د کندهار ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديد محمدنعيم لالى له يوې بمي حملې څخه روغ وتلى دئ.
د کندهار امنيه قومندان آزادۍ راډيو ته ويلي چاودنه نن سهار د کندهار په لوېديځ ميرويس مېنه کي د نوموړي پر موټر سوې، چي ښاغلي لالي ته پکښي زيان نه دئ رسېدلى، خو يو ماشوم پکښي ټپي سوئ دئ.
راپور وايي چي محمدنعيم لالى تر کانديدۍ دمخه د کندهار په امنيه قومنداني کي دنشيي موادو سره د مبارزې مدير وو.