کور / تازه خبرونه / برتانيې او هند دفاعي تړون لاسليک کړ

برتانيې او هند دفاعي تړون لاسليک کړ

د برتانيې صدراعظم ډيويډ کامرون چي له درو ورځو راهيسي په هندوستان ته راغلى له دغه هيواد سره يې دفاعي تړون لاسليک کړئ دئ.
ډيويډ کامرون د جنوبي ايالت کرناټکې په مرکز بنګلور کي له هندي چارواکو سره د جنګي الوتکو د پېر او پلور يوه معاهده امضاء کړې چي له مخي به يې برتانيه پر هندوستان د يو اعشاريه يو ميليارډ ډالرو په ارزښت جنګي الوتکي پلوري.
ډيويډ کامرون په بنګلور کي يوې خبري غونډي ته وويل چي هيواد يې غواړي له هندوستان سره د اړيکو نوى باب پرانيزي. کامرون زياته کړه چي برتانيه او هندوستان څو مشترکات لري. د نوموړي په وينا کرکيټ، شارخ خان او خوراک هغه درې مشترکات دي د دواړو هيوادونو خلګو ته مقبول دي.