په دغه نامه یوکتاب دلیکوال له خوازما دیوه دوست پرلاس راورسېد. ومي لووست.دکتاب لیکوال،قاهر”اڅکزی” دکندهاردیوې مشهوري کورنۍ غړی دئ .ددې کورنۍ غړي ټول دتعلیم وتحصیل څښتنان دي .کتاب په ښکلې قطع وصحافت اوپه روانه پښتولیکل سوی دئ .ټول متن یې په یوولسو”بانډارو” کي ترتیب کړی دئ اوپه هربانډارکي یې د”زه”، “نفس” او”انسان” په ارتباط فلسفي بحثونه کړي دي .لیکوال هڅه کړې ده چي دخپلوفلسفي بحثوپه ترڅ کي لوستونکي ته د”ځان پېژندني ” دژورفلسفي مفهوم په باب لارولیکه په لاس ورکړي ددغه شان ژوري موضوع انتخاب په فلسفي وعرفاني مسئلوکي دکتاب دلیکوال ددقیق نظرڅرگندونه کوي . ده دنورولیکوالوپه شان دفلسفي نظریاتودبیانولوپه لړکي دیوې دتاییداودنوروټولودتردیدهڅه نه کړې اونه یې هم پرخپلوڅېړنوباندي تلواري نتیجه بناکړې ده . داروش یې دستایني وړدئ . زه چي په فلسفي مسایلوکي د”ابجدخوان” اوپه عرفاني موضوعاتوکي د”مبتدي شاگرد” درجه نلرم،نسم کولای چي دکتاب پرمحتواباندي دچاخبره”کماحقهُ” لیکنه وکړم خودونه ویلای سم چي ددغه کتاب پرلوستلومي خوندواخیست . زه په خوارکۍ پښتوکي ددغه شان آثاروپه خپرېدلوخوشاله کېږم اولیکوال ته یې مبارکي وایم،بری دې مل وي .
په انساني تاریخ کي د”آفاق وانفُس” تلاښ اوږده سابقه لري . ددې سفرپه نیامت ډېروفیلسوفانواوعارفانودچاخبره داوسپني څپلۍ په پښوکړي دي،دلرگي په “مترَکه” یې غرونه سوري کړي دي خوچا پکښې “ناچله ایکۍ” موندلي دي اوڅوک بیاخالي لاس،یوسردوه غوږه ځني راستانه سوي دي . په ځان پسي گرځېدل په انسان پسي گرځېدل دي اوله “انسان” څخه مرادبیاددغه ژوندي موجودشکل وشمایل نه دي ،بلکي مقصدورڅخه”آدمیت” دئ . د”آدمیت” په مفهوم کي د”انساني روح” معناومفهوم نغښتی دئ .
تن آدمی شـــــریف است بجان آدمیت
نه همین لباس زیباست نشان آدمیت
داسي ښکاري چي دا “ورَکه” سره له دې چي دموندلو نه ده،خو انسانانویې له تلاښه لاس نه دئ اخیستئ . دنه پیداکېدلوتاثریې دعارف په ژبه په دالاندي قطعه کي څوک لیدلای سي :
دی شیخ باچراغ همی گشت گِــــردشهر
کزدام وددملولم وانســـــــــانم آرزوست
زین همرهان سست عناصردلــــم گرفت
شیرخداورستم داســــــــــتانم آرزوست
گفتم که یافت می نشودجسته ایــــم ما
گفت آنکه یافت می نشودآنم آرزوست
د(زه په “زه” پسي گرځم) کتاب ددغه شان تلاښ یونلیک دئ او پخپله دمطلوب مزله تشریح نه ده . مسافرچي دلاري په اوږدوکي څه لیدلي اوڅه کتلي دي،هغه یې په فصیحه ژبه بیان کړي دي خوسفر یې دوام لري اوښایي نورعجایب وغرایب هم په مخه ورسي . زمایقین دئ چي مطلوب ته په رسېدلوکي لانوراوږده مزلونه وکنډوکپري ورته گوري ځکه د”ځان پېژندني” سفرد”جهان پېژندني” سفردئ . داسفرد یوه”راز” دیوې “معما”پرلورسفردئ اودا”راز” و “معما”په اوو پوړنو کي پټه ناوې ده چي دجمال ننداره یې د”حکمت” په مخ پېټک نه میسره کېږي .
“که کس نکشودونکشایدبحکمت این معمارا”
زه چي دژوندډېره برخه مي په متنپوهنه اوژبنیوڅېړنوکي تېره کړې ده، په هرڅه کي دقلم څوکه دژبي پرلورراڅخه کش سي . په ژبپوهنه اوپه تېره بیاگرامرکي “زه” ضمیردئ اوضمیرد(نوم) پرځای کاریږي، دنامه (اسم) ځایناستی دئ پخپله (نوم) نه دئ . له بلي خوا”زه” سمبول دئ . په سمبول باندي د”اصل” څرگندونه کېږي . د”اصل” خپل ذات بېل شی دئ خوپرڅنگ یې بیاد”زه” سمبول پخپله د”زه” له خواټاکل سوی دئ.ددې عارفانه تسلسل دځنځیراولي کړۍ ته درسېدلوله پاره یو سربسته عمر لازم دئ .
به هزارکــــــــــــــوچه دویده ام ،به تسلی نرسیده ام
زقدخمیده شنیده ام،که چوحلقه شدبه دری رسد
مسلمانان په دې عقیده دي چي ” من عرَف نفسهُ فقد عرف ربهُ” . چاچي ځان وپېژاند،په حقیقت کي یې خپل رب وپېژاند.دې رازپېژندني ته د رسېدلونېکمرغي دډېرولږوکسانوپه برخه سوې ده اوهغوی چي بیا دغه مطلوب ته رسېدلي دي، بیانولوته یې ځان نه دئ ټینگ کړی .
“آنانکه خبرشدخبرش بازنیامد”.
پرپښتواوپښتنوباندي دپوهني دپلوشودپرېمانۍ په هیله.
اوکویل ــ کاناډا
۳۱ جولای ۲۰۱۰ع