د ملګرو متلونو د امنيت شورا له تور ليست څخه د پنځو داسي طالب مشرانو نومونه ايستلي چي دوه يې وختي لا مړه سوي او درې نور يې د طالبانو په ليکو کي کومه وظيفه نه لري.
په اسلام آباد کي د طالبانو پخوانى سفير ملا عبدالسلام ضعيف، په ملګرو ملتونو کي د طالبان استازى مولوي عبدالحکيم مجاهد او د طالبانو د بهرنيو چارو او صحت عامې وزارت پخوانى چارواکى عبدالستار پکتين هغه کسان دي چي له افغان حکومت سره د جنګېدونکو د طالبانو په وينا د دوى له ليکو څخه وتلي دي.
دوه نور کسان د طالبانو د استخباراتو رئيس او بيا د کورنيو چارو وزارت مرستيال ملا عبدالصمد خاکسار او د طالبانو د واکمنۍ د باميانو والي محمداسلام محمدي هم شامل دي.
ملا عبدالصمد خاکسار په ٢٠٠٦ کال په کندهار او محمداسلام محمدي په ٢٠٠٨ کال په کابل کي د نامعلومو کسانو له خوا ترور سول.
د يادو سويو کسانو نومونه په داسي حال کي له تور ليست څخه ايستل کېږي، چي د راپورونو له مخي افغان حکومت د ٥٠ طالب مشرانو نومونه ملګرو ملتونو ته سپارلي دي، چي له تور ليست څخه يې وباسي.