کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دلوي ملاصاحب سره دخواله ” په ځواب کې!

دلوي ملاصاحب سره دخواله ” په ځواب کې!

 درانه ورور حبیب الله غمخورصیب ته سلامونه  اوښې چارې!


د” دلوي ملاصاحب سره دزړه خواله ! ” ترعنوان لاندې مي ستاسو ارزښتناک  لیک ولوست  ،دهغه په  لیکل شویو  محتویاتوکې   ستاسو په اند له  هیواد اوهیواد والو سره دخواږۍ اوغمخوارۍ  ښه توري کښل  شوي وو،خومخکې تردي چې طالبان  دهغو په اړه  څه  درته  ولیکي  زه دیوه پښتون  لیکوال په توګه  ستاسوښاغلیو پام  دڅولاندې  ټکیو لوستلو ته راګرځوم.


درنه  غمخورصیبه! داسلامي  لارښونو له مخې  مسلمان ته توصیه کول ، ښه مشوره ورکول ،وړاندیز اونصیحت ورته کول  یوستراسلامي مسؤلیت  دي چې انګیزه یې باید متقابل احترام  ،دیني  خواخوږۍ  اوخیرغوښتنه  وي  نه  خدای مکړه  دمقابل لوري توهین او بي احترامي .


له ډیره بده مرغه چې  لومړی خو تاسو خپل  لیک د  دغه  اصل په  ترپښو لاندې کولوسره  په داسې  استهزاء امیزه جملو پیل کړی  دی  چې په هغه کې ستاسي اخلاقي فقر اودمخاطبې داسلوبو ناسم استعمال  ستاسي خواخوږۍ اوخیر خواهي ترسیوري لاندې رواستې  :


  ــ دکمپیوټرپه استعمال به موځان نه وي بلد کړی


 ــ که په رشتيا هغوئ  تاسو  دځان  مشربولي   ــ که تاسو پر طالب جنگياليو تاثير ولری


 ــ پدې شرط که هغوئ ستاسو امر ومني ……


داټولې جملې داسې مفاهیم لري چې   له تاسوښاغلیوماسیوا دبل هرلوستونکي په ډیره  آسانۍ سره  دهغوپه اصلي مطلب سرخلاصیږي او دوهم داچې  تاسو په خپل ارزښتمن لیک کې له لوی ملاصاحب څخه  ددې غوښتنه کړې  چې  نوموړی  دی ترخپلې ولکې لاندې سیمو کې  له  هغو کانديدانوسره مرسته وکړی چي يوازي غواړي د پارلمان له لاري دغه کړېدلي ولس اوخپل هيواد ته خدمت وکړي !!!؟


جناب غمخورصیب  ! داستعمار ترسیوري لاندې په  هغه هیوادکې چې ولس مشریې  دیرغلګرو دمظالمو او وحشي ګریوو دمخنیوي په مقابل کې  داوښکوله تویولوپرته نورهیڅ و س نه لري   دهغه په اصطلاح پارلماني کاندید به دخپل کړیدلي ولس دخدمت په اړه څه  وکړای شي  ؟


دروند غمخورصیب!


تاله رسنیو نه دې  اوریدلي  چې دننګرهار دپارلماني وکیلې  آغلې صفیې صدیقې په کور دغو یرغلګرو بریدوکړ اودهغې دکور خپلوان يي ورته ووژلو؟


تانه دي اوریدلي چې دکابل دخلګو دپارلماني وکیل  ښاغلي استاد سیاف په کورهمدغه  یرغلګران ورننوتل اوددولت له مخالفینوسره دمرستې  په پلمه يي دهغه دکورټول کونجونه ولټول.؟


تانه دي اوریدلي چې  دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکې  څومره پارلماني  وکیلان  ددغو صلیبي لنډغرو په لاس  سپک شوي ،بي عزته شوي  اوډبول شوي دي؟


محترم  غمخورصیب ! ستاسو دقیمتي لیک له محتوا څخه داسې مالومیږي چې  په افغانستان باندې  دکرزي دبیواکه تپل شوې ادارې  حاکمیت مشروعیت لري  او هغه باید  ومنل شي ،دهغې  لخوا ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنوته  زمینه سازي وشي  اودهغې  دپارلماني کاندیدانو امنیت خوندي شي او که وژل  کیږي نوبیا دپښتنو پارلماني وکیل صاحبانو  په ځاي  باید هزاره ،تاجک ،ازبک …. ووژل شي  …!! !


ماته ستاسو تردغې نابلدې غوښتنې پوري دپښتنو ټوکمارو هغه فکاهي  رایاده شوه  چې یوه سړي بل ته کرۍ شپه  د آدم خان اودورخانۍ په نکل  تیره کړې وه خود مخاطب یې  په سهارکې  د  آدم خان  په نارینه توب  اوښځمنتوب  لا سر نه وو خلاص شوی.


