کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په تکفير کې افراط (ډاکټر يوسف قرضاوي) (۱)

په تکفير کې افراط (ډاکټر يوسف قرضاوي) (۱)

ژباړن: عبدالجبار فراز


(زړه ته راتېر لوستونکې! محمد صلى الله عليه و سلم فرمايي: تقدير له دوعا پرته په بل هېڅ شي نه بدلېږي. نو د همدغې لارښوونې پر بنسټ عاجزانه هيله درڅخه کوم چې د لاندنۍ ليکنې د مطالعې تر پيل وړاندې زما مور ته د زړه له اخلاصه دوعا وکړې چې الله تعالى يې له يوې اوږدې او ځوروونکي ناروغۍ څخه روغه کړي! –  جبار فراز) 


پوښتنه: دوه ليکونه مې ترلاسه کړل، په يوه کې تر سريزې وروسته ليکلي وو:


(ښايي په مجلو او ورځپاڼو کې مو هغه مضامين لوستي يا اورېدلي وي چې د دين د نوي مطالعې په باب خپاره شوي يا پر ژبو اوړ را اوړي. د دغه فکر پيروان د (جماعة الکتفير)، (جماعة الکهف) او يا (جماعة الهجرة) په نومونو پېژندل کېږي، که څه هم ښايي دوى د کفر د ټاپې وهلو په معيارونو کې تر خپل منځ يو څه توپير سره ولري، خو ‎په مجموع کې يې د (په تکفير کې افراط کوونکي) تر سرليک لاندې څېړلاى شو.


ځينې يې په دې باور دي چې د کبيره ګناه کوونکى کافر دى، تر دوى مخکې خوارجو هم همدا عقيده لرله. يوه بله ډله يې بيا وايي په لويه ګناه سړى تر هغو نه کافر کېږي چې پر تکرار يې ټينګار ونه کړي. بل ګروپ يې په دې عقيده دى چې د نن سبا ډېرى انسانان له دې سره چې ځانونه مسلمانان بولي، مسلمانان نه دي.


پورتنۍ ډلې رنګارنګ دليلونه او استدلالونه کوي، کېداى شي له ځينو سره يې تاسې هم آشنا ياست، ځکه په ورځپاڼو کې د يو شمېر اسلامپوهانو له خوا ځواب او رد شوي دي. دغه پديده ځينو ته ډېره ساده برېښي، مګر اصلاً ډېره مهمه مسئله ده، ځکه يادو ډلو د پرله پسې غونډو، ناستو او حلقو په جوړولو سره د ډېرو ځوانانو پام ځان ته اړولى او په تېره ځوانان دې ته سخت اړ دي چې له قاطع پايلې او عادلانه قضاوته خبر شي.


موږ د حق په بيانولو کې ستاسې پر پوهه، درک، ديندارۍ، اخلاص، ناپېيلتوب(بېطرفۍ) او زړورتيا باور لرو او غواړو په دې باب د نصوصو او د مسلمانو علماوو له خوا د منلو او معتبرو شرعي دليلونو په رڼا کې د رښتيني اسلام دريځ ټولو ته څرګند کړئ او تر وسه-وسه يې په ځيرتيا او مسووليت تر تحقيق لاندې ونيسئ. سره له دې چې ستاسې له بې شمېره بوختياوو خبر يو، بيا هم هيله کوو دغې موضوع ته پر نورو لومړيتوب ورکړئ، ځکه زموږ په اند ډېره حساسه او ارزښتناکه ده. څښتن مو تل بريالى لره.


د قاهرې څو تنه مسلمان ځوانان


دويم ليک د مسلمانو ځوانانو يوې بلې ډلې د يمن له پلازمېنې صنعا څخه رالېږلى او داسې يې ليکلي دي:


که يو څوک عقيده ولري چې په يمن او نورو اسلامي هيوادونو کې مېشت ټول امت له پوه، ناپوه څخه نيولې تر نر او ښځې پورې که په اسلامي احکامو امر شوى وي يا نه وي، کافر او مرتد دى، يمن او نور اسلامي مملکتونه د دارالحرب(د جګړې مورچل) يا دارالرده(د ارتداد ځمکه) حکم لري، په مسجدونو کې يې د جمعې او جماعت لمونځونه صحيح نه دي؛ ځکه دا کار په مرتد کافر پسې د اقتدا په معنا دى او په يوه له دينه اوښتې يا کافره ټولنه کې امر بالمعروف و نهى عن المنکر واجب نه دى، بلکې تر هر څه وړاندې بايد هغوى د (لا اله الاالله، محمد رسول الله) لوري ته وبلل شي او امر بالمعروف و نهى عن المنکر په يوه مسلمانه ټولنه کې د مسلمان ملت يعنې (دارالاسلام) لپاره خپله معنا ښندي. آيا دا ګروهه سهي ده او په تاييد کې يې د قرآن، صحيح سنت، سلفي عقيدې او امت د اجماع کوم ثقه سند شته؟ او که په يادو سرچينو کې د ريښې نه لرلو له امله فاسده او باطله ده؟ ستاسې د قانع کوونکي ځواب په هيله! 


ځواب: د قاهرې او صنعا مېشتو ځوانانو له هغه باور څخه مننه کوم چې پر ما يې لري، خداى پاک دې هغه وړتيا راپه برخه کړي چې دوى يې په ما کې د شتوالي نېک شک کوي او يو الله جل جلاله دې مې د هغه څه له امله وبخښي چې دوى زما په باب ترې خبر نه دي.


