ولسي جرګې خپله ميز ټکونه څو اونۍ مخکي دجمهوري رياست دمقام سر ه په يوه پټه معامله کي پاي ته ورسوله !
دايو ښکاره حقيقت دي ، په هر هيواد کي چی دولت داشغال په نتيجه کي منځ ته راځي ، دهغو ولسونو په وړاندي دهيڅ نوع حقوقي مشروعيت لرونکي نه وي ۰ ځکه نو ټوله کړني يي هيڅ نوع حقوقي جواز نه لري ۰ ولي داشغال تر ماتي وروسته هغه ملي سياسي رژيمونه چی دخلګو دارادي په نتيجه کي منځ ته راځي ،دملي او بين المللي قوانينو پر اساس کولايسي چی دملي ګټو په نظر کي نيولو سره دتيرګوډاګي رژيم پر کړونو باندي دسره غور او څيړنه وکړي ۰ ولی په ځانګړي توګه دملي شتمني هغه برخه چی اقتصادي جنايتکارانو په يوه او بله بڼه تر لاسه کړي ، او يايي پلورلي وي ،په دواړو حالاتو کي دنوي دولت اساسي دنده ده ، چی که دا جنايتکار په داخل او يا بهر کي هم وي بايد دحساب وميز ته راوغوښتل سي او دولس په وړاندي خپل حساب تصفيه کړي ۰ طبعي خبره ده چی په دې کار سره به دانوي رژيم نورهم وکړايسي دولس په منځ کي خپل اعتماد ډير او د خپل محبوبيت کچه لو ړه کړي ۰
ولي په دې ليکنه کي به دافغانستان داوسني اساسي قانون په نظر کي نيولو سره ، دجمهوري رياست او ولسي جرګي پر هغه پټه معامله باندي به لږ څه مکث وکړو ، کوم چی دکابيني دپاته وزيرانودتائيد په هکله يي تر سره کړي ده ۰
کوم وخت چی دجمهوري رياست دټولټاکنو پروسه دکورنيو او بهرنيو مختليفو استخباراتي شبکوتر نظرونو لاندي دبي ساری تاریخي درغليو سره سره پاي ته ورسيدل ، نو دافغانستان داساسي قانون او ټولټاکنو دقانون څخه په ښکاره سر لغړونه ،دټولټاکنود کميسون رئيس ، محترم حامد کرزي دټولټاکنو ګټونکي اعلان کړي ۰
د محترم حامد کرزي تر دې مصنوعي بري وروسته ددرو لسيزود ځوريدلي ولس هغوکسانو چی په دې ټولټاکنو کښي په يوه اوبله بڼه ګډون کړي وو، او محترم کرزي ته يي رايه ورکړي وه ، بيا هم په دې فکر کي وه ، چی شايد کرزي صاحب به دخپلوتيرو اتو کلونو کړونوبه دې نتيجي ته رسولي وي ، چی نور نو دبشري اواقتصادي جنايتکارانو څخه مخ واړوي ، او خپل کړيدلي ولس ته لاس ورکړي ۰ ولي محترم کرزي بيا هم د خپل ولس مخ دبشري اواقتصادي جنايتکارانو په هغه لويه څپيړه وواهه ، کوم چی هغوي د خپل حاکميت پر وخت او بيا داشغال په دې لسيزه کي دوطن په هر ګوټ کي ددې جنګ ځپلي ولس د بي حرمتي ، بي عزتي او بي ساري زورونوڅخه مخ نه دي اړولي اولاخوند يي هم پري اخستي دي ۰ ځکه نوطبعي خبره ده چی د نوي حکومت له پاره د کرزي وړانديزونوددوي او ولس ترمنځ دهرنوع اعتماد او همکاري فضا نوره له منځه يووړل ، داځکه چی :
