کور / تازه خبرونه / پنځه د يرش پروژې گټي اخيستني ته وړاندي شوې

پنځه د يرش پروژې گټي اخيستني ته وړاندي شوې

دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام پنځه ديرش پروژی پدی وروستيو کى د خوست په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.
ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(٨) ټولنيزو مرکزونو ، د( ١٦) کيلو واټو په ظرفيت داوبو دبرښناديوه واړه بند ،د(١٣٦٥) مترو په اوږدوالي ديوه استنادي ديوال ، دڅلورو ديزلي ژرندو او د(٢٠) حقابو جوړول ، داوبو د(٧١) څاگانو کيندل ، د(٢٢٠٠) مترو په اوږدوالي داوبو لگولو دکانال پاکول او د(١٠٠٠) مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگي اچول شامل دي .
يادى شوى پروژى د ( ٣٧،٨٤٥٠٠٠ ) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي بشپړی او څه د پا سه ( ٥٢٥٥ ) کورنی ترينه گټۀ اخلی .