ليکنه: ولي شا طبيب
انسانانو په نړۍ کښي د خپل پيدايښت له سباوون سره دخپل ژوند د دوام له پاره د خوراک،څښاک،پوښاک او استوګنځي په برخه کښي اقدام وکړ او په دي ټولو برخو کښي يي لومړني افزار،وسايل او لوازم جوړ کړل،همدا راز دوى لومړني هنري آثار په تيږو کښي تصويرونه د تيږ توږني له لاري ګټين څيزونه او بيا اوسپنيز، خاورين، لرګين څيزونه جوړ کړل او ورو_ورو صنايعو وده وکړه او د دوى ژوند پرمخ ولاړ؛ د پرمختګ په دوره کښي انسانانو دي ته توجه وکړه چي د خپلو تيرو شويو نيکونو د لاس نښي خوندي کړي او په خوندي ځايونو کښي يي وساتي او همدا وخت و چي د موزيمونو جوړولو ته اړه پيدا سوه.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخي تر ټولو لرغونى موزيم هغه مصري موزيم دى چي له نن نه دوه زره دري سوه کاله وړاندي د بطليموس په وسيله د مصر په اسکندريه کښي جوړ شوى و، تردي وروسته د اشخاصو په وسيله د لرغونو آثارو ټولولو دوام وکړ خو د شپاړسمي پېړۍ په اواخرو کښي د لرغونو آثارو مينه وال ډېر زيات شول او پانګه والو د ځانونو له پاره زړو آثارو او شخصي کليکسيونونه جوړ کړل او بيا ځيني دا ډول کلکسيونونه په موزيمونو واوښتل. تر اوولسمي پېړۍ را وروسته د نړۍ په بيلابيلو هېوادونو کښي په سوونو موزيمونه جوړ شول چي ځيني يي نړېوال شهرت لري لکه د فرانسي د لوور موزيم، دلندن بريټش موزيم د نيويارک عمومي موزيم، مصر فرعوني موزيم، دلاهور موزيم، دکراچۍ موزيم، د ايران ملي موزيم، د هند ملي موزيم او داسي نور.
افغانستان چي د انسان د لاس پنځوس زره کلني نښي پکي دي تر اوسه يي ډيري برخي لا نا سپړلي پاتي دي او تر اوسه يي ډېر تاريخي آثار لا د ځمکي په زړه کښي دي. له افغانستان نه ليږدونکي آثار له زر کلونو راهيسي خلکو پيژندل او ننداري به يي کېدلي لکه د باميانو ٣٥ متره او ٥٣ متره بودايي مجسمي چي له څه کم دوه زرو کلونو راهيسي يي بهرنيو او کورنيو نندارچيانو ننداره کوله چي دوه کاله وړاندي دتعصب،ورستو مغزونو او د وحشت کرغېړنو لاسونو په باروتو او بمونو له بېخه را ونړول او يا د بلخ،هرات،غور، کندهار، ننګرهار، سمنګان، غزني، هلمند او نورو سيمو آثار.
په ١٩١٩ کال د افغانستان د خپلواکۍ تر لاس ته راتلو وروسته د پرمختګ د نورو کارونو د پيلېدو ترڅنګ د ملي موزيم جوړولو کار هم پيل شو، د افغانستان د اساسي تشکيلاتو او د پوهني وزارت په نظامنانو کښي ددي وزارت په تشکيلاتو کښي د حفرياتو او موزيم ماموريت رامنځ ته شو،دي اداري دنده درلوده چي د له فرانسوي هيات سره د شوي تړون له مخي هغه آثار چي د افغانستان برخه ده خوندي کړي،تنظيم يي کړي او په موزيم کښي يي ننداري ته وړاندي کړي، تړون فرانسويانو ته حق ورکاوه چي له دوو سره ورته او مشابه آثارونه يو يي فرانسي ته وليږدوي.