کرزي صاحب خپله نوي ۲۴ کسيزه کابينه دجنوري پر لسمه په داسي حال کي دخپل مرستيال په زريعه وولسي جرګي ته وروپيږندل ،چی دوي ورځي مخکي يي دولسي جرګي دځينو نماينده غړو سره دجمهوري رياست په قصر کي دنوي کابيني دراتلونکي تائيد په منظور دتفاهم له پاره غوښتي وه ۰ چی ددې وکيلانو دجملي څخه يوه وکيل میر احمد جوينده داسو شيېيتد پرس آژانس ته ددې تفاهم په هکله داسي ويلي وه :
د کرزي کابينه لکه ماشيني توليدات ټول په يوه رقم دي ، هيڅ تغير نه دي پکښي راغلي ۰ نوموړي وايي دی دپارلمان په هغو غړو کي شامل و ، چی دپنجشنبې په ورځ يي له حامد کرزي سره دکابينې په اړه وليدل او کله چی يي دکرزي ليست وکتي ، هيڅ نوی مخ يي پکښي ونه ليدي ، سخت مايوسه سو اود اعتراض په توګه له غونډي ووتئ ۰
ولی دا ۲۴ کسيزه د کابيني لومړني ليست چی ۱۲ وزيران ي بيا هم دزړي کابيني هغه غړي وه ، چی ډير شمير يي په اقتصادي لويو درغليو ، دوظيفي پر مهال په پوره بي کفايتيو او دبهرنيو هيوادونو سره په پټو اړيکو باندي دجمهوري رياست او ولس له خواه په وار وار سره متهم سوي وه ، دخپل مرستيال په زريعه ولسي جرګي ته وروپيژندل ۰ اوولسي جرګی په خپله نوبتي غونډه کي ددې وزيرانو په هکله د ډير بحث او بيا د رايه اچوني نه وروسته ، يوازي ۷ وزيرانو وکړايسواي دتائيد رايه تر لاسه کړي ۰ ولی پر ۱۶ دجنوري دجمهوري رياست مقام ددوهم ځل له پاره دوزيرانو اولس کسيز ليست دجمهوري رياست ددوهم مرستيال له خواه ولسي جرګي ته وړاندي کړ ۰ ولي بيا هم په ولسي جرګه کي تر ډير بحث وروسته ، يوازي ۷ وزيرانووکړايسواي درايو په اکثريت دولسي جرګي د اعتماد رايه خپله کړي ۰ ولي وروسته تر دې کرزي صاحب ، ولسي جرګي ته د کابيني د پاته وزيرانو وړانديز ديوي ورځي څخه بلي ورځي ته داسي ځنډاوه ، چی نيژدي دري مياشتي يي په بر کي ونيولي، څو چی داپريل په ۱۶ نيټه ولسي جرګي جمهوري رياست مقام ته لس ورځي وخت ورکړ ې ، چی خپل دکابيني پاته غړي ورته معرفي کړي ۰ ولي دجمهوري رياست وياند به هر ځل دمطبوعاتو پر مخ دکرزي صاحب ډير مصروفيت او په وروستنيو بهانو کي بيا امريکا ته دهغوي سفر، او په کابل کي دمشورتي جرګي جوړول ، ددې وړانديز دځنډ مهم عاملونه بلل ۰ څو په ورستنيو هفتو کي يعني دمشورتي جرګي يوه هفته مخکي ولسي جرګي دنه کار کولو اعتصاب اعلان کړ ، او تر څنګ يي دا هم وويل چی دولسي جرګي غړي به په مشورتي جرګه کي هم ګډون ونه کړي ۰ ولي وروسته ولسي جرګي ته جمهوري رياست مقام وعده ورکړي وه ، چی دمشورتي جرګي پاي ته رسيدو وروسته به ژر دپاته وزيرانو وړانديز ولسي جرګي ته ورکړي ۰ ولي داوعده چی يي ورسره کړي وه بيا هم پر ځاي نه کړل ، ولسي جرګي بيا هم خپل اعتصاب ته دوام ورکړ، او ميز ټکونه يي بيا شروع کړ ل ۰ ولی په داسي حال کي چی دجمهوري