لس کاله وشول چې  هیوادمو ترصلیبي نارایرغل لاندې دی   ټول ولس  له دغه  کفري یرغل  څخه دخپل هیواد ددفاع اوژغورنې لپاره  له هغوئ سره دمقابلې لاره نیولې  اوپه زرګونو انسانانو په دغې لارې کې  دسرونو نذرانې ورکړې ،یرغلګرو امریکایانو په افغانانو یواځي  له خپله ځانه ددفاع په جرم  له کیوباترامریکا دوحشت ټول جیلونه  ډک کړي  ،دهغوئ کورونه یې وران کړي  هغوئ یې په سپو داړلي …….  اوته بیا هم دهغوټولو برخلاف  ددې غوښتنه کوي چې د دغو یرغلګرو ترسیوري لاندې  ترسره کیدونکو په اصطلاح  پارلماني  ټاکنوته  دې  زمینه  سازي  وشي اودهغوئ دکاندیدانوامنیت دي خوندې شي ؟


محترم غمخورصیب  ! دهیواد په اصطلاح مشروع اومنتخب  ولس مشر ښاغلی کرزی چې  دتیرو ولسمشریزو ټولټاکنو په پایله کې  په سلو  ټګیو اوبرګیو  بیا دارګ  حاکمیت  ترلاسه کړ  دامریکایانوپه لاس دسلګونوولسي افغانانوله وژلو ،په ملیاردونوډالرو له  ضایع کولو او دښاغلي خلیلې اوفهیم له  نصبولو ماسیوايي د هیواد او  ولس په  ګټه نورڅه وکړای شول چې ته اوس بیا دهغه  دواکمنۍ ترسیوري لاندې  دپارلماني کاندیدانو دخوندیتوب مشورې لوي ملاصاحب ته  ورکوي  .


که نورهیڅ نه وي  یواځې  دهلمند ولایت  دتیرې  پانشنبې  په ورځ  دامریکایانوله لوري   د۵۲  بیوزله ولسي وګړیود وحشیانه وژلو په هکله  له نوموړي څخه  دکوم مثبت  اقدام  توقع کیدلاي شي ؟


ښاغلي غمخورصیب!


شاید تابه دا اوریدلي وي چې  دجنوبي  کوریا  پخواني ولسمشر  کیم های   په تیر۲۰۰۹ کال کې یواځې   له دې امله   ځان وواژه  چې  له خپل ولس سره   دکړیو ژمنو  په ترسره کولوکې پاتې راغلی وونوځکه یې  مرګ ته  په ژوند کولوترجیح ورکړه.افغانان له  کرزي نه  کله هم د ده دصلیبي دوستانو دجنایاتو په مقابل کې  دعدم توانايي   له امله   دده دځان  وژنې مطالبه نه لري  بلکې یواځې دا تري غواړي چې دهغو  مخنیوی وکړي ؛ که يي مخنیوای نشي کولای نولږترلږه  له دغې  بیواکه ولس مشري  خودي استعفاورکړي  اوکه  دخپلې استعفاواک یې هم د هغوئ په لاس  کې  وي  بیایې نو  دولسمشري دقانونیت اومشروعیت  په اړه قضاوت  تاسو محترموته سپارو چې  دهغه  په  اړه څه پریکړه کوئ.


جناب  غمخورصیب ! ښايي تاسو په دي خبره راسره  موافقه ولرئ چې دخپل هیواد له حریمه  دهغه له  مقدساتو اونوامیسوڅخه دفاع کول  دهرانسان  مسلم  مشروع  حق دي  اوپه دې به هم راسره  موافق یاستئ  چې  زمونږ اوستاسو ننګیالي  نیکونه  اوپلرونه  په دغې ویاړلې دفاع کې  ډیره ښه تاریخي  سابقه لري  ،خو نه پوهیږم  چې دتیرو چنګیزي ،انګریزي اوکمونستي  یرغلونو اوداوسني صلیبي یرغل ترمنځ دمقارنې او معادلې  په اړه به مو    نظر ترکومه بریده راسره  یو  وي؟!


زه خو وایم که مودپرنیوچنګیزانو ،انګریزانو اوشورویانوپه مقابل کې  له خپله  هیواده څخه  دغیرتي اسلافو دفاع کول  دستاینې او تقدیر وړي  نوباید  دخپل ضمیرد  وجداني فیصلې  له مخې   دهماغو شازلمیو دغیرتي زامنو له لوري  داوسنیو یرغلګرو امریکایانو ،انګریزانو اوټولوفرنګیانو  په مقابلې  اومجاهدې باندې هم  وویاړو  اوددغه تاریخي ویاړ نسبت اوابتکارهم   دسوچه   افغاني  مبارزې  زیږنده وبولو نه د صلیبي  امریکایانو  دهمغږو بي مروته  تورلینګیو ملاتړو   دمداخلې  اولاس وهنو محصول.


ستاسو دبریالیتوب  او موفقیت په هیله