کور / تازه خبرونه / د کلات پر ښار راکټي بريد سوى

د کلات پر ښار راکټي بريد سوى

تېره شپه د کلات د والي پر کور راکټي بريد سوى . نوموړى بريد تېره شپه شاوخوا اته بجې سوى چي د والي د کور تر څنګ د هغه د يوه ګاونډي پر کور لګېدلى . د والي وياند محمد جان رسوليار وايي چي په نوموړي بريد کي د ياد کور يوه انجلۍ ووژل سوه او يو ماشوم ژوبل سو . نوموړى وايي چي د بريد پر مهال والي پخپل کور کي ؤ او ورته کوم زيان ځکه نه دئ رسېدلى چي راکټ يې د ګاونډي پر کور لګېدلى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .