په کابل کي ښار کي نن د بهرنيو ځواکونو د حضور پر ضد په سلګونو کسانو مظاهره وکړه.
دغه مظاهره چي د نارينه وو ترڅنګ په سلګونو ښځو هم ګډون پکښي کړى وو، د بهرنيو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه يې کوله.
مظاهره چيانو پر بيرغونو باندي د نه امريکا غواړو، نه طالبان، او بهرني ځواکونو دي زموږ له هيواده ووزي شعارونه لېږدول او همدا راز يې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي د ولسي وګړو د مړيو عکسونو هم په لاسونو کي نيولي وو.
مظاهره چيانو په خپلو شعارونو کي پر پاکستان او اېران هم لعنت وايه چي د افغانستان په چارو کي لاس وهنه کوي.
مظاهره د کابل د شاه دوشمشېره له مسجد څخه پيل سوه او تر ملک اصغر څلور لاري پوري ولاړل او بېله کومي پېښي پاى ته ورسېده.
د کابل ښاريان پر داسي مهال د بهرنيو ځواکونو پر ضد مظاهره کوي چي دوې ورځي دمخه د امريکا د سفارت عسکرو څلور ولسي وکړي مړه او څو نور ټپيان کړل. همدا راز تيره اونۍ د هلمند په سنګين ولسوالي کي ٢٥ ولسي کسان د طالبانو په نامه بمبار سول.