کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا او نورو سيمو مړي ٨٥٠ ته ورسېدل

د پښتونخوا او نورو سيمو مړي ٨٥٠ ته ورسېدل

د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي په شاوخوا سيمو کي د وروستيو سېلابونو د راتګ له امله د مړيو شمېر ٦٥٠ تنو ته رسېدلى دئ.
دغه مړي د پښتونخوا په سوات، صوابۍ، مردان، بونير، هنګو، کرګ او نورو سيمو کي د بارانونو د اورښت او سېلابونو له امله وژل سوي دي.
همدا راز په سند، بلوچستان او د پنجاب په نورو سيمو کي شاوخوا ٢٠٠ کسانو د همدې بارانونو او سېلابونو له وجي ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
ايالتي حکومتونو پر مرکزي حکومت او نړۍ والو خيريه ټولنو باندي د مرستي ږغ کړئ دئ، چي په سېلاب ځپلو سيمو کي بند کسان وژغوري او بېځايه سويو خلګو ته د ژوندانه لومړنۍ اسانتياوي برابري کړي.