د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې د امريکايي پوځ روغتيايي لګښت د دغه هيواد د ټولو وګړو د روغتيايي لګښت دوه برابره لوړ شوى. د متحده آيالاتو دفاع وزارت مالي بوديجه چې دوه جګړې پر مخ وړي، د پوځ د روغتيايي چارو حيرانونکي لوړوالي له ننګونو سره مخ کړيده. د سمندري ځواکونو جنرال، کريسټين هنټر، ټراې کېر (د پوځ روغتيايي پاملرنې پروګرام) مرستيا، وايي چې پنټګان او کانګرس د تيرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې د پوځ دومره لوړ روغتيايي لګښت مجبور کړي چې په لومړي ځل د پوځ تقاعد شوو او هغه سرتيرو کورنۍ چې دمګړۍ په دنده بوخت دي وهڅوي چې د خپلې روغتيا يو څه لګښت له خپلو جيبونو څخه ورکړي.
د هنټر په وينا: په ٢٠٠١ زيږديز کال کې د پنټګان روغتيايي لګښت ١٩ ميليارده امريکايي ډالر وو او په ٢٠١١ زيږديز کال کې به دغه لګښت په آټکلي ډول ٥٠،٧ ميليارده امريکايي ډالرو ته لوړ شي چې شمير ١٧٦ سلنه لوړوالى ښيي. هنټر زياتوي د هغه سرتيرو او د هغوۍ د کورنيو د غړو په منځ کې چې جګړو ته ليږل شوي رواني او فزيکي ستونزې زياتې شوي. د پخوا په پرتله، زيات شمير تقاعد او په کار بوخت سرتيري د ملکي خدمتونو پر ځاې د پوځ روغتيايي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي او کريسټين هنټر د پوځ روغتيايي لګښت دغه لوړوالي هم د همدې له امله ګڼي. په ټوليز ډول، د امريکايي پوځ روغتيايي لګښت په ٢٠٠١ زيږديز کال کۍ ١،٥ تريليونه ډالر وو چې دغه شمير به راروان کال ٢،٧ تريليونه ډالرو ته ورسيږي.
د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير رابرټ ګيټس هم د روان زيږديز کال د فبرورۍ په مياشت د خپلې يوې وينا په ترڅ کې په دې هکله ژوره انديښنه ښودلې وه. د پنټګان د سرشميرنې له مخې، د هغه سرتيرو شمير چې د رواني ستونزو تر څنګ، د بندونو، پښو، لاسونو او ملادردونو له امله د پوځ روغتيايي مرکزونو ته د درملنې په موخه ورغلي د ٢٠٠٥ کال په پرتله ٢،٨ ميليونو څخه ٣،٧ ميليونو ته لوړ شوى.
ځينې نور دليلونه چې د امريکايي پوځ روغتيايي لګښت يې لوړ کړى:
د ټرايکېر روغتيايي پروګرام د سروې له مخې، د ٢٠٠٥ کال په پرتله ٤٢ سلنه زيات کوچنيان چې د مور يا پلار د لريوالي له امله په رواني ناروغيو اخته دي- نوموړي مرکز ته د درملنې په موخه ورغلي.
په تيرو دوه کلونو کې د ټرايکېر پروګرام څخه د ګټه اخيستونکو شمير چې په جګړه بوخت سرتيري او د هغوۍ د کورنيو غړي پکې شامل دي ٩،٦ ميليونو ته ختلى.
تير کال هره ورځ د سرتيرو او د هغوۍ د کورنيو له خوا نږدې ٢٠٠،٠٠٠ نسخې په ملکي درملتونونو کې ثبت شوي.
د پوځ تقاعديان او په دنده بوخت پوځيانو سره يو شان د روغتيا وړيا اسانتياوې لرئ چې په منځني ډول هر کال د پوځ يوه کارکوونکي د کورنۍ روغتيايي لګښت ٤٦٠ امريکايي ډالر دى.