کور / تازه خبرونه / د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي ٢٩% زياتوالى راغلى

د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي ٢٩% زياتوالى راغلى

د افغانستان حکومت وايي د تيري جولاى مياشتي په اوږدو کي د تاوتريخوالي له امله د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي په سلو کي ٢٩% فيصده زياتوالى راغلى دئ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري چي نن يې په کابل کي خبريالانو ته د تيري مياشتي امنيتي راپور وړاندي کاوه وويل چي ډېرى ولسي وګړي يا ددولت د مخالفينو په ماينونو کي وژل سوي او يا هم د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي وژل سوي دي.