د پوښتل شوي موضوع خطر ما هم حس کړى او وينم چې د ډېرو ځوانانو د فکر ستنې يې ور کږې کړي دي. په ډېرو عربي هيوادونو کې مې په ځينو مخلصو او پاک ضميره ځوانانو کې د دغې مسئلې (په تکفير کې افراط) نښې ليدلي دي؛ هغه دليلونه او شبهات مې هم اورېدلي يا مطالعه کړي چې دوى استناد پر کوي؛ خو غوښتل مې يو ځل بيا د هغوى د ليدلوري په باب مطالعه وکړم، ځکه اسلامي فقيه يوازې له همدې لارې يوه نظريه په ليکنۍ بڼه تر څېړنې لاندې نيولاى شي. له دې هر څه سره-سره ياد هدف ته زما نه رسېدنه بايد د دې لامل نه شي چې د (تکفير او په هغه کې افراط) مسئله له لنډکۍ شننې څخه هم پاتې شي.


دغه قضيه په اسلامي تاريخ کې د خوارجو له پيدايښت سره سمه راوټوکېده، او ښايي لومړنۍ هغه وي چې د مسلمانانو افکار يې تر ډېره بوخت وساتل او پايلو يې څو نسله نظري، عملي او آن پوځي و سياسي مسايل اغېزمن کړل. خو داسې وخت هم راغى چې اسلامي اند د دغې ناوړه پديدې له منګولو راووت او د اهل سنت و الجماعت پر ګروهه ټينګ شو.


د پوښتونکو د معلوماتو لپاره بايد ووايم چې له کلونو راهيسې د تکفير په باب د يو خپلواک اثر کښلو نيت راسره دى، خو د ډېرو ديني غيرتمنو له ټينګار او زما له خپلې لېوالتيا سره-سره پر دې کار نه يم توانېدلى، ځکه له يوې خوا مې ورځنۍ بوختياوې ګڼې دي او له بل پلوه د دې موضوع په څېړلو کې د زغم او صبر پلوى يم، دغه راز مې ورځ تر بلې د يادې ډلې، چې د (د تکفير ټولنه) نومېږي، د کړنو له پېژندلو سره تنده لا پسې ډېرېږي او دا هغه څه دي چې زه يې تر ننه د دې کتاب له ليکلو راګرځولى يم. له خداى پاکه غواړم چې په ليکلو کې يې له خپلې رضا سره سم توفيق راکړي. خو بايد ووايم چې پورتني خنډونه دومره هم نه دي چې يو مخ قلم کښېږدم او د دې موضوع د تږو تنده لږ غوندې هم ورماته نه کړم.  


د دغې پديدې د علتونو او اسبابو د څېړنې اړتيا


د دې لپاره چې په دې ډګر کې د راولاړو شويو ستونزو پر وړاندې مو منطقي ګام اوچت کړى وي تر هر څه لومړى بايد په تکفير کې د افراط د پديدې هراړخيزه او ژوره څېړنه وکړو.


که له زورورو سره دا خيال وي چې د ځواک، زندان او يا نورو تهديدونو په مټ پر دې پديده بريالي کېداى شي، په دوو دليلونو اشتباه کوي:


لومړى دا چې يوازې نظريه د نظريې پر وړاندې د درېدو تاب لري او د فکر ځواب بايد په فکر وشي. د دغسې ښکارندو(پديدو) په مقابل کې يوازې د ګواښ استعمال د هغې د لا پرمختيا، غوړېدنې او پيروانو له ډېرېدو پرته بله پايله نه شي لرلاى. نو لازمه ده د سرګردانو فکرو ځواب په منطقي او منونکو دليلونو ورکړل شي.


دويم دا چې دغه د کفر ټاپه وهونکي په ټوليز ډول ديندار، مخلص، روژه نيوونکي، شپه روڼوونکي او غيرتمن کسان دي او په ټولنه کې فکري ارتداد، اخلاقي بې بندوبارۍ، عامه فساد او سياسي زورواکۍ دغسې دريځ خپلولو ته مجبور کړي دي. دوى سره له دې چې تېروتنه کوي او لار يې ورکه کړې، بيا هم د اسلامي امت اصلاح غوښتونکي دي. نو بايد حقه او منطقي غوښتنو ته يې هرکلى ووايو، او د داسې څيرونکو ځناورو په سترګه ورته ونه ګورو چې ټولنه ويجاړول او په وينو لړل غواړي. يو څېړونکى د دغې قضيې د ريښې تر راسپړلو وروسته پوهېږي چې په تکفير کې د افراط پديده لاندې لاملونه لري:


١: په اسلامي ټولنو کې ښکاره کفر او ارتداد خپور دى، په لوړو اجتماعي مقامونو کې کافران او مرتدان شتون لري او پر خپلو کفرياتو وياړ هم کوي، له بل پلوه ډله ييزې رسنۍ په څرګنده او پټه د مسلمانانو په منځ کې د کفر او ارتداد خپرولو لپاره پر کار بوختې دي، نه د چا تر نيوکې لاندې راځي او نه يې هم څوک له دې ګمراهۍ څخه راګرځوي.


٢: د دغسې افرادو پر وړاندې د ډيرو ديني علماوو بې پروايي او په داسې حال کې د هغوى مسلمان بلل چې اسلام بېخې ځنې بېزاره دى.


