د هالنډ حکومت ويلي چي نن د اګست پر لومړۍ نېټه يې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ايستل پيل کړي دي.
هالنډ په افغانستان کي ١٧٠٠ عسکر لري، چي په روزګان ولايت کي له ٢٠٠٦ کال راهيسي د ناټو تر ماموريت لاندي له طالبانو سره جنګېدل.
د هالنډ حکومت د ٢٠٠١ کال د امريکايانو د اشغال راهيسي لومړنى هيواد دئ، چي له افغانستان څخه خپل پوځيان باسي.
هالنډ په افغانستان کي تر اوسه ٢٤ پوځيان له لاسه ورکړي وو، چي د روزګان د مقاماتو په وينا په جنګونو کي يې لږ برخه اخيسته.
بلي خوا ته په افغانستان کي د هالنډ هيواد سفير ويلي له افغان حکومت سره به يې مالي مرستي رواني وي او د بيا رغوني هغه پروژې چي په روزګان يې دمخه پيل کړي وې بشپړي کړي.
د هالنډ حکومت ويلي د افغانستان څخه د ټولو عسکرو وتل به په دوو مياشتو کي پاى بشپړ کړي.