کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: سېلابونو ١٥٠ کسان وژلي دي

پښتونخوا: سېلابونو ١٥٠ کسان وژلي دي

د پښتونخوايالتي حکومت وايي د پېښور ښار په ګډون په شاوخوا سيمو کي د شديدو بارانونو د اورښت له امله ١٥٠ کسان وژل سوي او په سوونو ټپيان دي.
د پښتونخوا ايالتي حکومت اضطراري حالت کړى او پر مرکزي حکومت او بهرنيو خيريه موسساتو يې د مرستي ږغ کړى دئ.
د هوا پوهني اداره وايي ښايي د دغو موسمي بارانونو سارى په تيرو ٨٠ کالو کي نه وو ليدل سوئ او ښايي تر سبا پوري دوام پيدا کړي.
د لراوبر افغانستان په ډېرو سيمو کي د تيري اونۍ راهيسي بارانونه روان دي، چي په کونړ، بغلان، لغمان او ځينو نورو سيمو کي يې هم په لسهاوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، په زرونو کورونه يې ړنګ کړي او د کښت او کروندې ډېري مځکي يې خرابي کړي دي.