٣: د هغو بلونکو او داعيانو پر افکارو او اصيله اسلامي مفکوره تېرى چې د قرآن او سنتو پيروي کوي او د خپلواکو مفکرينو پر وړاندې د زورزياتي استعمال.


٤: له فقهې او اسلامي آرونو څخه د دغو ځوانانو ډېره کمه خبرتيا او د اسلامي علومو او ادبياتو سطحي مطالعه چې په نتيجه کې ځينې نصوص ځينو نورو ته له پاملرنې پرته د دليل په توګه را اخلي او له محکماتو څخه په ناخبرۍ متشابهاتو ته لاس اچوي، يا جزياتو ته د زيات پام له امله د شريعت ټوليزي(کلي) قاعدې هېروي، يا له ځينو نصوصو څخه تلواري او سرسرکي پايله ترلاسه کوي او د فتوا ورکولو اړينو شرايطو ته له توجه او کافي اهليت پرته فتوا ورکوي.


سر مو بايد خلاص وي چې د الله جل جلاله د شريعت او احکامو له ژورې پوهې پرته يوازې اخلاص کفايت نه کوي، که نه د دغې نظريې پيروان به هم هغه څا ته ولوېږي چې تر دوى وړاندې خوارج په کې پرېوتل. د امام احمد بن حنبل په وينا خوارج له دې سره چې پر عبادت او اعتقادي مجادلو مينان وو، بيا هم د لسګونو صحيح احاديثو له خوا غندل شوي دي.


له همدې امله پخوانيو مخکښانو په پرله پسې توګه اسلامي امت ته تر تعبد او جهاد وړاندې د پوهې او اجتهاد سپارښتنه کړې ده چې هسې نه په ناپوهۍ کې د څښتن تعالى له لارې منحرف نه شي.


حسن بصري رضى الله عنه فرمايي:


(عالمان له پوهې پرته د بې لارې لارويانو په شان دي، چې تر اصلاح يې د فساد کچه لوړه ده. د داسې علم لټه وکړئ چې عبادت زيانمن نه کړي، او داسې عبادت ولټوئ چې پوهې ته تاوان ونه رسوي؛ ځکه يوې ډلې له علم پرته عبادت ته ملا وتړله او د کافي پوهې او آګاهۍ د نه لرلو له امله يې د محمد صلى الله عليه وسلم پر امت توره راوکښله! که هغوى پوره پوهه لرلاى هېڅکله به يې داسې اعمال ترسره کړي نه واى.) 


هغه کسان چې بايد تکفير شي


غوره به دا وي چې هغه کسان تکفير کړو چې له شرم او حيا پرته خپل کفر څرګندوي او پر هغو خلکو د کفر ټاپه ونه وهو چې په ښکاره يې اسلام منلى او په پټه له ايمان او ګروهې تش دي. دغسې کسان د اسلام له نظره (منافقان) بلل کېږي. هغه انسانان چې په ژبه د اسلام دعوه کوي او زړه يې د ايمان له نوره بې برخې وي، يا يې د عمل او وينا تر منځ توپير وي، په دنيا کې د ظاهر په غوښتنه اسلامي احکام پر تطبيقوو او په آخرت کې د خپل کړي کفر او پر هغه د سرپوښ ايښودلو له امله تر ټولو ناوړه ځاى ته لېږل کېږي.


هغه کافران چې بايد له شک پرته له اسلامي ټولنې وشړل شي، په لاندې ډول دي:


١: هغه کمونستان چې پر خپلو عقيدو ولاړ دي، يعنې کمونيزم له دې سره د ژوند د تګلارې او فلسفې په توګه مني چې له اسلامي ارزښتونو، ديني عقيدې او شريعت سره په مخالفت کې دى، دين ته د ټولنې د افيون په سترګه ګوري، ښکاره دښمني ورسره کوي او ځکه يې يوازې اسلام تر بريد لاندې نيولى چې هراړخيز او بشپړ پروګرام لري.


٢: د سکولريستي ګوندونو هغه غړي چې په څرګنده اسلام ردوي او د اسلام و سياست د بېلوالي عقيده لري، چې د خداى او رسول خوا ته راوبلل شي غاړه غړوي او د دې تر څنګ د اسلامي داعيانو او د شريعت د ريښو له ټينګوونکو مجاهدينو سره جګړه هم کوي.


٣: د هغو ډلو پيروان چې په ښکاره له اسلامه وتلي دي لکه: دروزيان، نُصيريه، اسماعيليه او نورې باطني ډلې ټپلې چې امام غزالي او نورو يې په باب ويلي دي: ظاهر يې رفض(ردول) او باطن يې وچ کفر دى؟! دغه راز يې شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله په اړه داسې ليکلي دي: د اسلام له ضرورياتو او د دين د اصولو له قطعياتو څخه د مخ اړونې له امله تر کفارو ډېر بد دي! اوسمهال د دغسې خوځښتونو بېلګه بهائيت دى چې په خپله خوښه يې نوى دين بنسټ کړى او دا چې د خداى پاک له لوري د نبوت د لړۍ تر پاى ته رسېدو وروسته د پيغمبرۍ ادعا کوي، تر مسلمانانو قاديانانو ته ډېر نژدې دي. 


