کور / تازه خبرونه / امريکا متحده ايالتونه به ډير ژر په شپږو ټوټو وويشل شي

امريکا متحده ايالتونه به ډير ژر په شپږو ټوټو وويشل شي

د ټيليګراف بريشناپاڼې خبر ورکوي: يو روسي شناند په دې وروستيو کې وړاندوينه کړې چې ډير زر به امريکا د نړيوال اقتصادي بحران له امله په شپږو ټوټو وويشل شي.

ايګور پينارين، د روسيي د نړيوالو چارو سياسي شنونکې وايي چې په امريکا کې اوسني حالت د ده اوږدمهالى باور رښتيا کړى دى. هغه وايي چې په امريکا کې د بې کارۍ زياتوالي او انفرادي عايد کموالي د دغه هيواد د زر ويشل کيدلو سره مرسته کولاې شي. له حکومت څخه د خلکو ناراضايت زيات شوى او د خلکو هغه تمه هم پاې پاې ته رسيدلې چې ولسمشر بارک اوباما به په دې برخه کې معجزې ترسره کړي. هغه وايي: “د امريکا متحده ايالتونو پولي واحد به نور خپل ارزښت دلاسه ورکړي او په بهر کې د دغه هيواد د لګښتونو بوج دومره زيات شي چې جبرانول به يۍ ورته شتونزمن وي.
پروفيسر پانارين چې د جنګ لګښت په هکله يې ګڼ شمير کتابونه ليکلي، دا وړاندويينه هم کوي چې امريکا به نور نړيوال اقتصادي ځواک نه وي او دغه ځاې به چين او روسيه ونيسي.