب قسم دی چه دیرخوشحاله سوم چه داستاسپچلی لیکنه می وکتل چه واقع داحمدخان،میروس خان،خوشحال خان،اوسترغازی باباامان الله خان په بچوکی اوس هم داسی جوانان سته چه وطن،ملت اوقوم ورته گران وی.نوپه دغه بچوکی یو هم ته یی گرانه وروره پشتانه خپله ملامت دی چه دوی تراوسه دخپل دوست اودشمن فرق ونکر.اودخپل دبقاء وس یی هم دلاسه ورکری.دادچادلاسه دااول دطالب نه ددی توپکسالارانودوجی چه نه دین ،وطن،ملت سره مینه لری بلکی دچوکی ،دالرو،په دوبی ،ترکیی اوپه ترکمنستان کی دملت دوینیوچخه جانته دشخصی کورونو دجورولو سره مینه لری .داجگره دغو جنگسالارانو جورکره.کرزی اعلان وکرچه هغه طالبان کولای سی چه په حکومت کی برخه واخلی چه داسامه دشبکی سره اریکی ونلری .تاسی به تر2003پوری لیدولی چه په تول افغانستان کی یوتک هم نه و .اوپشتنی سیمو کی طالبانو په دغه نظام کی برواخسته پارلمان یی تراوسه شاهددی مگرمتاسفانه چه دغو جنکسالارانودخپلوهدفونو لپاره دطالب په نامه دخلگونیول ،ترل،وهل،ترورول ،دشپی لخواچاپی خلگ دی جای ته راورسول چه ولاردنظام خرابتیاپه خاطر دغو خلگو سره لاس یوکرچه زموزهیوادته ثبات نه غواری داپه موبایل کی نه لیکل کیژی چه زه ولیکم په شمال کی دپشتنو سره دطالبانو په نوم چه ونه سو ل او دا اوس چه نه کیژی نواوس تاسی قضاوت وکری .نن خوپشتانه پرتولو نری دوحشی قو م په نامه چه خلگ بولی دهمدغو توپکسالارانو دوجی ددوی دهدفونو په خاطر زمونژ گاوندیان زمو زدخورلو سوچ کوی .مننه

  6. محترم خیبرصیب قسم دی چه دیرخوشحاله سوم چه داستاسپچلی لیکنه می وکتل چه واقع داحمدخان،میروس خان،خوشحال خان،اوسترغازی باباامان الله خان په بچوکی اوس هم داسی جوانان سته چه وطن،ملت اوقوم ورته گران وی.نوپه دغه بچوکی یو هم ته یی گرانه وروره پشتانه خپله ملامت دی چه دوی تراوسه دخپل دوست اودشمن فرق ونکر.اودخپل دبقاء وس یی هم دلاسه ورکری.دادچادلاسه دااول دطالب نه ددی توپکسالارانودوجی چه نه دین ،وطن،ملت سره مینه لری بلکی دچوکی ،دالرو،په دوبی ،ترکیی اوپه ترکمنستان کی دملت دوینیوچخه جانته دشخصی کورونو دجورولو سره مینه لری .داجگره دغو جنگسالارانو جورکره.کرزی اعلان وکرچه هغه طالبان کولای سی چه په حکومت کی برخه واخلی چه داسامه دشبکی سره اریکی ونلری .تاسی به تر2003پوری لیدولی چه په تول افغانستان کی یوتک هم نه و .اوپشتنی سیمو کی طالبانو په دغه نظام کی برواخسته پارلمان یی تراوسه شاهددی مگرمتاسفانه چه دغو جنکسالارانودخپلوهدفونو لپاره دطالب په نامه دخلگونیول ،ترل،وهل،ترورول ،دشپی لخواچاپی خلگ دی جای ته راورسول چه ولاردنظام خرابتیاپه خاطر دغو خلگو سره لاس یوکرچه زموزهیوادته ثبات نه غواری داپه موبایل کی نه لیکل کیژی چه زه ولیکم په شمال کی دپشتنو سره دطالبانو په نوم چه ونه سو ل او دا اوس چه نه کیژی نواوس تاسی قضاوت وکری .نن خوپشتانه پرتولو نری دوحشی قو م په نامه چه خلگ بولی دهمدغو توپکسالارانو دوجی ددوی دهدفونو په خاطر زمونژ گاوندیان زمو زدخورلو سوچ کوی .مننه

  7. اول دلراوبرولس اوخاصتاددغی ویبانی محترم مشرتابه اوتولوهمکارانوته سلام وراندی کوم .چشتن تعالی دی مو په هیواد کی سوله راولی تول به وایو امین.نوزمادتولو په یوموضوع کی دنظردوراندی کوونکوچخه دپشتوپه لاره کی دایو غوشتنه ده چه محترمو اول چه یونظروراندی کوی تول ارخونه یی وسنجوی چه دچادخشم اوقهرسبب خو نه کیژی .که داسی کیژی هغه نظرپریزدی .ولی دلته داسی ورونه سته چه خپل نظرپه داسی کلمووراندی کری چه هیچ دویلو توان نه پیداکیژی چه ویلولو .داچه تول هم داسلامیت،افغانیت اوپشتونولی باندی دعوی کو.نوداموژ ته دیره دشرم ورخبره ده.که چیر دبل ملت یوتن چه پشتویی زده وی داوگوری نوهغه به چه وایی چه پشتانه یوبل ته دیرشه په شو کلیمو سره جواب ورکوی افسوس دی .اوبل جنی داسی ورونه سته چه خپل اصلی نو م پرجای دبل نوم چخه په بل نوم گته پورته کوی .صحیح ده چه هلته دیرخراب دی تول جنگ دچارگروادارودی اوتول پشتانه سروژنی مگرموژ شکر مسلمانان یو .بیاهم دمسلمانی په اصولو نه یوخبر.که خبریوولی نه عملی کو؟ الله پاک وایی:(زمانیک بنده هغه چو ک دی چه دحق په برخه کی رشتیا ووایی)اوس موز دحق په برخه کی خپل نوم نه سو اخستلا ی .اوبیاداسی نومونه وراندی کو چه زموز دملت اوقوم یاوطن په نامه دی لکه دلته پشتوویباپانو کی جنی دپشتون او یاافغان په نامه دی .ددی چه معلومیژی چه تاسی دپشتون،افغان دنوموسره مینه لری .مگرنظرچه وراندی کوی .دیرورونه ستاسی مخالفت کوی.نوددی چخه معلومیژی چه تاسی نظرکومی نیمگرتیاوی لری اویاکومه بله شخصی مخالفت سره لری اوهغه ورورنه بیاستاسی په وراندی دیربدغبرگون شی .نوپه دیردرنشت دیوپشتون په صفت ستاسومحترمو چخه داغوشتنه کوم چه ددا پشتون دسپچلی نامه چخه دده وکری .چه پشتون اودیردورندنوم دی.چه پشتون معنی(دین،ایمان،وطن،ننگ،غیرت،قلم،توره اوداسی نور…..

  8. دتولوویونکو چخه په دیردرنشت هیله کوم چه ما چه کو م نظرونه وراندی کری دی په لیکلوکی دیری نیمگرتیاوی لری داپه دی وجه چه زه دموبایل چخه استفاده کوم یوخوپشتونلری بل دموبایل لیکل دیرگران دی مننه