د (نوعې) او (شخص) تر منځ د توپير اړتيا


څېړونکي علما په دې عقيده دي چې د تکفير په قضيه کې بايد د (شخص) او (نوعې) تر منځ توپير وشي. د بېلګې په توګه که ووايو: هغه کمونستان او سکولر سياستوال کافران دي چې د خداى جل جلاله حکم ردوي. او يا هم ووايو: که يو څوک پلانۍ خبره وکړي کافر دى، نو پر نوع مو حکم کړى دى؛ خو يو څرګند شخص بايد تر هغه وخته کافر ونه بولو چې کفر يې له شک او عذر پرته په زبات راته ونه رسېږي، که څه هم دغې يا هغې ډلې ته منسوب وي.


شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي:


(ځينې وختونه د انسان وينا د کفر لامل ګرځي او له شک پرته يې بايد د ويونکي د تکفير حکم صادر او په باب يې وويل شي: که څوک داسې ووايي کافر دى. مګر که يو ټاکلي شخص هماغه خبره تر خوله راوايستله تر هغو يې د کفر حکم ورکول کېداى نه شي چې په دليل ثابته شوې نه وي؛ لکه په نصوصو کې چې د الهي عذابونو خبر ورکړل شوى دى، مثلاً الله تعالى فرمايي:


إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا.


نساء: ١٠


(څوک چې د يتيمانو مالونه په ناحقه سره خوري هغوى نور څه نه کوي بلکې خپلې خېټې له اوره ډکوي او ژر به دوږخ ته واچول شي.)


 دا او نور د عذاب خبر ورکوونکي نصوص رښتيني دي؛ مګر دا ژمنه د يو ټاکلي کس په هکله د ګواه په توګه نه نيول کېږي، يعنې د دغه آيت پر بنسټ پر يو معين اهل قبله شخص د دوږخي حکم نه شي کېداى. ځکه دغه وعدې ښايي د يو مانع شرط يا ثبوت په له منځه تلو سره پر هغه واقع نه شي، مثلاً: ځينې وختونه د تحريم حکم نه وي ور رسېدلى، کله بيا له حرامو توبه کاږي، کله ناکله يې بيا د ښو عملونو د ډېرښت له امله د حرام کار سزا له منځه ځي، بعضې وختونه له داسې سختيو او ستونزو سره مخېږي چې ګناوې يې ورپوښي او کله يې بيا د داسې شفيع له خوا شفاعت کېږي چې خداى پاک ته منظور وي.)


بيا وايي: (کله بيا دغه نصوص ور رسېږي، خو يا يې له نظره په زبات نه وي رسېدلي او يا يې د پوهېدو توان نه وي ترلاسه کړى. ځينې وختونه يې خداى پاک د يو شمېر هغو شکونو له کبله معذور بولي چې دى ورسره مخ دى.) 


بيا فرمايي: (د مذاهبو د مخکښانو نظر د نوعې او شخص تر منځ د همدغه توپير پر بنسټ ولاړ دى.)1


دا چې د ښکاره کفرکوونکو په باب دومره احتياط واجب دى، نو يو مسلمان څنګه د هغه اسلامي امت د يوې پراخې ډلې تکفيرولو ته زړه ښه کوي چې پر (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً رسول الله) شاهدي ورکوي، آن که يې خپل نېک او بد عملونه هم سره ګډ کړي وي.


هغه کسان چې پر شهادتينو اقرار کوي تر هغو يې وينه او مال خوندي دى چې د شريعت قانون يې په باب يو بل حکم کوي، د آخرت حساب و کتاب يې په خداى جل جلاله پورې اړه لري، موږ ته امر شوى چې ظاهر ته په پام سره پرېکړه وکړو او الله تعالى د خپلو بندګانو په پټو اسرارو تر هر چا ښه پوهېږي. له محمد صلى الله عليه وسلم څخه ډېر صحيح احاديث آن د تواتر په کچه وارد شوي چې وايي:


امرتُ ان اقاتل الناس حتى يقولوا لا اله الا الله، فاذا قالوها عصموا منى دمائهم و اموالهم الا بحقها، و حسابهم على الله تعالى.


(ما ته امر شوى له خلکو سره تر هغو وجنګېږم چې لا اله الا الله وايي او چې ويې ويل وينه او مال يې زما له بريده خوندي دى، مګر په حق سره، او حساب و کتاب يې له خداى سره دى.) 


د تکفير پايلې


يو بل ټکى چې دلته بايد د يو اصل په توګه وڅېړل شي دا دى چې يو انسان ته د کفر ګوته نيول ډېر خطرناک کار دى؛ ځکه ډېرې بدې پايلې ورسره تړلي دي، د بېلګې په توګه:


١: نور يې مېرمنه په نکاح کې د پاتېدو حق نه لري او بېلتون يې واجب دى، ځکه يوه مسلمانه ښځه له کافر سره نکاح نه شي کولاى او دا خبره د اسلامي فقهاوو په اجماع سره ثابته ده.


٢: اولادونه يې بايد د هغه تر روزنې او تکفل لاندې پاتې نه شي، ځکه هغه نور د باور وړ نه دى او وېره شته چې کفر يې عيال ته هم سرايت وکړي، په ځانګړې توګه که د هغوى د ارتداد احتمال راولاړ شي؛ پاتې دې نه وي چې د مرتد کس اولاده د آمانت په توګه د اسلامي ټولنې په واک کې ورکول کېږي.


