د کندهار په ارغنداو ولسوالي کي د ولسوالۍ د پرمختايي شورا غړى عبدالله د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوئ دئ.
د کندهار دولتي اداره وايي نوموړى د جمعې په ماښام د شپې پر لس بجې د منارې په کلي کي له خپله کوره ايستل سوئ وو او وروسته يې مړى په سيمه کي موندل سو.
په يوه بله پېښه کي اته تنه مېله وال د همدې ولسوالۍ د چارقولبې په سيمه کي له يوه سراچه موټر سره يو ځاى تښتول سوي دي، چي د تښتوني مسئوليت يې چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو حکومت چارواکو د تل په څېر دواړي پيښي پر وسله والو طالبانو تاوان کړي دي.