رياست وياند هر ځل دژورنالستانو په وړاندي تکرارأ ويل چی : کرزي صاحب کوښښ کوي چی ډير پاک ، ملی ګټو ته وفاداره ، مسلکي او دولس په منځ کي دښه محبوبيت څښتنان دپاته وزيرانو په توګه ولسي جرګي ته معرفي کړي ۰ ولي ددوي داڅرګندوني آزادوسياسي کارپوهانو ديوه چل او چم په څير اوريدلي او تبصري به يي پري کولي ۰ داځکه چی دکرزي صاحب اداري په تيرو نهو کلونو کي په دې هکله دولس په وړاندي هيڅ نوع صداقت نه دي ښکاره کړي ، ځکه نو دايي دچل او چم څرګندوني بللي ۰ او ددې آزادو سياسي کارپوهانو نظرونو هغه وخت بيا دعمل جامه واغوستل چی دجمهوري رياست مقام د۱۱ پاتو وزيرانو دجملي څخه د۷ نومول سوو وزيرانو ليست کابيني ته وليږي ، چی د دې اوو وزيرانو په ليست کښي دري هم هغه دولسي جرګي د غونډي رد سوي وزيران وه ، چی داځل يي بيا په نوي وړانديز کي يی ځاي ورکړي وو، چی هغوي عبارت د محترم ( احدي ، خالد ، دانش ) څخه ۰ ولي کوم وخت چی په ۲۸ ــ ۶ ــ ۲۰۱۰ نيټه دا د نومول سوو وزيرانو ليست دجمهوري رياست مقام له خواه ولسي جرګي ته وړاندي سوو ، يو شمير وکيلانو او سياسي کار پوهانو دجمعي رسنیو دلاري داسي فکر کاوه چی ددې بی کيفايته ،ځيني يي دمخکنيو وظيفو پر مهال په لويو اقتصادي درغليو متهم ، داخلي جنګي تنظيمونو او بهرنيو استخباراتي کړيو سره په اړوند کي دداسي شخصيتونو ليست شايد نور هم دولسي جرګي او جمهوري رياست تر منځ داعتماد فضا کمزوري او مناسبات نورهم تيرنګلي کړي ۰ ولي کوم وخت چی دراي اچوني پروسه شروع او نتيجه يي اعلان سول د۷ نوماندو وزيرانو دجملي څخه يوازي ۲ نوماندو وزيرانو ونه کړايسواي چی داعتماد رايه تر لاسه کړي ۰ او نورو ۵ وزيرانو دپخوا نيو جلسو خلاف په پوره اکثر يت داعتماد رايه تر لاسه کړل ۰ چی دولسي جرګي په دې رايه اچونه کي نيژ دي ۲۱۲ وکيلانو ګډون کړي وو ۰ اوپه دې رايه اچوني سره دولسي جرګي داکثريت غړو او قانوني صاحب دادچل او چم څخه ډک د ميز ټکوني اعتصا ب په داسي حال کي پاي ته ورساوه ، چی دا ځل يي په جلسه کښي هغه پخواني رد سوي وزيران لکه ( احدي ، خالد ) هم په لوي اکثريت باندي تائيد کړل ۰ولي محترم کرزي بيا هم ولسي جرګي ته خپل دري نور ملګري لکه ( سنګين ، تورن اسماعيل ، يوسف پښتون )چی هغوي هم يو ځل د ولسي جرګي له خواه رد سوي وه ، دا ځل يي دراي اخستني له پاره ولسي جرګي ته معرفي نه کړل ۰داسي معلوميږي چی په پورتني پټه معامله کي دقانوني تر مشري لاندي دولسي جرګي اپوزيسيون شايد دکرزي صاحب څخه ډير امتيازونه غوښتل، ځکه نو پر ټولو وزيرانو باندي موافقي ته نه دي سره رسيدلي ، ځکه نو کرزي صاحب دري پورتني رد سوي وزيران وراتلونکي ولسي جرګي ته دبيا رايی اخستني