د افغانستان ملي موزيم په ١٢٩٧ کال د باغ بالا په ودانۍ کښي د عجايب خاني په نامه جوړ شو چي لومړى ځيني زاړه حربي وسايل، د جهاد بيرغونه، لاسي کارونه ، د قران کريم او تفسير خطي نسخي او نادرکتابونه پکي راغونډ شوي وو، خو شپږ کاله وروسته دا آثار له باغ بالا نه د ارګ د باغچي کوټۍ ته راوړل شول، نور آثار يي ورسره يو ځاى کړل او د ١٣٠٣ کال د لړم په ٢٥ نېټه په داسي حال کښي چي د پوهني وزير فيض محمد خان او د باندنيو چارو وزير علامه محمودطرزي د موزيم په ارزښت او د تاريخي آثارو د ساتلو په ګټو ويناوي وکړې، د اعليحضرت غازي امان الله خان له خوا رسماً پرانيستل شو او د وخت لويانو ډير قيمتي شيان موزيم ته د سوغاتونو په توګه ورکړل.
د ١٣٠٧ کال په کورني اړو دوړ کښي د موزيم يو شمير مجسمي د امير حبيب الله کلکاني په امر ماتې، يو شمير آثار يي چور او يوه برخه يي پاتي شول، د هېواد تر نجات وروسته په موزيم کښي پاتي آثار په دارالامان کښي په يوه ودانۍ کښي تنظيم شول او له دي سره موزيم په ښه ډول ترتيب شو؛ آثار يي په تاريخي دورو ووېشل شول او د سکو، مجسمو، ډبرليکونو او نورو له پاره بېلا بېلي خوني وټاکل شوي او د کابل موزيم نوم پري کېښودل شو.
په ١٣٣٦ کال کښي موزيم له يونسکو سره تړون وکړ او کابل موزيم د نړېوالو نورمونو په رڼا کښي له سره تنظيم شو او هم د موزيم ګڼ آثار په نړيواله توګه ثبت شول. په ١٣٥٣ کال کښي موزيم نور هم انکشاف وکړ او خاصه توجه ورته وسوه، د موزيم تر جوړېدو وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کښي تاريخي کيندني وشوي او د هېواد له بېلا بېلو برخو نه تاريخي آثار کابل موزيم ته راوړل شول او هم په ځينو ولايتونو کښي منقول او غير منقول موزيمونه جوړ شول لکه په غزني کښي يو منقول او بل د سردار غونډۍ غير منقول موزيم، دکندهار موزيم، د هرات موزيم، د ميمني موزيم، دبلخ موزيم، د باميان غير منقول موزيم، د ننګرهار د هډي غير منقول موزيم او ځيني نور واړه واړه موزيمونه.د کابل د ملي موزيم زيانونه هغه وخت پيل شول کله چي شورويانو د وژلو ځاى ته د حفيظ الله امين د لېږلو پرېکړه وکړه، امين ته يي وويل چي موزيم له دارالامان نه ارګ ته راوړي او دى له ارګ نه دارالامان ته وليږي، د موزيم ډير نفيس او قيمتي آثار په ډېر بېړني ډول بي ځايه شول چي په دي ترڅ کښي يو شمير نفيس آثار مات شول او يو شمير قيمتي آثار غلا.
د نجيب د حکومت پر وخت موزيم بيرته په دارالامان کښي خپل پخواني ځاى ته نقل شو خو دده تر سقوط وروسته د تنظيمي جګړو په دوران کښي له بهرنيو قاچاقبرانو سره په سلا د کابل ملي موزيم چور او د تاريخ دغه زړه خونه تالا والا سوه، د ولاياتو اکثره منقول او غير منقول موزيمونه چور شول، څه مجسمي چي پاتي وي د هغوى يوه لويه برخه د طالبانو په دوره کښي له منځه يووړل سوه.د طالبانو تر ماتي وروسته د ملي موزيم ځيني غلا شوي آثار بېرته هېواد ته راوړل شول او ځيني نور يي هم لا تر اوسه په يو شمير هېوادونو کښي شته چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يي د ډيپلوماټيکو لارو څارنه کوي .