٣: انسان تر څرګند کفر او مرتدۍ وروسته له اسلامه وزي او نور پر مسلمانانو د مشرتوب حق له لاسه ورکوي، يعنې له دغسې کسانو سره تر هغو هر ډول اړيکې غوڅېږي او له اسلامي ټولنې څخه شړل کېږي چې بيرته پر سد او رښتيني لارې ته راګرځي.


٤: دغسې کسان بايد اسلامي محکمې ته احضار او د توبې غوښتنه ځنې وشي، شکونه يې له منځه يووړل او وړ دليلونه ورته بيان شي او تر دغو پړاوونو وروسته يې د مرتدۍ حکم صادر شي.


٥: د مرتد پر مړي اسلامي احکام نه پلي کېږي، يعنې له غسل او لمونځ څخه محرومېږي، د مسلمانانو په هديره کې د ښخېدو اجازه نه لري نه له ده څخه څوک ارث وړي او نه دى له بل څخه.


٦: که په هماغه مرتدۍ کې ومري د خداى پاک له رحمته محروم او تلپاتې دوږخ يې ځاى دى.


پورتني قاطع حکمونه او موارد موږ مجبوروي چې د خلکو د تکفيرولو پر مهال هېڅکله احتياط، دقت او تقوا له ياده ونه باسو. 


د قرآن او سنتو د کارونې وجوب


د تکفير په چاره کې واجب ده قرآني نصوصو او نبوي سنتو ته لاس وغځوو او هغه قاعدې او آرونه د خپلې څېړنيزې لارې مشال وګرځوو چې د تکفير په شان لويه مسئله کې کارنده دي، ځکه دا موضوع د الله جل جلاله په دين او وګړني ژوند کې ډېر مهم ځاى لري. دغه راز بايد زموږ بنسټيز باور د قرآن او رسول الله صلى الله عليه وسلم د ثابتو او معصومو نصوصو پر اساس ولاړ وي، ځکه دغه سرچينې په يوازې سر تر ټولو ډاډمن حجت دى. بل دا چې که د ځينو علماوو ويناوې مو راوړي وي دا معنا نه لري چې د يوازېني حجت او دليل په توګه کار ځنې اخيستل شوى، بلکې د دې تر شا د نصوصو په سمه پوهېدنه کې د مرستې او لارښوونې هدف ولاړ دى، تر څو په متشابهاتو کې ورک نه شو او آيات او حديثونه يو له بله سره ونه وهو.


دلته بايد پر يو بل مهم اصل هم ټينګار وکړو او هغه دا چې د دې امت سلف يعنې صحابه او تابعين د ديني تګلارې له اړخه تر هر چا پر لار برابر، د پوهې او درک له لحاظه تر ټولو د سم فکر خاوندان، د تګلوري له اړخه تر ګردو پر نېغه لار روان، د اسلام د روح له نظره تر ټولو فقيه او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيروۍ له لحاظه د امت تر ټولو سراښ انسانان وو، موږ بايد له هغوى څخه په راپاتې هداياتو خپله لار روښانه کړو، تر څو د بدعتونو په لومه کې ونه لوېږو، ځکه د محمد صلى الله عليه وسلم د ګواهۍ پر بنسټ اصحاب او تابعين د خپل عصر او دغه راز ټولو پړاوونو تر ګردو غوره انسانان دي.


 


انسان څنګه مسلمانېږي؟


لومړۍ قاعده: هر انسان د شهادت د کليمې يا (لااله الاالله محمدرسول الله) په ويلو سره مسلمانېږي. يعنې که چا ياد کلمات پر ژبه واړول مسلمان دى او د اسلام حکمونه پر پلي کېږي، که څه هم په زړه کافر وي. موږ ته امر شوى چې ظاهر ته په پام سره حکم وکړو او د پټو اسرارو په باب پرېکړه د لاندنيو دليلونو پر بنسټ الله پاک ته پرېږدو:


١: د اسلام دروند پيغمبر صلى الله عليه و سلم د هغه چا اسلام بېله ځنډه قبلاوه چې شهادت کليمه يې پر ژبه راوړله او دې ته نه په منتظر کېدى چې د لمانځه او زکات وخت يا روژې مياشت راورسېږي او د دغو فرايضو د کولو يا نه کولو آزموينه ځنې واخلي.


٢: بخاري او نور محدثان روايتوي چې اسامه بن زيد د جګړې په ډګر کې داسې يو کس وواژه چې پر (لااله الاالله) يې اقرار کړى و، محمد صلى الله عليه و سلم سخت ورټى او ورته ويې فرمايل: آيا هغه دې تر (لااله الاالله) ويلو وروسته وواژه؟ اسامه ورته وويل: دا يې د تورې له ډاره وويل! رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: آيا تا يې زړه ور څيري کړ؟! په ځينو روايتونو کې راغلي دي: (د قيامت په ورځ به د (لااله الاالله) په وړاندې څه ووايې او څه به وکړې؟!)


٣: له ابو هريره رضى الله عنه څخه د يو روايت شوي حديث پر بنسټ محمد صلى الله عليه و سلم وفرمايل:


(ما ته امر شوى له خلکو سره تر هغو وجنګېږم چې لااله الاالله وايي. د دغو تورو په ويلو سره د يو چا سر او مال تر هغه وخته خوندي دي چې شريعت يې د له منځه وړلو حکم کړى نه وي. د مسلم روايت داسې دى: تر څو پر لااله الاالله او هغه څه ايمان راوړي چې پر ما نازل شوي دي.)


