کور / تازه خبرونه / په كندهار ښار كي د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبره كښېښودل سول

په كندهار ښار كي د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبره كښېښودل سول

نن له غرمې مخكي دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا لخوا دكندهارښار د دوو بابو ښوونځيو (تيمورشاهي او عينو ليسو) د بنسټ ډبره كښېښودل سول.

هغه مراسم چي په همدې موخه د دكندهار ښار د پخواني منزليانو سراى چي اوس همدا دوه بابه ليسې پرې جوړيږي نيول سوي وه په كښي دكندهار والي ترڅنګ دلايت ومقام ادري او مالي رئېس محمد آمين كمين د پوهني رئېس ، كندهار ښاروال او يو شمير نورو دولتي اوغيري دولتي كسانو ګډون كړى وو.

پر ذكر سوو دوه بابو ښوونځيو 90 لكه امريكايې ډالره لګښت راځي چي د CIDAيا دكاناډا د پرمختيايې اداري لخوا وركول كيږي او د اتو مياشتو په موده كي به د دواړو ښوونځيو ټول كار بشپړاو ګټې اخستني ته به چمتوسي.

ذكر سوي هر يوه ښوونځى كي شل درسي اطاقونه ، څلور اداري اطاقونه، د لوبو ميدان جمنازيوم او كتابخانه په پام كي نيول سويدي.

دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د هغو دوكاندارانو څخه چي د ځاى په تخليه كولو كي يې د چارواكو سره مرسته كړې وه مننه وكړه او وويل(( ددې تعميرونو په جوړيدو سره به په كندهار كي د نارينه او ښځينه زده كوونكو هغه ستونزي چي د ځاى په مورديې پخوا درلودې تر ډيره حده حل سي.))