د هالنډ يوې ورځپاڼي د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي نظر خپور کړئ، چي له افغانستان څخه يې د هالنډي ځواکونو د وتلو په باب د طالبانو د مشرتابه شورا دريځ څرګند کړى دئ.
قاري يوسف احمدي ويلي چي د طالبانو اسلامي امارت د هالنډ د حکومت او خلګو د هغي پرېکړي هرکلى کوي، چي له افغانستان څخه يې د خپلو ځواکونو د ايستلو په هکله کړې او نه غواړي چي نور په افغانستان کي پاته سي.
د ناټو تر مشرۍ لاندي د هالنډي ځواکونو د فعاليت موده په افغانستان کي دوې ورځي وروسته پاى ته رسېږي او هالنډ غواړي د خپلو پوځيانو وتل له افغانستان څخه پيل کړي، خو د ناټو هيوادونو له دغه هيواد څخه غوښتي چي د پوځي ماموريت موده د را روان کال تر اګست پوري وځنډوي.