کور / تازه خبرونه / کندهار: ٦٥٠ متره مربع سړک پوخ سو

کندهار: ٦٥٠ متره مربع سړک پوخ سو

دكندهار ښار دلويې ويالې په سيمه كي د 650 متره مربع سړك كار پاى ته ورسيدى.
دكندهار د هبيتات موسيسې په مالي مرسته د دوو مياشتو راپدې خوا د فوايد عامې رياست له لوري د كندهار ښار د لويې ويالې د كوتل مورچې په سيمه كي تقريياً650 متره مربع سړك په پاخه او اساسي ډول جوړ سويدي,
دنوموړي سړك ټولي تخنيكي چاري د فوايد عامې رياست له لوري تر سره سويدي.
نوموړۍ دوه لينه سړك د كندهار ښار د بريښنا كوټ پل دكوتل مورچې سره مښلوي، 23 متره بر لري هر لين يې لس لس متره دى او درې متره د ګلدان لپاره په نظر كي نيول سوى دى.

ديادسړك پر رغولو د سيمي ځايې خلګو ډيره خوښي ښولې او وايې(( موږ له دولت څخه زياته مننه كوو چي زموږ په سيمه كي د بيارغوني كارونه كوي چي ښه بيلګه يې ددې سړك جوړول دي.))

دكندهار ولايت د فوايد عامې رياست له لوري دكندهار ښار خوجك بابا په سيمه پنځه كيلومتره سړك د د خامه كارى كار چي يوه مياشت وړاندي پيل سوى وو پاى ته رسيدلى او قير كولو ته اماده دى چي مالي لګښت يې دكندهار ښار والى د بوديجې څخه وركول سوى وو.

په كندهارښار كي پر ياد سړك 187000 امريكايې ډالره مالي لګښت راغلى او دخوجك بابا په سيمه كي د پنځه كيلومتره سړك پر خامه كارى باندي دوه ميلونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

په كندهار كي د سړكانو رغونه د همكارى د پلان د امنيت او ښه حكومتدارىۍ ترڅنګ د اقتصادي پراختيا يوه برخه جوړوي.