په صحيح بخاري کې په مرفوع ډول له انس ابن مالک رضى الله عنه څخه روايت شوي دي:


(تر څو د خداى پر وحدانيت او د محمد پر بندګۍ او پيغمبرۍ شهادت ورنه کړي.)


په پورتنيو احاديثو کې له خلکو څخه موخه مشرک عربان دي، دا خبره هم علماوو تاييد کړې او هم انس بن مالک رضى الله عنه په يو حديث کې توضيح کړې ده، ځکه له اهل کتابو څخه د قرآني نص په لارښوونه جزيه اخيستل شوې ده.


د پورتنيو مواردو دليل دا دى چې هغوى يوازې د (لا اله الاالله) په ويلو سره د ځان او مال د خونديتوب له امله اسلام ته داخلېدل او دا مصونيت يا په اسلام راوړلو، معاهده او يا عقد ذمه ترلاسه کېدى، دلته معاهده يا عقد ذمه د خونديتوب له منځه وړونکي دي، نو له اسلام راوړلو پرته بله معنا نه لري.


دغه حديث د ډېرو اصحابو له خوا په سره ورته عباراتو صحيح بلل شوى دى. له همدې امله سيوطي په جامع صغير کې د متواتر درجه ورکړې ده. د ياد کتاب شارح مناوي ويلي دي: دا حديث پنځلسو اصحابو(رضى الله عنهم) روايت کړى دى.


له سفيان بن عينيه څخه، چې د خپل وخت لوى محدث و، روايت شوي چې ويې فرمايل:


دا حديث د اسلام په اوايلو او د لمانځه، روژې او زکات تر فرضېدو او هجرت وړاندې بيان شوى دى.


علامه ابن رجب حنبلي په خپل کتاب (جامع العلوم و الحکم) کې ليکلي دي:


پورتنى نظر ډېر کمزورى او د سفيان بن عينيه وينا بېخې بلل کېداى نه شي. ځکه د دغه حديث راويان په مدينه کې له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ملګري وو او ځينو خو يې آن د هغه صلى الله عليه و سلم د ژوند په وروستيو کې ايمان راوړى دى.


له بل پلوه په حديث کې لولو چې (سر و مال يې خوندي دي) يعنې محمد صلى الله عليه و سلم پر جګړه امر شوى، چې دغه حکم تر هجرت وروسته او مدينه منوره کې راغلى دى. وروسته ليکي: هر چا چې به د مسلمانېدو غوښتنه درلوده د شهادتين په ويلو سره به يې اسلام قبول او سر و مال خوندي شو، له اسامه بن زيد څخه د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم د ناخوښۍ وجه دا وه چې هغه يو کس د (لااله الاالله) تر ويلو وروسته وژلى و.


حضرت محمد صلى الله عليه و سلم د هېچا له ايمان راوړنې سره د لمانځه او زکات شرط نه غوټه کاوه، آن روايت دى چې د داسې قوم مسلمانېدل يې هم ومنل چې زکات ورکولو ته يې غاړه نه ايښوده.


د امام احمد بن حنبل رضى الله عنه په مسند کې له جابر رضى الله عنه څخه روايت شوي دي: ثقيف قبيلې له زکات او جهاد څخه د سرغړونې شرط کښېښود، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ډېر ژر هم زکات ورکوي او هم جهاد ته ځي.


دغه راز له نصر بن عاصم ليثي څخه روايت شوي چې يو کس محمد صلى الله عليه و سلم ته راغى او په دې شرط يې د اسلام منلو ته غاړه کښېښوده چې يوازې به د ورځې دوه لمونځه کوي، هغه صلى الله عليه و سلم يې اسلام ومانه.


ابن رجب ليکي: (امام احمد بن حنبل د دغو احاديثو د قبلولو په ترڅ کې ويلي دي: د يو کس اسلام راوړل آن په فاسدو او ناوړو شرطونو هم سهي کېږي، ځکه وروسته به ټول شريعت او اسلامي قوانينو ته غاړه کښېږدي.) دغه راز يې د حکيم بن حزام دا وينا هم د دليل په توګه راوړې ده:


(بايعت النبى صلى الله عليه و سلم على ان لا اخر الا قائما)


(ما له پيغمبر صلى الله عليه و سلم سره په دې شرط بيعت وکړ چې له ولاړې څخه سيده خاورو ته لاړ شم.)


د احمد بن حنبل په وينا د پورتنۍ وينا معنا له رکوع پرته سجده ده.


په دغه روايت کې زموږ لپاره دوه ټکي مهم دي:


لومړى: دا چې انسان يوازې پر شهادتينو په اقرار سره مسلمانېږي، او که په ځينو حديثونو کې د توحيد پر ګواهۍ بسنه شوې دوې وجې لري: يا د راويانو له خوا له لنډيز څخه کار اخيستل شوى او يا دا چې مشرکو عربانو-چې د حديث د ناس کليمه ورته متوجه ده- تر هغو توحيد نه مانه چې د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لوري راوړل شوي شيان يې قبول کړي نه واى.


د اسلام د صدر له ځينو مسلمانانو څخه رانقل شوي روايتونه ښيي چې اسلام يوازې د شهادت له کليمې څخه عبارت دى او لمونځ، زکات او نور اسلامي شرايع و فرايض د انسان تر مسلمانېدو وروسته لازمېږي، يعنې نامسلمان د يادو مکلفيتونو پر ترسره کولو اړ نه دى. لمونځ، روژه، حج او … پر کافر  ځکه واجب نه دي چې عمل يعنې اسلام يې نه دى منلى.


