د هنس کليم په نوم يو امريکايي ډيپلومات د افغانستان د لوى څارنوال د مشاور په توګه ټاکل سوئ دئ.
راپورونه وايي چي هنس کليم پرون د شنبې له ورځي راهيسي په خپله دنده کار پيل کړئ او غواړي چي له افغان څارنوال محمداسحق الکو او د عد ليې له وزارت سره د څارنوالانو او قاضيانو د ظرفيتونو په لوړولو کي مرسته وکړي.
امريکايي ډيپلومات په داسي حال کي د افغانستان د لوى څارنوال مشاور ټاکل کېږي، چي يوه مياشت دمخه د افغانستان لوى څارنوال محمداسحق الکو د امريکا سفير ايکن بيري په خپلو چارو کي په لاس وهنه تورن کړ، او ويې ويل چي سفير د استعفاء غوښتنه ځني کړې وه.