کور / تازه خبرونه / امريکايي عسکرو کابل ښاريانو ته مرګ ژوبله واړوله

امريکايي عسکرو کابل ښاريانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل له ښار څخه تازه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د امريکا ځانګړو پوځيانو يا سپېشل فورس پر کابل ښاريانو ډزي کړي چي څلور تنه يې وژلي او څو نور يې ټپيان کړي دي.
راپورونه وايي پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د امريکا په سفارت پوري اړوند دوو موټرانو د ملکي کسانو له موټر سره ټکر وکړ، د دوى دغه عمل د ښاريانو غوصه راوپاروله، د بهرنيانو پر موټرو يې حمله کړې، يو موټر يې سوځلى چي يو افغان پوليس يې له امله ټپي سوى دئ.

تر پېښي وروسته امريکايي ځواکونو پر ښاريانو ډزي کړي چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده. خو د آيساف ځواکونه وايي څلور کسان په ډزو نه بلکي د ترافيکي پېښي له امله وژل سوي دي.

بلي خوا ته لراوبر ويبپاڼي ته د آيساف يوې مطبوعاتي مسئولي په دې حمله کي د امريکايي ځانګړو ځواکونو د لاس لرل رد کړل او وايي د پېښي پر مهال د امريکا ځانګړي ځواکونه په سيمه کي موجود نه ول.

دا پېښه پرداسي مهال رامنځته کېږي چي د ناټو ځواکونو نوي امريکايي قومندان جنرال پيټريوس دوې ورځي دمخه خپلو پوځيانو ته وويل چي د افغانانو عنعناتو ته درناوى وکړي او د مېلمنو!؟ په شان ژوند وکړي.