کور / راپور / په پنجوايي کي د امنيت په موخه د بايمېټريک کارټونو پروسه پيليږي

په پنجوايي کي د امنيت په موخه د بايمېټريک کارټونو پروسه پيليږي

په پنجوايي ولسوالۍ کي به د ښه امنيت راوستلو په موخه د بايمېټريک دکارټونو پروسه پيل سي . دا خبري د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي باران خاکسان د ناخوني په کلي کي و يوې جوړي سوي غونډي ته وکړې . په دغه غونډه کي د ٤٠٤ ميوند زون د قوماندانۍ دقوماندان مرستيال جنرال ميروېس نورزي ، د کاناډايي ځواکونو قوماندان او يو لړ د ولايتي شورا غړو ګډون کړى وو . ولسوال پخپلو خبرو کي زياته کړه چي امنيت ستاسو په همکاري ټينګېداى سي . او که تاسو په امنيت راوستلو کي راسره مرسته وکړئ د بيارغوني چاري به هم پيل سي او ټول وګړي به پر کار سي . همدا ډول د کاناډايي ځواکونو قوماندان پخپلو خبرو کي د پنجوايي ولسوالۍ عامو وګړو ته ډاډ ورکړ چي په عملياتو کي د هر چا کښت ته زيان اوښتى وي دوى به يې تاوان ورکوي . نوموړي همدا ډول وويل چي په پنجوايي ولسوالۍ کي به بهرني سرتيري نور هم زيات سي او د خلکو څخه يې وغوښته چي د کارټونو په نوم ليکنه کي ونډه واخلي تر څو د سيمي او نور خلک سره بيل سي .