د پاکستان حکومت وايي په هغه الوتکه کي چي نن سهار د مارګلې په غرونو کي راولوېده له عملې سره ١٤٧ کسان ناست وو، چي تر اوسه د لسو تنو مړي را ايستل سوي دي.
د پاکستان حکومت په سيمه ايزو روغتونونوکي بېړنى حالت اعلان کړئ، خو تر اوسه يې د پنځو تنو ټپيانو د را ايستلو خبر ورکړئ دئ.
دغه ٣٢٠ ايربس الوتکه چي نن سهار پر ځايي وخت لس کم اته بجې له کراچي څخه اسلام آباد ته په هوا سوه، اسلام آباد ته نيژدې د مارګلې په غرونو کي د هوا د خرابوالي له امله راولوېده.
د الوتکي شرکت ويلي چي د ١٤٧ کسانو څخه يې شپږ عمله او ١٤١ کسان سپرلي دي. شرکت وايي هغه ١٢ تنه سپرلي ډېر خوشبخته وو چي په الوتکه کي ټکيټونه کړي وو، خو د پرواز پر مهال غير حاضر وو.
عيني شاهدانو ويلي چي الوتکي له معمول خلاف ډېر ټيټ پرواز کاوه چي وروسته په يوه غره کي راولوېده.