له کراچي ښار څخه اسلام آباد ته تلونکې يوه شخصي مسافر وړونکې طياره د مارګلې په غرنۍ سيمه کي لوېدلې ده.
عيني شاهدان وايي الوتکه ډېره کښته روانه وه چي وروسته د مارګلې په غرونو کي راولوېده. پاکستاني مقاماتو د الوتکي د لوېدو علت د هوا خرابوالى په ګوته کړئ، خو د پکښي ناستو کسانو د مرګ ژوبلي په هکله يې لا تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.
حکومت مقامات وايي په روغتونونو کي يې اضطراري حالت اعلان کړئ او سيمي ته يې د ژغورني ټيمونه لېږلي دي.
د پاکستان د هوايي چلند اداره وايي په الوتکه کي شاوخوا ١٤٠ تنه سپرلي او شپږ تنه عمله ناست وو.