دويم: دا چې له ابن رجب او امام احمد څخه روايت شوي احاديث د مسلمانانو په باب د پراخ نظرۍ او آسانتيا په معنا دي، له بل پلوه له نويو مسلمانېدونکو کسانو سره د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم چلند راښيي او څرګندوي چې په څومره حکمت يې اصلاح راوستله او ستونزې يې هوارولې. حضرت محمد صلى الله عليه و سلم شرايطو ته په پام سره د ځينو اسلام مانه او د ځينو دا يې رداوه. له بشير بن خصاصيه څخه روايت دى چې غوښتل يې له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره د زکات او جهاد د اوامرو د نه پر ځاى کولو په شرط بيعت وکړي، هغه (صلى الله عليه و سلم) ورته وفرمايل: بشيره! که زکات ورنه کړي او جهاد ته لاړ نه شې، نو د څه شي په وسيله به جنت ته ننوزې؟


مخکې مو ولوستل چې محمد صلى الله عليه و سلم  په همدې شرط د ثقيف قبيلې اسلام ومانه، ځکه پوهېدى چې تر پايه به پر ونه درېږي او که يې لږ عقيدوي پرمختګ وکړ، د نورو مسلمانانو په شان به ټولو حکمونو ته غاړه کښېږدي، له همدې امله يې په ډېر ډاډه زړه وفرمايل: هم زکات ورکوي او هم جهاد ته ځي. 


څوک چې پر توحيد له ايمان سره ومري، جنتي دئ


دويمه قاعده: که يو موحد يعنې پر (لااله الا الله) معتقد کس ومري، د خداى له خوا د دوو شيانو مستحق ګرځي:


١: له همېشني دوږخ څخه خلاصون. د دغې قاعدې پر اساس که پر (لااله الا الله) ايمان لرونکي انسان هر ډول ګناه(حق الله لکه زنا يا حق الناس لکه غلا) کړې وي تل تر تله په جهنم کې نه ساتل کېږي. سهي ده چې د خپلو ګناهونو له امله به دوږخ ته ولوېږي، مګر که يې په زړه کې د سپېلني د دانې په اندازه ايمان هم موجود وي، خامخا به جنت ته داخل کړل شي.


٢: دغسې انسان له شک پرته جنت ته بېول کېږي. دا چې د لومړنيو جنتيانو په ډله کې نه شاملېږي او د عذاب موده يې يو څه نوره اوږدېږي وجه يې هغه ګناوې دي چې يا يې توبه ځنې ايستلې نه ده او يا هم بخښل شوي نه دي. په دې باب صحيح او مشهور احاديث شته چې په صحيحينو او نورو کتابو کې راغلي دي، د بېلګې په توګه:


له عبادة بن صامت رضى الله عنه څخه روايت شوي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل:


من شهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له، و ان محمدا عبده و رسوله و ان عيسى عبدالله و رسوله و لکمته القاها الى مريم و روح منه، و ان الجن حق، و النار حق، ادخله الله الجنة على ما کان من عمل.


(که څوک شاهدي ورکړي چې له خداى پرته بل معبود نه شته، هېڅ شريک نه لري، محمد يې بنده او پيغمبر دى، دغه راز يې عيسى هم بنده، رسول او هغه کليمه ده چې د مريمې خوا ته يې وراچولې او د هغه له لوري يو راغلى روح دى او جنت و دوږخ رښتيا دي، خداى پاک به يې له هر ډول عملونو سره-سره جنت ته ننباسي.)


له ابوذر رضى الله عنه څخه روايت شوي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل:


ما من عبد قال لا اله الا الله ثم مات على ذلک الا دخل الجنة… ان الله حرم على النار من قال لا اله الا الله يبتغى بها وجه الله.


(هر بنده چې ووايي: لا اله الا الله، او پر همدې ګواهۍ له بشپړ ايمان سره يوځاى ومري، جنتي دى… الله پاک پر هغه چا اور حرام کړى چې لا اله الا الله ووايي، په دې شرط چې دا ټکي يې د خداى جل جلاله د رضا حاصلولو په موخه ويلي وي.) نه د نبوت د مهال د منافقانو په شان چې د خپل سر و مال د  خوندي کېدو په خاطر به يې ويل.


له انس رضى الله عنه څخه روايت شوي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل:


يخرج من النار من قال لا اله الا الله و کان فى قلبه من الخير ما يزن برة.


(د هر چا په زړه کې چې د غنم په اندازه ايمان موجود وي او پر لا اله الا الله اقرار وکړي، د دوږخ په اور کې به پاتې نه شي.)


پورتني احاديث هم بخاري او هم مسلم په خپلو صحيحينو کې راوړي دي.


په صحيحينو کې له ابوذر رضى الله عنه څخه روايت شوي چې محمد صلى الله عليه و سلم وفرمايل:


اتانى جبريل فبشرنى انه من مات من امتک لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة. قلتُ: و ان زنى و ان سرق؟ قال: و ان زنى و ان سرق.


