کور / تازه خبرونه / پر بس د چاوني له امله ٢٥ تنه وژل سوي دي

پر بس د چاوني له امله ٢٥ تنه وژل سوي دي

د نيمروز ولايت په دلارام ښار کي د نيمروز – دلارام پر يوه ٣٠٣ بس موټر د ماين چاودني له امله ٢٥ تنه سپرلي وژلي او شاوخوا ٢٠ تنه ټپيان کړي دي.


د نيمروز والي غلام دستګير آزاد وايي ماين د سړک پر غاړه باندي ښخ سوئ وو، چي له سيمي څخه د بهرنيو ځواکونو د کاروان د تېرېدو پر مهال چاودلى او پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده. د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دولت يې مسئوليت پر طالبانو اچولى دئ.