په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي دفتر په هلمند کي د ملکي وګړو پر وژنه خواشيني وښوده . د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډيميسترا په يوه اعلاميه کي د جګړې د شکيلو خواوو څخه غوښتي چي د عملياتو په درشل کي د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي . د تيري جمعې په ورځ د سنګين ولسوالۍ په ريګي کلي کي د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کي شاوخوا ٥٢ کسان ووژل سول چي تر څه مودې پوري يې ځان پرې ناخبره اچولى ؤ .