(جبريل راته راغى او زېرى يې راکړ چې که ستا يو امتي په داسې حال کې ومري چې له خداى سره يې شريک نه وي نيولى، جنت ته داخلېږي، ورته ومې ويل: آن که يې زنا او غلا هم کړې وي؟! ويې فرمايل: آن که يې زنا او غلا هم کړې وي!)


په صحيح مسلم کې د صنابحي له حديث څخه له عبادة رضى الله عنه څخه روايت شوي چې وايي:


سمعت رسول الله يقول: (من يشهد ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله حرم الله عليه النار)


(له رسول الله صلى الله عليه و سلم څخه مې واورېدل چې ويې فرمايل: که څوک په لا اله الا الله او محمد رسول الله شاهدي ورکړي، الله پاک به د دوږخ اور پر حرام کړي.)


په دې اړه د راغلو حديثونو شمېر زيات دى او په ښکاره توګه ځنې څرګندېږي چې شهادت کليمه جنت ته د ننوتلو او د جهنم له اوره د نجات وسيله ده. خو جنت ته د داخلېدو معنا دا ده چې تر خپل ټاکلي عذاب تېرولو وروسته له دوږخه را ايستل کېږي او جنت ته ننوزي، دغه راز د جهنم له اوره د نجات هدف هم له همېشني دوږخيتوب څخه خلاصون دى.


پر دې موضوعګانو ځکه وږغېدم چې پورتني او هغه حديثونه سره يوځاى کړو او تر منځ يې په توپير وپوهېږو چې د ځينو ګناوو پر ترسره کوونکو يې جنت حرام او دوږخ واجب کړى دى، که نه هېڅکله روا نه ده اسلامي نصوص په ناپوهۍ يو له بله سره ووهو. 


هغه څه چې مسلمان له اسلامه باسي


درېيمه قاعده: پر شهادتينو په اقرار سره تر مسلمانېدو وروسته، د مسلمانۍ غوښتنه دا ده چې د اسلام ټولو حکمونو ته بايد غاړه کښېښودل شي. د غاړې ايښودنې معنا پر عدالت ايمان راوړل، د هغه پر تقدس باور لرل او ټولې غوښتنې يې له څه ويلو پرته منل او عملي کول دي يعنې د قرآن او سنتو له مخې ثابت احکام د ژوند په هر کار کې په داسې ډول پلي کول چې هېڅ لاسوهنه، کموالى يا زياتوالى په کې ونه شي، بلکې د زړه له تله د خداى پاک ټول امرونه او لارښوونې ومنل شي او د زړه له تله يې حلال حلال، حرام حرام، واجب واجب او مستحب مستحب وګڼل شي.


خداى تعالى فرمايي:


وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ….


احزاب:٣٦


(هېڅ يو مومن او هېڅ يوه مومنه دا حق نه لري چې کله الله او د هغه پيغمبر د کومې معاملې فيصله وکړي او بيا هغه ته په خپله د خپلې هغې معاملې د فيصله کولو اختيار حاصل اوسي.)


او فرمايي:


إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا….


نور: ٥١


(د مومنانو کار خو دا دى چې کله د خداى او پيغمبر لوري ته وبلل شي چې پيغمبر د هغوى شخړه فيصله کړي نو هغوى وايي چې موږ  واورېدل او ومو منل.)


بل ځاى فرمايي:


فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا.


نساء: ٦٥


(نه(اې محمده) ستا په رب قسم چې دوى هېڅکله مومنان نه شي کېداى تر څو چې دوى په خپلمنځي شخړو کې تا فيصله کوونکى ونه مني بيا چې ته څه فيصله وکړې پر هغې باندې په خپلو زړونو کې هم څه تنګي احساس نه کړي، بلکې له سره تر پايه يې ومني.)


مهمه دا ده چې وپوهېږو يو شمېر نور داسې اسلامي احکام هم شته چې د سل په سلو کې ثابتو واجباتو، محرماتو، عقوباتو او تشريعاتو برسېره يقيني حکمونه بلل کېږي، له شک پرته د خداى دين، سپېڅلى شريعت او هغه څه دي چې اسلامي علما يې د (ديني اړتياوو) په کتار کې دروي، ځکه هر څوک يې پېژني او د زبات لپاره يې دليل او ځيرتيا ته هېڅ اړتيا نه شته. د بېلګې په توګه: د لمانځه، زکات او نورو يقيني حکمونو وجوب او د قتل، زنا، رشوت او شرابخورۍ حراموالى، همدارنګه نور غوڅ احکام لکه واده، طلاق، ارث، حدود، قصاص او ….


که څوک د پورتنيو ديني ضرورياتو له يوه څخه هم منکر شي يا ملنډې په ووهي ښکاره کفر يې کړى او مرتد بلل کېږي. ځکه د دغو حکمونو په زبات کې صرېح آيتونه او صحيح او متواتر احاديث شته، دغه راز د اسلامي امت له خوا نسل پر نسل منل شوي دي او که يې څوک درواغ وبولي په حقيقت کې يې قرآن و سنت تکذيب کړي او عين کفر يې کړى دى.


له پورتنيو مسايلو څخه يوازې هغه کسان مستثنى بلل کېږي چې يا يې نوى اسلام راوړى وي او يا هم له مسلمان مېشتو هيوادونو او ديني علماوو څخه ليرې اوسي. که دغه ډول خلک له يو ديني ضرورته مخ واړوي تر هغه مهاله معذور بلل کېږي چې له دينه بشپړه خبرتيا ترلاسه کوي. 


پاته لري …