کور / تازه خبرونه / کونړ: بارانونو زورور سېلابونه راوستي دي

کونړ: بارانونو زورور سېلابونه راوستي دي

د کونړ ولايتي مقامات وايي د تيري شپې او پرون ورځي د بارانونو له اورېدو وروسته په دې ولايت کي زورور سېلابونه راغلي دي.
د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي د کونړ سيند په تيرو ٥٠ يا ٦٠ کلونو کي په بېساري ډول ډک سوئ دئ، چي د مروري ولسوالۍ او اسعدآباد ښار ترمنځ پول يې له منځه وړى دئ.
د آزادۍ راډيو خبريال له کونړ څخه خبر ورکړ چي د اسعدآباد ښار په مرکز کي د ځينو دولتي ودانيو او علمي موسساتو په ګډون ډېر کورونه اوبو لاندي کړي، چي ډېرو خلګو ته يې مالي تاوانونه رسولي دي.
که څه هم تر اوسه د مرګ ژوبلي په هکله معلومات نه دي ورکړل سوي، خو ښايي په شيګل، خاص کونړ او نورو ولسواليو کي چي ډېر بارانونه پکښي اورېدلي ځاني تلفات هم رامنځته سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي دمخه په لغمان، کاپيسا او بغلان ولايتونو کي هم د بارانونو له وجي په زرهاوو کورنيو ته مالي تاوانونه اوښتي وو او لسګونو کسان يې وژلي وو.