د القاعده شبکې دوهم مشر ايمن الظواهري ته منسوب پيغام وايي چي د فرانسې مسلماناني دي په هيڅ قيمت اسلامي حجاب نه پرېږدي.
ايمن الظواهري د فرانسې د پارلمان له خوا د اسلامي حجاب ناقانونه ګرځول يو شرمناک او متعصب عمل منلى او وايي له دې څخه د فرانسې او لوېديځو هيوادونو اصلي څېرې معلومېږي.
ايمن الظواهري ويلي د فرانسې نوى قانون د عيسوي راهبو له سرونو پوړني نه ليري کوي، خو د مسلمانانو حجاب بيا غير قانوني ګرځوي.