له پاره په حکومت کي له ځانه سره ټينګ وساتل ، او هغوي اوس هم داساسي قانون څخه په ښکاره سر لغړونه دسرپرستو وزيرانو په حيث ولي په ډيره سرلوړي سره هر يوه د وزارتونو چوکۍ په ځان پوري ټينګي نيولي او په زري موټرانو کښي يوي او بلي خواه ته ديو شمير نورو وزيرانو په څير خپلي اقتصادي پټي معاملي مخ ته بيايي ۰ دپورتنيو عيني واقعيتونوپه نظر کي نيولو سره داسي نتيجه تر لاسه کيدلايسي ، هغه داچی :
معلومه خبره ده چی کرزي صاحب دولسي جرګي ډير داسي غړي پيژني چی هغوي دپيسو اومقام اخستني له پاره هر وخت خپل دتعظيم سرونه ټيټ کړي ، او ټيټوي يي ۰ ځکه نو داسي معلوميږي ، چی کرزي صاحب خپل يو شميررد سوي وزيران ديوي پټي معاملي په شتون کښي ددوهم ځل له پاره دولسي جرګي په اکثريت غړو باندي قبول کړل ۰ شايد په دې معامله کي به قانوني صاحب ته دنوي ولسي جرګي دبيا رياست وعده اويو شمير وکيلانو ته په ټاکنو کښي دکاميابي تر سرحده دډيرو امکاناتو دبرابرولو وعدي ورکول سوي وي ۰ ځکه ودوي ته تر مادي امتيازونو د ولسي جرګي دبيا راتلو امتياز جګ دي ۰ دا ځکه چی ددي چوکيو په زور ډير شمير وکيلانو وکړايسواي چی په غير قانوني ډول دملت په شتمنيو باندي ځانونه دميلينونو ډالرو خاوندان کړي ۰ولي دډيرو سوالونو وڅنګ ته يو سوال چی افغان ولس ته په دې اړوند راپيدا سوي دي هغه دادي چی که په دې مسله کي دکرزي صاحب او ولسي جرګي درهبري تر منځ معامله نه وي سوي ۰ نو دکومو منطقو پر اساس تاسو يو شمير وکيلانو چی مختلف اتهامات مو پر دغو رد سوووزيرانو باندي لګولي وه ، دا ځل مو په ډيره آرامي هغوي ته بيرته رايه ورکړه ۰
په داسي حال کي چی دارد سوي وزيران ديوشمير نورو پخوانيو او اوسنيو وزيرانو په څير دافغان ولس په وړاندي دملي شتمنيوپه اړوند دسترو ګناهو مرتکبين دي ، چی دافغانستان دعيني شرايطو څخه ليري او داساسي قانون سره په ښکاره سر لغړونه ، دآزاد بازار ( چور بازار ) او خصوصي سيکتور ( اقتصادي جنايتکارانو ) دتقوي تر نامه لاندي هر وزير په خپله ساحه کښي د ملي شتمنيو ډيره برخه او امتيازونه ( ميليارډونو ډالرو په ارزش) په ډيره بي رحمي ، د اسلامی او افغاني وجدان ، دسياسي سالم تعقل او مسلکي پوهي څخه ليري دملي تجارانو په نامه ويوتعداد اقتصادي جنايتکارانو ته چی اکثريت يي دبهرنيو استخباراتو څخه په اړوند کي دي دکم ارزشه ليلام په څير ورکړي دي ، چی افغان ولس به هيڅ وخت ددوي دا غير مشروع کړونو ته قانونيت ور ونه بخښي ، اوانشآ الله د اشغال تر ماتي وروسته به دټولوهغو کسانو سره چی ملي شتمني يي پلورلي او يا يي را نيولي وي دعدل او انصاف په تله کي به حساب ورسره کوي ۰
تمت بالخير
اخځ : دلر او بر ويب پاڼه ۰